شنبه, جون 15, 2024
Home+پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز

پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز

دوکتور لعل پاچا ازمون

شپږمه برخه

۴ـ ۱ـ ۴ : ښکلايي حس او موسیقي

دا هغه توکی دی چې د غږونو له منظم او منسجم حرکت نه بڼه مومي، موسېقي د ملت جوړونې یو لوی او ګډ نغری دی، جمالیاتي حس پر دغه نغري ګڼ خلک راټولوي، دغه نغری له ملي کچې ورو ورو نړیوالې کچې ته اوړي.

 د غږونو منظم او منسجم تکرار چې هغه د یو ملت جمالیاتي حس او ښکلا خوښونې ذوق راښیي، هغه له بریدونو اوړي.

موسېقي د ښکلا پېژندنې او د انسان له بهرنۍ نړۍ نه راخیستي توکي دي چې اندروني کیفیت هغه د وجود په بېلابېلو برخو  ویشلي او له هغه نه یې منظم حرکتونه رامنځته کړي دي. ((موجز موسیقار یو خیالي مرغه ګڼي، ددغه مرغه عمر زر کاله، ته تقریب اټکلوي، وایي چې د موسیقار په منقار کې اووه سوریان دي، کله چې دی و خپل طبیعي عمر ته ورسېږي، نو دنورو مرغانو په شان له خاشو او وچو وښو څخه ځاله جوړه کړي، په همدې ځاله کې هغه د موسېقۍ په سرونو ویلو پیل وکړي، دده د مښوکې له هر سوریه څخه بېل بېل دردناکه سور وځي او یو وخت دا سورونه داسې انتها ته ورسي چې ددې سورونو له کبله ځاله اور واخلي او موسیقار په دې ځاله کې ایرې شي او وروسته له همدغو ایرو څخه هغه موسیقار مرغه پیدا شي چې دې مرغه ته ققنس هم وایي. په یوناني کې ورته فېنقس وایي، په پاړسو کې اتشزن وایي او په سانسکریت دیفیکلاټ وایه شي.

موسېقي ته هندي کې سنګیت ویل کېږي، د هندوانو دا عقیده ده چې سنګیت په لغت کې د غزلو نه علاوه رقص، اتڼ او ښودنه هم شته، ځکه چې د موسېقي موجد دیوتا و او د سنګیت موجد شوګي مهاراج دی، مولانا روم په مثنوي کې فرمایي:

 پس حکیمان ګفته اند

این لحنه ها از دوار چرخ بګرفتیم ما

ځکه خو د موسېقي موجدان وایي چې موږ د راګ د اسمانونو له ګردشه څخه اخذ کړی دی

بانګ ګرد شاهای چرخ است اینکه خلق

میسر ایندش به تنبور و به خلق

دا د اسمان د ګردش غږ دی چې خلک یې په طنبوره او یا په خپل اواز کې وایي

مومنان ګویند که اثار بهشت

نغز ګردایند هر اواز زیشت

مومنان وایي چې د راګ او د موسېقۍ د ایجاد اصلي اصل سوب همدا دی چې جنت د بهاندو اوبو نرم او خوندور ژغ د درختو د زنګېدو اواز، د حورو او غلمانو د غزلو ویلو ږغ، دغه زموږ بېکاره ږغونه ښه کړل.)) ( عارف، سیدخیرمحمد. د اتڼ نارې، ۲۳ م)

موسېقي له طبعیت سره د انسان داسې چلند او سلوک دی چې د بشر او انساني اخلاقو مزاج جوړوي، د موسېقۍ د هر راګ یو ځانګړی وخت وي، دغه وختونه اب و هوا او طبعیت د بېلابېلو توکیو زرغونېده جوړوي ، دغه وختونه د هرې سیمې په اب و هوا او زرغونې لمنې پورې تړلي دي. همدغه اب و هوا، د رنګونو ښکالو او زرغونتیا ښکلایي حس روزي او پالي یې، په همدې حس له طبعیت ( اوبه، هوا، نبات)  سره د انسان اړیکه ټینګېږي.

((۱- اسا له سپېدو څخه تر لمر ختو پورې غزلونه په اسا کې ویل کېږي.

۲- اساوري: له لمر ختو څخه تر دوه ساعتونو پورې د اساوري وخت دی.

