مبارکه ونه (څلورمه برخه)
عربان وایي دوه اصحابان لا هم ژوندي دي چې یو د اُحد غر دی او بل همدا مبارکه ونه. دا مبارکه ونه د اردن له پلازمېنې عمان نه ۱۵۶ کیلومتره لرې د مکې او دمشق پر زاړه سوداګریزه لاره په یوه وچه دښته کې له ۱۵۰۰ کلونو راهیسې ولاړه ده. جالبه خو داده چې په دغه وچه او سوځنده دښته کې له دې ونې پرته بل هېڅ شین بوټی نه لیدل کېږي.
تر غرمې وروسته بسونو ته وختلو چې مبارکه ونه وګورو. زموږ بس تقریباً دوه ساعته مزل وکړ چې ما پرته له تورو لمر وهلو تېږو او وچې دښتې بل شی نه دی لیدلی. ځای ځای به په دښته کې د کوچیانو کېږدۍ او اوښان لیدل کېدل. انسان حیران شي چې دوی په دغه وچه دښته کې چې شین بوټی په کې نه شته څنګه ژوند کوي.
د استاد مهدي عربي او انګریزي نعتونو لږ وځنګولو بېرته چوپه چوپتیا شوه. زه د بس له کړکۍ شاوخوا دښتې ته ګورم. په یوه وچه او سوځنده دښته کې یو سړی د اوښانو خواته روان دی. زما شاته بلقیس پر یوې بلې مېرمنې غږ کړ هغه شاعر به دغه وي. دواړو وخندل. د شاعر د نوم له اورېدو سره مې سودا شوه. شاته سیټ ته مې مخ واړوه:
- کوم شاعر.
- ته نه یې خبر.
- نه، زه له شعر او شاعرۍ سره مینه لرم خو نه پوهېږم کوم شاعر یادوې.
- هغه د ټرمپ لور ټیفاني ته یې چې شعر لیکلی و ههه.
- د ټرمپ لور ته.
- هو کنه، ګوګل کې د فلیح الجبور ریباري ولټوه.
تلوسه مې نوره هم زیاته شوه.
ګوګل مې خلاص کړ. د فلیح الجبور ریباري مې ولیکه.
د اردن یو مشهور بدوي شاعر له ټرمپ نه په یوه عربي نظم کې لور غوښتې او دا نظم یې په خپل اواز په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی. جالبه داده چې د ټرمپ لور ته یې د ۵۰ اوښانو، ۲۰۰ خالص عرب اسونو او ۱۴ جریبه صحرایي ځمکې مهر منلی او یو عجیب شرط یې وړاندې کړی. شرط دادی چې ناوې یې ښایسته ده، له واده وروسته دې د اردن په دښتو کې بې حجابه نه ګرځي چې دی به له تربورانو سره په جنجال واړوي.
په اخره کې یې هیله کړې چې ټرمپ دې مرکه نه نهیلې کوي.
یوه شېبه مې دې نظم ته زړه کې وخندل. که شاعر ټوکه هم کړې وي زه ټوکو ته بیخي په بله سترګه ګورم. ټوکې د ټولنې هندارې او د حکمت چینې دي. د موټر له کړکۍ مې وکتلې. رښتیا هم عجیبې او غریبې دښتې دي. لږ وړاندې د سړک نه لرې یو کور ښکاره شو چې چاردیوالي یې نه لرله. یو سپینږیری یې مخې ته ناست و. ماته یې خپل کور وکلی رایاد کړ.
یو وخت چې موږ لغمان کې د غونډۍ پر سر نوی کور جوړ کړی و، کاکا به مې همداسې یوازې د دیوال سیوري ته ناست و. خلکو زموږ بې چاردیوالۍ کور ته ببرک تاڼه ویلې. زړه کې مې ویل زموږ کلیوال که دا کور وګوري نو څه نوم به ورباندې کېږدي.
