Homeخبرونهتورخم دروازه بیرته پرانیستل شوه

تورخم دروازه بیرته پرانیستل شوه

تاند (۲شنبه، د جوزا لومړۍ ) د تورخم دروازې لپاره د طالبانو د کمېسارۍ چارواکو ویلي، چې تورخم دروازه د درې ورځني موقت ځنډ وروسته نن دوشنبه د مسافرو پر مخ د پخوا په څیر خلاصه شوه،

یاده لار د جمعې په ماښام پاکستان هېواد له لوري درځو لپاره په موقت ډول تړل شوې وه، چې نن دوشنبه یې د مسافرو پرمخ خلاصه کړه .

تورخم کې د طالبانو کمیسار د دغې لارې د تړل کېدو علت د پاکستان له لوري نویو ودانیو ته د زړو دفترونو انتقالول ښودلی و.

د جمهوري نظام په وروستیو کې پاکستان او افغان چارواکو تورخم کې جوړه شوې دروازه پرانیسته، چې توندو غبرګونونو سره مخ شوه.

د دې دروازې له پرانیستل کېدو وروسته، د دروازې پورې غاړې ته پاکستاني چارواکو ګڼ تاسیسات جوړول پيل کړل، چې اوس بشپړ شوي او عملاً استفاده ورڅخه پيلیږي.

افغان څارونکي د پاکستان دا هڅې او د افغانستان د مخکینیو او اوسنیو چارواکو ناغېړي د ډیورنډ فرضي کرښې د رسمیت موندلو زمینه جوړونکي ګڼي او نیوکې ورباندې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...