۳- بیرمي: د ورځې له یوولس بجو څخه تقریباً تر دولسو بجو پورې بیرمي وایه شي.

۴- پیلو: له غرمې څخه تر مازیګره پورې په پیلو کې سندرې ویل کېږي.

۵- شام: له مازیګر نه تر ماښامه پورې د شام وخت وي.

۶- شام کلیان: له ماښام نه تر  ماسختنه پورې د شام کلیان وخت دی.

۷- پهاړي: له ماسختنه تر سپېدو پورې پهاړي ویل کېږي. دغه خبره یو ځل باید بیا تکرار کړم چې د نړۍ ټول قدیم مذاهب د انسان پر ځای دیوتاګان ډېر لطیف فن موجودان ګڼي، د مصر خلکو دا عقیده لرله چې موسېقي او ددې فن نور الات د هغوی او د نورو دیوتاګانو اسایسرس، ایسس، اوردس او هرمس ایجاد دی، د یونانانیانو په خیال چې د دوی د لویې دیوتا زیوس نهه لوڼې د جمله علومو او فنونو یا وتونکي وې او په دوی کې بلخصوص نهمه میوزس د رقص موجده وه. تاریخ وایي چې د خسرو پروېز د دربار مغیانانو یا ربده او کسیا د موسېقۍ فن تر عروجه ورسوه، ګواه د تاریخ له ابتدا نه بیا تر پېړیو پېړیو پورې د موسېقۍ د سلسلې دوام لرلو او لا تر نن پورې دغه سلسله روانه ده، خو کله په ډېره لویه سطحه او کله په عامه توګه خلک د سکون لار او لیکه پکې لټوي.

پاته شوه دا خبره چې ایا د فنون لطیفه په اړه خو هغه ټاکل شوې لیکې ته تاوان نه رسي د کومې په اساس چې د ژوند حتمي خدوخال موږ ته راښکاره کړل شوی دی. ددې خبرې په ترڅ کې ځینې پوهان دا نقطه په ګوته کوي چې د انسان له فطرت پرته د هغه مشاهیرو تقلید یا پیروي د معاشرتي ګټې سوب دی، چا چې د یوناني فلسفې د مخنیوي لپاره ددغې فلسفې ژوره مشاهده او تجزیه وکړه او بیا وروسته بیخي په چاڼ سره د حقیقي یا جمالیاتي حس د راپارولو لپاره زموږ په مخ کې د پرمختګ لپاره مشالونه کېښودل، موږ له مخه دا خبره په ګوته کړې وه چې نڅا یا ډانس یا اتڼ هم د فنون لطیفه درنه برخه ګڼل کېږي. د فنون لطیفه ددې برخې په اړه فنکاران د خپل بدن په پېچ و تاب او ترکیب باندې د خپل تیت و پرک ژوند په حالاتو کې د یو ښه ترتیب او نظم و ظبط د پیدا کولو کار په کار راولي او یا د خپلې عسکري، روحانيداو مذهبي جذبې د تسکین او سکون لپاره د خپلو اندامونو په ښورښت هغه فطرتي او طبیعي ولوله راپاروي چې د عمل په اړه د هر ګران کار دی، د عملي کولو جذبات تکمیل ته ورسي او ناممکن ممکن کړي.)) (عارف، خیرمحمد. د اتڼ نارې. ۲۶ م)

د موسېقۍ ځینې الې د ښکلایي حس له مخې د مرغانو د اواز له کیفیته د انسان تفکر او تخیل رامنځته کوي، دلته د انسان ذهن او زړه د مرغانو له غږونو خړوبېږي، همدغه خړوبېده دده انساني سلوک او خوی د ځان پر وړاندې را څرګندوي،  د طبعیت له دغو خوږو غږونو سره دده اړیکه عاطفي ده، له همدې عاطفي اړیکې داسې الې رامنځته شوي دي چې انسان پکې د خپل ژوند کیفي غریزې وړاندې کوي. (( تر کومه چې د سریندې دنامه تعلق دی، نو رښتین دغه سرینده لفظ برهان قاطع او انندراج په حواله سارنده، له سار یا سارک د یو خوش اوازه تورې مرغۍ په نامه په وجود کې راغلی بولي او بیا دغه مرغۍ ښارو ثابتوي، ولې سارک اوس هم د پښین او شاوخوا په سیمو کې یوه توره ښایسته مرغۍ ته وایي، دا مرغۍ د توتانو د پخېدو په موسم کې و دغه سیمې ته راځي.