له ښایسته مزل وروسته بس له پاخه سړک نه خامه لارې ته واوښت او د سفر لارښود اعلان وکړ چې اوس موږ صفوي نومې ځای کې یو چېرته چې همدغه مبارکه ونه ولاړه ده. پر یوه زاړه خامه سړک تر یو څو دقیقې مزل وروسته بسونه ودرېدل. هوا معتدله او لمر ښه په خوند ځلېده.
له بس نه چې ښکته شوم، ډوبېدونکی لمر پر دښته شاعرانه شغلې کولې. ډېر خوندور مازیګر و. د بس ډریور نه مې وغوښتل چې یو دوه عکسونه مې واخلي. زما پر موبایل یې څو کاږه واږه عکسونه واخیستل:
- صحیح دي.
- بد نه دي.
- دا ځای له عربستان نه څومره لرې دی؟
- د موټر یو ساعت لاره ده.
- ښه نو بیا دومره لرې نه دی.
مبارکه ونه دسړک چپ لاس ته شاوخوا دوه سوه متره لرې ولاړه ده. څنګ ته یې یوه ودانۍ ده چې هلته د ونې د ساتلو لپاره موظف کسان اوسېږي. له خامه سړک نه تر ونې پورې یوه سمټي لاره جوړه شوې او له ونې چار چاپېره د یو نیم متر په اندازه لوړ دیوال دی. موږ د خپل سفر له اصولو سره سم په صلوات، نعتونو ویلو او دایره غږولو ښه په منظم ډول د ونې دیدن ته ورغلو.
موږ چې کله د ونې خواته لاړو، ځینو ملګرو نفلونه وکړل، ځینو عکسونه واخیستل. وروسته زموږ د سفر دوو عالمانو معلومات راکړل.
د تاریخي او لرغونو څېړنو له مخې دا همغه ونه ده چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې تر سیوري لاندې دمه کړې او همدلته بحیره نومي راهب د هغه کاکا ابوطالب ته وایي چې دا ماشوم به یو وخت د زمانې یو عظیم شخصیت وي.
کیسه داسې وه چې قريشو به هر کال دوه سوداګريز سفرونه کول، يو په ژمي کې يمن ته او بل په دوبي کې شام ته. په قران کریم کې یم هم د رحلة الشتاء و الصیف په نامه یادونه شوې ده.
دا ځل د اوښانو او انسانانو کاروان له مکې د بصرې ښار ته چې په هغه زمانه کې د شام لوی او مهم تجارتي مرکز و روان شو. ابوطالب سره له دې چې نه غوښتل وراره یې له ځان سره بوځي ځکه د سفر ستړیا او ګرمۍ یې پرې نه لورېدلې خو د سفر لیوالتیا یې د هغه مبارک په سترګو کې ولیدله او خپه یې نه کړ. په روایاتو کې اختلاف دی، ځینې وایي د نهو کلونو و او په ځینو روایاتو کې د دولسو کلونو یاد شوی. د قریشو کاروان روان شو. تر یو څه مزل وروسته کاروان داسې احساس کړ چې دا ځل سفر هغسې ستړی کوونکی او لمر هغسې لکه پخوا سوځونکی نه دی. ان کله کله به یې ولیدل چې وریځې ددوی پر سر روانې وي چې لمر یې په تکلیف نه کړي. هېڅوک نه پوهېدل چې څه کیسه ده خو ډېرو به ویل چې په دې سفر کې عجیبه غوندې کیف او بل ډول خوند دی.
همدې ونې ته نږدې یوه صومعه او کلیسا وه چې د بحیرا په نامه د مسیحیانو یو لوی راهب په کې اوسېده. بحیرا د خپل کور پر بام ولاړ دی چې د کاروان ګرد وغبار ته یې پام شو، ورو ورو کاروان نږدې کېږي او بحیرا ویني چې وریځې د کاروان پر سر سیوری کوي. دی د خپلو پخوانیو مطالعاتو او ریاضتونو پر اساس فکر کوي چې په دې کاروان کې داسې څه شته چې په نورو کاروانونو کې نه لیدل کېده.
