د سریزي په توګه:
د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او بیا څو ورځي پس له هوايي میدانه راوزي د سپین بولدک د سړک پر خوا او بیرته د ریګ لوري ته شوه کېږي، بیا میده- میده مخ د پنجوايي پر خوا مخ اړوي او ځان د پنجوايي د سپيروان غره ته ځان رسوي، دا چي پر لاري د کومو پېښو، کیسو او جګړو سره مخ کېږي تر سپيروانه پوري او بیا هلته د جګړې تر ډګره یاني د مېډوسا عملیات څنګه سرته رسېږي؛ دا عملیات پهی تاریخي لحاظ د ناټو تر ټولو مهم ماموریت او عملیات ګڼل یادېږي- نور نو کتاب وګورئ، چي له ډېرو جالبو ډک دئ.
خو زما لپاره د دې کتاب عنوان جالبه دئ: [د کندهار زمریان،] چي څنګه او د څه لپاره افغانانو ته دا باټ په لویه سطحه ورکول کېږي؟ چي افغان انسان یوازي د غیرت سمبول ګرځي او ورته وايي چي ته نامي ئې، ته غیرتي یې ته زمری ئې ته (پټان) یې ته پلانا یې…؟ په هر صورت دا مفاهیم څنګه او ولي وتراشل سوه او ولي ددې قوم لپاره انتخاب سوه، د استعمار او پساستعمار/نوي استعمار په ډولونو یا فورمونو کي څېړلای سو، خبره راڅخه بلي خواته ولاړه نه سي؛ نو کتاب هڅاند ځوان ننګیالي باور په دوندي خوږه، روانه او سلیسه ژبه ژباړلی دئ، چي هیڅ بندښت و پیچلتیا پکښي نسته، په مسلکي لحاظ یې ژباړه برابره کړې ده، هیڅ تحثالفظي ژباړه نه ده، بلکي د مفهوم او هدف ژباړه ده.
افغانستان معاصره دوره کي دوندي بهرنیو لیکوالو، څېړونکو، او یا هم خپل پوځي او سیاسي ماموریت د ترسره کولو پر وخت خورا ډېر خو مهم کتابونه لیکلي دي، چي هیڅ داخلي مؤرخینو، لیکوالو او څېړونکو نه دي لیکلي. له هوتکیانو نیولې تر اوسنیو تالبانو چي اکثریت ئې د پوځي عملیاتو، یا سیاسي، اقتصادي، او اجتماعي سفرونو پر مهال یې یاداښتونه اخیستي دي او یا هغه وخت او یا وروسته تر موږ رارسیدلي دي، په ځینو مسایلو کي احتیاط هم په کار دئ، خو دا چي خپل لیکلي څه نه لرو نو مجبور هم یو، چي ژباړي ته مخه کړو. په دې وروستیو کلونو کي یوازي کندهار کي د څو ځوانو ژباړونکو له لوري لکه د ۱ـ سیف لودین، لومړی کتاب (کندهار) دویم کتاب (د کندهار ماموریت)، ۲ـ د داود افغان کتاب ( د بارکزیو واکمنيدل)، همداسي، ۳ – د ننګیالی باور لخوا لومړی ( د جغرافیې بندیان) او ۲ دغه اثر (د کندهار زمریان) مهم اثار ترجمه سویدي، او یا ښايي نور هم وي، خو ما یوازي دغه په دې دوو/دریو کلونو کي لوستي دي، چي د هر یوه ژباړي او هڅي یې د ستایلو وړ دي.
د کندهار زمریان:
د کندهار زمریان -Lions of Kandahar دا د افغانستان د معاصري یاني نژدې شل کاله مخکي جګړې په اړه د یوه پوځي ـ تاریخي روایت یا یاداشتونه دي، چي د امریکايي ځانګړو ځواکونو افسر رسټي براډلي – Major Rusty Bradley هغه د امریکا د پوځ د ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر دی. په ۲۰۰۶ کال کي یې د کندهار په پنجوايي کي د پوځي عملیاتو پر مهال د یوه ځانګړي پوځي ټیم مشري کوله. او بل لیکوال ئې خبریال کېوین ماورر- Kevin Maurer دئ. کتاب د ۲۰۰۶ ز کال د افغانستان په جنوبي سیمو، په ځانګړي ډول کندهار کي پر جګړو بحث کوي، چي په اصل کي د کندهار د پنجوايي د سپیروان په یوه کلي کي د مېډوزا/مېډوسا د عملیات او د طالبانو د مقاومت انځور دئ. د ناټو او افغان ځواکونو پوځي فعالیتونه او د سپیروان د غره د نیولو جګړه خورا حیرانونکې ده.