د بوري خلک و دغو مرغیو ته ډبي وایي، د سارک جمع سارکي راځي، په څړموني(پسرلي) کې دغه مرغان هرنایي له هم راځي او هغوی سره بولي …

د هند سارنګۍ هم ددغه مرغۍ له اوازه سره ارتباط پیدا کولی شي، لکه په سر کې مې چې وضاحت وکړ چې د سهېلي پښتونخوا په ځینو سیمو کې چیغکې ته هم سارنګۍ ویل کېږي.) (عارف، سید خیر محمد، د ماتو غاړو فولکلوري او تاریخي پس منظر، ۶۶ م)

په ۱۳۹۰کال د هند په چندیګړ کې د فولکلور سیمینار و، زه هم دغه سیمینار ته بلل شوی وم، د سیمینار په یوه څنډه کې یو ماښام د ټاګور هال ته وبلل شوو، دا شپه د سندرو او ټنګ ټکور شپه وه، د هند د بېلابېلو قومونو ټنګ ټکور او نڅاوې نندارې ته وړاندې کېدې، د هند د بېلابېلو سیمو خلکو خپلې نڅاوې او سندرې وړاندې کړې، ددغې نندارې په بهیر کې له دریځه اعلان وشو چې اوس له افغانستانه یوه ډله سندرغاړي راغلي او هغوی به خپل هنر وښیي. د ظریف په نامه یو ربابي ، سلام لوګری او یو ډولچي دریځ ته لاړل. ربابي د رباب په پردو کې د “دا زموږ زېبا وطن” نغمه وغږوله، موږ ددې نغمې یا غږونو تر شا د هغو لفظونو او پیغام ننداره کوله او جمالیاتي حس په پارونې سره د خپل کلي او کور سردرو ته لاړو. ددې ملي ترانې ټنګ او ترنګ ته ټول ننداره کوونکي ودرېدل او په چکچکو یې دا نغمه بدرګه کړه، چکچکې او احساسات دومره زیات شول چې په تالار کې زیاترو خلکو نڅل، کله چې دا نغمه پای ته ورسېده، نو یوه میرمن راغله، دریځ ته ودرېده، ویې ویل:

– زه له دغه ربابي نه هیله کوم چې ماته هغه سندره وغږوي چې کلونه وړاندې زه له خپلې مور سره افغانستان ته تللې وم او هلته مې اورېدې وه، هغه سندره:

راشه جانانه! ورځ د دیدن ده

سبا به نه وي دیدنونه دیدنونه

راشه جانانه

هندوې دا سندره  په نیمکۍ ژبه د رباب له ترنګ سره زمزمه کړه، د رباب او ډول غږ دومره خوږ و چې د ټولو جمالیاتي حس یې راوپاروه، که څه هم لفظونه سم نه ادا کېدل، معنوي ټکر یې هم رامنځته کاوه خو د لفظونو تر شا چې د غږونو کوم ترکیب او ترتیب و، هغه پارونکی او اغېزمن و، نو ځکه خو ټول تالار د هغو غږونو انسجام او ترکیب ته پورته شو.

همدا ډول سینما چې هغه هم د یو ملت د کولتور استازولي کوي، د جمالیاتي حس په پارونه کې ونډه اخلي.

په ټوله کې د هرې ټولنې سینما، ډرامه، موسېقي، حکاکي، مجسمه جوړونه، میناتوري او شاعري د هغې ټولنې د هنرمن او ژوندي ملت د فکري او ذهني ښکلاییزو تجربو پایله ده، له همدې ذوقي او هنري پایلې یوه جغرافیه او ملت را پېژندل کېږي.