د قریشو کاروان به هر کال پر دې لاره تېرېده، خو بحیرا به کله هم ورته له کوره نه راوتلو او خبرې یې ورسره نه کولې. ابن هشام له ابن اسحاق نه نقل کوي چې کله د قریشو کاروان تر همدې مبارکې ونې لاندې دمه شو، نو بحیرا په خپله ورپسې ورغي چې تاسې ټول زما مېلمانه یاست. له محمدصلی الله علیه وسلم پرته چې هغه د کاروان مالونو ته پاتې شو ټول کسان د بحیرا کورته ورغلل. بحیرا راهب یو یو میلمه تر سترګو لاندې څاري خو دی چې د هغو سترګو په انتظار دی هغه په مېلمنو کې نه لیدل کېږي. له کاروانیانو پوښتنه کوي چې څوک خو به پاتې نه وي، ابوطالب وایي یو ماشوم پاتې دی، بحیرا ټینګار کوي چې هغه هم راوغواړئ. کله چې محمد صلی الله علیه وسلم د بحیرا راهب کورته ننوځي بحیرا پوهېږي هغه مبارک انسان چې دی یې په تمه دی ښایي همدغه وي. د ډوډۍ خوړلو پر وخت د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ترڅنګ کښیني د خوبونو او خویونو باره کې یې پوښتنې کوي. په لات او عزات قسم ورکوي چې رښتیا به راته وایې. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورته وایي هغه نومونه راته مه یادوه چې زما نه خوښېږي. بحیرا چې به کوم ځوابونه ترې واورېدل ټول به هماغه و چې ده په کتابونو کې دده د اوصافو او نښو باره کې لوستي وو.
له ابوطالب نه پوښتنه کوي:
- دا ماشوم دې څه دی؟
- زوی مې دی.
- هېڅ امکان نه لري چې دا دې ستا زوی وي.
- وراره مې دی. د مور په نس کې و چې پلار یې وفات شو.
- مور یې ژوندۍ ده؟
- نه، هغه هم وفات شوې ده.
- ګوره اوس چې درته څه وایم ښه په دقت یې واوره. دا ماشوم بېرته خپل ښار ته بوځه او پام پرې کوه. قسم په خدای هغه څه چې زه دده په اړه پوهېږم که یهودان پرې خبر شول ده ته به زیان ورسوي.
ابوطالبه! ستا دا وراره به د زمانې یو عظیم انسان شي، هغه چې لازم و ما درته وویل نور خپله پوی شه.
همدا و چې ابوطالب په دې سفر کې ژر ژر خپل کارونه خلاصوي او بېرته مکې ته روانېږي.
رضوان راته وویل چې د اردن شهزاده غازي چې پر همدې موضوع یې څېړنه کړې وایي چې د ونې موقعیت د اردن په شمالي صحرا کې صفوي ته نږدې دی. دده ټیم په کیندنو کې د ونې ترڅنګ د رومي سړک پاتې شونې وموندلې، دوی تایید کړې دا هماغه لاره ده چې پخوا زمانه کې به له مکې نه د عربو کاروانونه د اوسني شام بصرې ته تلل. د شهزاده غازي ټیم ونې سره څه لږه فاصله کې د بازنطین خانقا هم موندلې ده او د بحیرا راهب د کور نښې هم جوتې شوې دي. دده په نظر د ونې د اوږد عمر یو دلیل دا هم کېدای شي چې کله بارانونه وشي د ونې شاوخوا ډېرې اوبه راټولېږي چې بیا تر ډېره وخته ولاړې وي. ښایي له همدې امله راهب ته بحیرا هم ویل کېږي.
سره له دې چې ددې تاریخي روایت د رښتینوالي په اړه اختلافات شته. خو کله چې زه ددې ونې تر سیوري لاندې ناست وم هېڅ عقلي دلیل مې پیدا نه کړو چې ولې په دا دومره لویه دښته کې بل هېڅ بوټی نه شته او یوازې همدا یوه ونه ولاړه ده. تر ونې لږ ها خوا د قریشو د کاروان له لارې لا هم هماغسې خړ ګردونه پورته کېږي. که ژوند و پر همدې لاره به څو ورځې وروسته له شام نه بیت المقدس ته ځم او هغه سپېڅلي قدمونه به څارم.