په کتاب کي د پوځي تصمیمونو، د سرتېرو د تجربو او د عملیاتو د ستونزو په اړه عجب معلومات لري، چي ممکن زموږ د پوځ، د جګړو او یا هم خاصو عملیاتو د تاکتیکي مهارتونو، تخنیکي ستونزو د حل لارو، یا هم په مجموع کي د دفاع او بریا عجب کوډونه لري، چي په دې برخه کي خپله لیکوال هم ځای- ځای د چینايي تاریخي کتاب (د جنګ هنر) او یا هم روسي پوځي جنرال له یاداښتونو ګټه اخلي. خو د افغانستان د جګړې که بشپړ تاریخ نه دئ خو جالبه دا ده، چي د چا سره په جګړه کي مخ دي د هغوی هم د ځینو برخو ستاینه کوي، او د افغانانو د غیرت، شهامت او مقاومت عجب مثالونه وايي، ځیني ځایونو کي سړی حیران هم سي، چي د ناټو په سطحه یو قومندان په دې اګاه دی او پوهیږي چي زموږ ګاونډی یاني پاکستان څه ډول چلونه کوي او څه ډول لوبه یې روانه کړېده، له چا سره څه کوي او دوی څنګه او په کوم ځای کي ثبتوت ورڅخه نیسي(شناخته کارډ) خو بیا هم …
د افغانستان په جنوب کي د جګړې د عجب وضعیت تصویر:
زموږ او ستاسو پیاد دي، چي په ۲۰۰۶ ز کال کي د افغانستان په جنوبي سیمو کي په خاص ډول کندهار کي امنیتي وضعیت په خرابېدو وو. هر (چا) هڅه کول چي په کندهار کي خپل پوځي حضور پراخ او پر مهمو سیمو خپل نفوذ پیاوړی کړي، ځکه کندهار خو د تاریخي، سیاسي او جغرافیایي اهمیت له امله د دواړو لورو لپاره مهمه سیمه وه، خو دا چي د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو کرنیز چاپېریال لکه باغونه، ولې، خټین ېوالونه، کلاګاني، تنګي لاري د جګړې لپاره ځانګړي شرایط رامنځته کړي ول. کله کله د متفاوت اړخه خپل هیواد، جنګیالي، تاریخ او هویت مطالعه کول ښه وي، ځکه چاته هغه ټکي په لاس ورکوي، چي تر اوسه تا نه اورېدلي او نه لیدلي وي، که وي هم ښايي کم څه به وي. نو هغه وخت در یاد کړئ، چي امنیت صفر ته تقرب کړی و، باور ورځ تر بلي پر کمېدو و، جګړه پر تودېدو وه، مځکه سره وه او زموږ پر شپه وه. چا د (توري بوري) عملیات طرحه کول، چا اناکونډا عملیات مخته وړل، چا بیا د بمونو مور راباندي راغورځول او چا بیا په یوه شپه د کورنۍ بې وزله او بې ګناه کسان په اور سوځول، او دا یې بل مثال دی چي (د مېډوزا یا مېډوسا) عملیات راباندي کول.
د مېډوزا عملیات:
د مېډوزا عملیاتو دا عملیات د ۲۰۰۶ ز کال په سپټمبر کي د ناټو او افغان ځواکونو له خوا د پنجوايي او ژړۍ په سیمو کي ترسره سول. یوځای خو لیکوال د ناټو تر ټولو مهم او تاریخي عملیاتو نوم ورکوي، چي د عملیاتو اعلان سوی هدف د طالبانو د پوځي حضور کمول او په سیمه کي د افغان حکومت د کنټرول ټینګول ول، د رسټي براډلي په مشرۍ د امریکايي ځانګړو ځواکونو یوه کوچنۍ ډله د پراخو عملیاتو د ملاتړ لپاره واستول سوه. د دوی مأموریت داسي حالت ته داخل سو چي د ناټو ځواکونه له سخت مقاومت سره مخ سول. د جګړې د پلان، د ځواکونو د حرکت، د اکمالاتو د اړتیاوو او د مقابل لوري د مقاومت د څرنګوالي بېلابېل اړخونه پکښي بیان سوي دي.
الف: د سپیروان د غر جګړه
د کتاب تر ټولو مهمه پېښه یا جګړه د سپیروان د غره د موقعیت د نیولو جګړه ده، دا لوړ موقعیت د عملیاتو د بریا لپاره مهم وو. د امریکايي ځانګړو ځواکونو دا کوچنۍ ډله د هغه مهم ځای د نیولو لپاره جګړې ته داخلېږي؛ خو له سخت مقاومت سره مخ کېږي. جالبه دا ده، چی دوی خپل اړخ ته د زمریانو لقب ورکوي؛ خو دلته هم د شنو زمریانو سره مخ کېږي. یوازي د نړۍ د یوه هیواد امریکا پوځي کسان نه پکښي مري، بلکي کاناډايي سرتیري هم پکښي وژل کېږي.