یوه خبره ډېره مشهوره ده چې موسېقي د روح غذا ده، په دې جمله کې روح، موسېقي او غذا درې توکي یا مفهومونه دي چې د لوستونکي او اورېدونکي پام ځانته را اړوي، همدغو درې واړو توکیو یوه لویه مسله په لنډه جمله کې ارانغاړلې ده، موسېقي د طبعیت د رنګونو د غږونو  انسجام او اوډون دی چې د زړه له حرکته رامنځته کېږي او په زړه اغېز کوي، د زړه له حرکت سره سمه بڼه مومي. د زړه حرکت ځانګړې موسېقي لري، که دغه حرکت له سُر، تال او لی ولوېږي، نو د وجود ټول حسونه مري. کله چې د طبعیت رنګونه او غږونه وایو، نو موخه مو ټول بشر دی. د بشر په رګونو کې  رنګین او آهنګین غږونه ساه باسي. ټول بشر که کاڼی دی، که بوټی، که ونه، که غنه، غر، سین ، سپوږمۍ، ستوري، لمر او… دا ټول د خپل وجود د رنګونو په اهنګینو غږونو کې حرکت کوي. دغه حرکت د دې ټولو توکیو له ګډ رنګین، آهنګین امتزاج او ګډونه موسېقي رامنځته کوي، دغه موسېقي یا غږیز آهنګین رنګین تړون زړونه پیوندوي او یو له بله سره عاطفي چلن کوي.

دا آهنګین رنګین حرکت له کوم ځایه راپیدا شو!؟ دغه حرکت د طبعیت د بېلابېلو توکو د رنګونو له غږونو رامنځته شو، دا هغه غږ دی چې هوا د طبعیت رنګونه او غږونه سره ملګري کړل، د دوی له اوډون او ملګرتیا نه خواږه غږونه راپیدا شول.ددغو خوږو غږونو انسجام چې د طبعیت د بېلابېلو توکیو له رنګونو او غږونو رامنځته شو او په زړه یې اغېز وکړ، موسېقي شوه. د طبعیت دا ټول توکي د یو لوی خالق په هنرمن ذوق را منځته شوي او روزل شوي دي.

موسېقي د ونو، بوټو او په ټوله کې د طبعیت د بېلابېلو توکیو د رنګونو له منظمو غږونو او ښکالو رامنځته شوې ده، کرنپوهان په دې اند دي چې د طبعیت خواږه او اغېزناک غږونه چې د طبعیت د بېلابېلو توکیو له رنګه یې رنګ اخستی دی، بېرته د طبعیت په رنګونو اغېز ښندي. کرنپوه منتظر شاه هاشمي مې ددې سکالو په اړه وپوښت چې موسېقي پر کرکیلي څومره اغېز لري او یو له بله سره څه تړاو لري که نه؟ نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې دغه سکالو له یوې خاطرې داسې را پیل کړه:

((له ننه ۴۳ کاله وړاندې د کرنې پوهنځي د درېم ټولګي زدکړیال وم. د جېنېټیک مضمون مو د درسي نصاب برخه وه، پوهاند صېب ډاکټر اعظم ګل دې الله ج وبښي د نباتي وراثت په اړه یې د جرمني ساېنسپوه مېندل (Gregor Johann Mendel) چې په 1856 زکال کې یې په نخودو ېوه څېړنه کړې وه، د هغې په پاېله اوطرحه شوو قوانینو یې لکچر ورکاو. ویل یې چې هغه په خپله باغچه کې د نخودو (Pisum sativum) په دې ډول باندې کار وکړ او د نخودو ارثي مطالعه یې وکړه. له لومړۍ څېړنې روسته یې په نخودو کې اوه ځانګړنې و لیدلې چې سره جلا جلا وې لکه د ګلونو رنګ، پر بوټي د ګلونو موقعیت، د دانې رنګ، د دانې ساېز،  د نخود د پلي ډبلوالی او اوږدوالی، ټيټ ولوړ او نور ځانګړنې یې مطالعه کړې. سره له دې چې په هغه وخت کې د کوم علمي بنسټ د مېندل دې نوښتونو ته ارزښت ور نه کړ او چا پې غوږ و نه ړپاو، خو روستېو څېړنو وښوده چې مېندل د نباتي وراثت د علم پلار دی.

د دې په ترڅ کې استاد دې ته هم اشاره وکړه چې د وراثت پوهانو د یو پلار او مور ېو ډول نباتي بچیان په دوو برخو ووېشل، دواړه برخې په ېو شان اقلیم، یو شان خاوره چې عضوي توکي او اوبه یې سره ېو ډول وې یا په بله مانا د خاورې ښېرازې اقلیمي ځانګړنې او نور شرایط یې سره ورته او مناسب وو، یو له بله په لرې واټن کې وکرل.  یوازې دویم ګروپ یې د موسېقي د څپو او اهتزازاتو سره مخ کړ، ېوازینی شی چې د دوی تر منځ توپير و همدا موسېقي وه چې د دوي په منځ کې یې سیالي راوستې وه. همدا و چې هغه نباتاتو ته چې موسېقي غږېدله، وده، لوړوالي او حاصل یې نسبت هغه بلې ډلې ته ښه و. څېړونکي وموندله چې هغه برخه نباتات چې د موسېقي د غږ سره مخ شوي وو لاندینۍ ځانګړنې یې درلودې؛

  • ونه یې لوړه وه.
  • تنه یې بلې ډلې ته نسبتا ډبله وه.
  • حاصل یې هغې بلې ته نسبتا لوړ و.

دا د استاد خبره وه چې په لکچر کې یې موږ ته له ننه څه دپاسه څلور لسیزې مخکې ذکر کړې وه. په تیوریکي توګه مو په دې اړه خدای شته چې مطالعه وکړه خو دلته په هېواد کې دېته لاره جوړه نه شوه چې د یوې څېړنیزې پروژې په کچه مطالعه شي. په هر صورت. موسېقي او د نبات د ودې اغېز د ېوې مودې لپاره په ساینسي ټولنه کې یوه په زړه پورې موضوع وه او ده. څېړونکو مطالعه کړه چې میوزیک څنګه پر نباتاتو اغېز کوي؟

وروسته بیا په کال 1962 کې د هند د انامالیه پوهنتون نباتپوه ښاغلي ډاکټر ټي، سي سینګ (Dr. T. C. Singh) له خوا په غوږوالۍ ګلي (balsam) نبات ېوه څېړنه ترسره شوه. هغوي نوموړي نباتات د دواړو موسېقیو،  لویدیځې کلاسیکې او راګا موسېقۍ د غږولو سره مخ کړل. هغوي بیا نظر ورکه چې نوموړو نباتاتو خپلې ژوند چارې د انسان په څېر د موسېقي د فریکانسونو سره برابرې او تنظیم کړې وې. دا څرګنده شوه چې نبات د موسېقۍ سره موافقه ښیي، د احصائیوي تحلیل له مخې البته هغوي وښوده چې شل سلنه یې قد یا ونه لوړه شوې او ۷۲ سلنه یې ژوندي توکي زیات شوي وو. په دې اړه نورې ډېرې تجربې هم شوي دي لکه د والتز موزیک چې د رشقې په تېغ وهلو باندې یې ژور اغېز درلود او د تېغ وهلو پروسه یې ګړندۍ کړې وه.

همداراز په چین کې هم ورته څېړنې شوي دي، هغوي ورته څېړنې په خوږو مرچکیو، بادرنګو، باټینګړو، پالکو، پنبې، وریجو او غنمو سر ته رسولي دي. کله چې نوموړو نباتاتو ته موسېقي غږول شوې ده، د هغوي معافیت یې هم حشراتو لکه کنې، نباتي سپږۍ، ویروسي ناروغۍ او نورو په مقابل کې هم لوړ کړی دی. نباتي نړۍ خو ډېره پراخه ده، بلې ډلې ګلاب د موسېقۍ سره وازمېییه، څرګنده شوه چې ګلاب د واېلن ځانګړې موسیقۍ سره مینه لري. ډیری نباتات د جاز کلاسیکې موسېقۍ په غږولو سره وده کوي او سخته فلزي موسېقي یې ګواښي. ځکه چې د فلزي موسېقۍ حرکتونه د نباتاتو لپاره خورا ګواښوونکي دي، ممکن دلیل یې دا وي چې نباتي حجره له حده زیاته هڅېږي .