ب:- د جګړې څو مهم او جالب ټکي:
د جګړې د تخنیکي او پوځي اړخونو ترڅنګ د سرتېرو انساني تجربې ماته خورا جالبي او مهمي دي، ځکه چي ځیني تکتیکونه، هنرونه او کوډونه پکښي بیانوي، چي دا برخه د نورو جګړو، عملیاتو او روزونکو لپآره مهم ټکي دي، چي د جګړې په ډګر کي وېره، ستړیا، ټپي کېدل، د مهماتو کمښت، د ملګرو له لاسه ورکول او د مرګ له خطر سره مخامخ کېدل د سرتېرو پر رواني حالت اغېز فقط څو نمونې دي. همداسي د سختو شرایطو په منځ کي د ټیم غړي پر یو بل تکیه کوي او د ګډ مأموریت د بشپړېدو لپاره یو له بل سره مرسته کوي. له دې اړخه کتاب د پوځي ژوند یو انساني تصویر هم وړاندي کوي؛ یعني جګړه یوازې د وسلو، تاکتیکونو او پوځي اهدافو موضوع نه ده، بلکي د هغو انسانانو تجربه هم ده چي د جګړې په منځ کي ژوند کوي، ټپیان کېږي او خپل ملګري له لاسه ورکوي.
پایله
دا کتاب چي د ژباړن د یاداښت او د لیکوال د یاداښتونو سره-سره ۲۲ فصلونه لري، کتاب چي اصل کي د پوځي قومندان یاداښتونه دي، خو داسي اوډل سوي دي، ته چي وايې ناول، نکل او یا تاریخي کیسه لولم، د تلوسې ډک دئ، خو په عین حال کي زورونکی دئ، چي ستا په سیمه کي او ستا پر خلکو څه ډول حالت وو/دئ!. که د کتاب په متن کي د ملکي خلکو مرګژوبله محدوده یاده سوې وي، دا په خپله د دې ثبوت نه دئ چي په سیمه کي ملکي زیانونه نه ول، ځکه کتاب د جګړې د سنګر له مینځه کیسه کوي. په دې اړه ما یو راپور پیدا کړ، چي په راپور کي راغلي دي: چي د ۲۰۰۶ ز کال د اکتوبر څخه د ۲۰۰۷ ز کال تر جنوري پوري د جنوبي افغانستان جګړو د ملکي خلکو ژوند او د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړ. راپور د مېډوزا عملیاتو په تړاو د ناټو د ځواکونو له خوا د ۲۳ ملکي کسانو د وژل کېدو ادعا هم یادوي او ټینګار کوي چي د جګړې ټول اړخونه باید د نړیوال بشري حقونو او بشري مرستو د اصولو درناوی وکړي. د دې شمېرې یادونه د راپور له مخي د ادعا په توګه ده؛ نو باید د ټولو پېښو د قطعي او وروستي شمېر په توګه ونه ګڼل سي. . UN Official Document System
د لیکوال یو انساني احساس، همدردي او مهرباني به ځای – ځای تاسو هم احساس کړئ:( کله چي غرونو ته نژدې سو، د موټرانو، لاریو، خرو او بسنو یو لوی کاروان مو ولیدئ، چي له پنجوايي څخه د وتلو په حل کي وو، دا د ملکي خلکو یو لوی هجرت وو چي قیامت ته ورته معلومېدئ، چا چي موټر نه رلودل، پر پښو روان وه. د میږیانو د یوې توري کرښي په څېر د کندهار پر لور کاروانونه روان وه او خلکو خپله ټوله شتمني بار کړې وه.)، بل ځای لیکوال، د ترجمان د لمانځه په خاطر په یو ډېر بد وضعیت کي شاوخوا څو دقیقې انتظار کوي، تر څو هغه لمونځ وکړي او بیا حرکت وکړي، خپل لیکوال هم یو ډول مذهبي شخصیت دئ، چي په جیب کي ئې کوشنی انجیل دئ هغه وايي:(مخکي له دې چي حمله شروع سي، ما له جیب څخه اینجیل رایستئ او خپل ذهن د ارامولو لپاره مي ۹۱ درس تلاوت کړئ هلته راغلي وه” په زرګونو به ستا پر یوه خوا او په لسګونو زره به ستا پر بله خوا را ټول سي خو تا ته به تاوان ونه رسېږي… ته به په خپلو سترګو بدکارانو جزا وینې.”) دا برخه سړی د ژوند او الهي حکمت عجبي برخي ته بیايي، چي زموږ له لوري د کسانو نيت، عقیده او ایمان پر الله او قرآن کریم و وو، او هم د قرآن کریم تلاوت او په تکبیر سره ئې پر دښمن حمله کېده او همداسي مخالف لوري پورتنی مثال جالب نه دئ؟ مانا دا چي د هر کتاب و د ادیانو مذهب دا عقیده ده، چي جګړه باید ونه سي وینه توۍ نه سي، بشر ونه وژل سي، چي بشریت له مینځه ځي؛ خو چي ولي جګړه کېږي او یا هم جکړې ډیزاینېږي دا نو د امپریالیزم، استعمار او استبداد هغه څه دي چي په څو کلونو کي زموږ وطن او ولس ورسره مخ ول/دي، چي لا تر کله؟