په نباتاتو د موسیقۍ د اغېز مېکانېزم

موسېقي داسې نه ده چې د موسېقي الو لکه ډول په وهلو سره به نبات خپلو نیلو باندې ګوزار کوي، بلکې د غږ څپې نباتي حجرې هڅوي چې دا هڅونه کېدایشي مالیکولي هورموني هڅونه وي چې حجرې تشویقوي. هورمونونه ځانګړي کیمیاوي مالیکولي پېغامونه دي چې د نباتاتو په ګډون د ټولو ژوندیو موجوداتو په بدن کې د پېغامونو په لېږد کې ونډه اخلي. د بېلګې په توګه کله چې هوا سړېږي وحشي ژوي لکه پړانګ، زمری، مارکوپولو پسونه، هوسۍ او نورو په بدن کې همدا هورمونونه دي چې د هوا د بدلون خبر ورکوي او دوي بیا د پامیر د لوړو څوکو د واخان لاندې ټیټې نسبتا ګرمې ډډې ته راکوزېږي، دوي سره د اقلیم او جغرافیاوي بدلونونو کوم سیسټم یا نقشه نشته، همدا هومونونه دي چې دوي ته پېغام ورکوي چې موسم سوړ شو، ګرمې سیمې ته باید کوچ وشي ، همداسې د هوا په تودېدو سره بیا سړو سیمو ته مخه کوي.

نباتات هم ورته ځانګړنې لري کله چې نباتي حجرې چاپېریال ته ځواب وايي د دوي حجرې نورو حجرو سره اړیکه نیسي، دغه اړیکه او پېغامونه له ېوې حجرې و بلې ته د هورمونونو په مرستې سره لېږل کېږي او سر ته رسېږي. کله چې حجرې تشویق شوې، په نبات کې غذاي مواد یا خواړه د هورمونونو په مرسته هڅول کېږي چې د نبات په ټول بدن کې حرکت وکړي، نو په دې ډول د نبات وده هڅول کېږي او د نبات معافیتي سیسټم پیاوړی کېږي چې د ټولو خبرو غوره یې همدا ده چې د نباتي معافیتي سیستم په پیاوړتیا سره د ژوند چاپېریال ککړتیا هم ښکته راځي.

د څېړونکو موندنې

۱ـ د غږ اهتزاز د ضیايي ترکیب او سیګنالي هورمونونو د جینونو په ګډون د ۱۲۹۶ جینیونو په دنده کې بدلون راوستی.

۲ـ د اواز تکنالوجي کولای شي چې د نباتي معافیتي سیستم پیاوړی کړي.

۳ـ د ضییايي ترکیب عملیه چټکه شي او کېدای شي د کیمیاوي سرو د استعمال کچه هم را ټيټه کړي چې د ژوند د چاپېریال ککړتیا کچه به هم ور سره راټیټه شي(Hassanien 2014)..

۴ـ ځنې نباتي ډولونه شته چې د موسېقۍ غږولو سره وده کوي.

۵ـ کېدای شي چې د ځینو د ودې لپاره ګټور نه وي او وده یې ودرېږي.

که څه هم دوي وموندله چې د میوزیک او نبات وده په کرنه کې او همدارنګه په شنو خونو کې ترسره شوي او داسې ښکاري چې موسېقي غږول په حقیقت کې د نباتاتو وده هڅوي! خو، دا خورا ساده کار نه دی، او د دې موندنو په اړه لاهم یو څه تناقضونه شته دی. یو څه مطالعو ښودلې ده خو ځنې څېړونکي لا ورسره موافق نه دي. تر هغې چې کرنیزه څېړنه د ېوې سیمې ترڅنګ په لویه کچه مطالعه نه شي، په کرنه کې څېړونکي نشي کولای چې د هغې د ترویج لارښونه وکړي.))

پر کرکیله د موسېقۍ د اغېز په باب یوه ژوندۍ بېلګه له (  دیر نواب ـ یونلیک) را اخلو، په دې بېلګه کې پر کرکیله د موسېقۍجوت اغېز ګورو:

((د رحمت الله جوار

…پر سين واوښتو، پورې غاړې ته کروندې وې، د کروندو په بر سر کې يو ښوونځی و، پر وره يې ليکل شوي وو:(بين بېراړي پرايمري سکول)

زموږ گل احمد يار په همدې ښوونځي کې تورې تختې ته ولاړ و چې زموږ د پلونو ښکالو يې تر غوږ شوه، نو تخته يې پرېښوده او رامنډې يې کړې، له لاسه يې ونيوم، د ښوونځي ښوونکي او زده کوونکي به چې په مخه را تلو، نو ده به په شدومد ورپېژندلم.

د ښوونځي پر بل وره ووتو، اخوا د جوارو پټي وو، وږو لا د ډاډې اور ته څڼې نه وې ږومنځ کړې، گل احمد د جوارو يو پټي ته گوته ونيوه:

ـ استاد جي! دا پټي د رحمت الله خان دي.

زه له ځان سره وايم چې دا رحمت الله خان به کوم تاريخي شخصيت وي چې گل احمد يې پټی را وښود او که په دې پټي که څه کمال دی؟! پولې لکه د صراط پل له ويښته باريکې او له تېغ تېرې وې، خو هغه د محمدنور ماما خبره چې:

هغه به پرې درومي چې صادق وي مسلمان

پر دې پولو هغه سړي ښه مزل کولي شي چې پولو يې څپلۍ خوړلې وي. د گل احمد پلونه خو پرې سم په منډه منډه نڅېدل، خو ما لکه د جونگي پرې يو يو گام اخيست، خبره را نه پاتې وه، گل محمد ته مې مخ واړاوه:

ـ د پولو په ننداره شوو، هغه د رحمت الله پټی را نه هېر شو.

هغه سترگۍ سترگو ته کړې، مخ يې را واړاوه:

ـ هغه پټي کې يو کمال و، کمال دا و چې ده به خپلو جوارو ته سندرې غږولې!

ـ سندرې؟!

ـ هو، ويل به يې چې جوار سندرې واوري، نو ښه حاصل کوي.

ـ بيا به خبره رښتيا هم همداسې شوه؟

ـ هو تر ټولو کروندو به د رحمت الله ددغه پټي زيات حاصل کاوه.

ما غاړه تاره کړه:

ـ گوره! د ترنگ، شرنگ او ټنگ دا ټول د طبيعت په غېږ کې د بېلابېلو غږونو له تصادم، تضاد، تناسب، امتزاج او يو له بله سره توافقه را منځته شوي دي. موسيقي د طبيعت په رنگونو او شور کې نغښتې ده، د رنگونو دغه ښکالو او شور د ماښام د تيارو، سپوږمۍ، ستورو، لمر، ورېځو، زول، توپان، تالنده، برېښنا، پسته اور او د باران په نڅېدو کې نغښتي دي.

له موسېقۍ منکر د طبيعت د رنگونو ښکالو، شور او ښکلا نه پېژني، په غوږونو کاڼه، په سترگو، زړه او ذهن ړانده دي. بختور هغه خلک دي چې پر پنځو حواسو سربېره يې شپږ نور حواس هم بيدار وي. د ډوډۍ غږ په لوږه له ټپاري وپېژني. هغوی چې د زړه سترگې يې ړندې، مړې او کڼې وي، هغوی د ښکلا د خالق له لورېيينو ناخبره دي.

په دې بوټو، ونو، غنو، کاڼو، غرونو، سيندونو، اوبو، شرشرو، گلڅونو، گارو، لارو او کمرونو کې يو پټ او ښکاره شور نغښتی دی، دغه شور د ټنگ، شرنگ، ترنگ او ټکور دی چې د زړه پر پرده د خپلو وږمو ښکالو نڅوي. دغه ښکالو چې پر شونډو ونڅېږي، شعر ترې جوړ شي چې د زړه تارونه وترنگوي، نو ټنگ ټکور شي چې مجسمه شي، نو پژۍ شي چې په کرښو کې نقش شي نو انځور شي چې په غږونو کې را ونغاړله شي، موسېقي شي چې پر پردو تمثيل شي، نو ډرامه او فلم شي چې له لفظونو سره ټنگ ټکور ملگری شي، نو سندره شي.

خالق پخپلې لورېيينې او ښاېست دا دنيا ډېره ښاېسته او ښکلې پيدا کړې ده، ددې ښکلا لپاره يې ښکلی انسان پيدا او پر ټولو کايناتو خليفه کړ.

رحمت الله خان د ښکلا د خالق پر دې لورېيينې پوه شوی دی، ځکه د خپلو بوټو پالنه او روزنه پر سندريزو غږونو کوي.

فصل به يې هم خوږ وي، گل احمد سترگۍ لرې کړې:

ـ فصل يې تر بل هر پټي خوږ دی.)) ( ازمون، لعل پاچا، د دیرنوابه، ۴۰ م)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب