د موسی علیه السلام د قبر زیارت
څوارلسمه برخه
نن د بیت المقدس هوا بیخي لکه زموږ د میشیګن ایالت غوندې وه. د امریکې په میشیګن ایالت کې هوا بیخي د وړاندوینې وړ نه ده. لمرینه ورځ کې به باران وي یا به هوا سړه شي، خو کله کله بیا د باراني ورځ وړاندوینه شوې وي او لمر به سترګه شخه نیولې وي. پرون د لته د تیز باران وړاندوینه شوې وه، خو نن سهار نری باران وشو او اوس دادی لمر دی. موږ د ماسپښین لمونځ په اقصی جومات کې وکړ او د یهودو دښتې خوا ته وخوځېدو چې د موسی علیه السلام قبر وګورو. له اقصی جومات نه زموږ تر هوټل پورې چېرته چې بسونه ولاړ دي د زاړه ښار په ډبرینو او تاریخي کوڅو کې شاوخوا لس دقیقې لاره وه. کله چې په دې کوڅو کې روان یې فکر کوې څو زره کاله شاته تللی یې او ځان د تېرو پېړیو په بازارونو کې ډوب مومې. د لرغونو ډبرینو دیوالونو له خوا دا محاصره شوی ښار د ډېرو تمدنونو د زوال او عروج شاهد دی. له یوې کوڅې نه بلې ته لاره او بیا هره کوڅه کې یو عبادتځای یا کلیسا. سر پټ بازارونه، تونلونه، د دوکانونو لوحې چې په مختلفو ژبو لیکل شوي داسې ښکاري لکه په وران کلي د ګلو باغ. د ډول ډول مسالو او خوړو بویونه، ځای ځای د پیشوګانو ښکلې سترګې، رنګ رنګ رختونو، روښانه سرامیکي تختو او لاسي صنایعو پورې ټول هغه څه دي لکه خزانې او کیسې چې سره غاړه غړۍ شوې وي. پر لاره مې د ډېرو شیانو اخیستلو ته زړه خارښت کاوه، خو هر ځل چې به کوم دوکان ته تاو شوم. زموږ د کاروان مشر طارق به راته ویل چې وارخطا کېږه مه، دلته شیان لږ ګران دي کله چې بیت لحم ته لاړو هلته به یې واخلو. هم به یې ګټه مسلمانانو ته ورسېږي او هم به سودا ارزانه واخلې. طارق دلته ډېر راغلی دی. هغه راته وویل چې د اسرائیلو حکومت دلته د زاړه ښار پر دوکاندارانو چې زیاتره یې مسلمانان دي مالیه زیاته کړې ده. موخه یې داده چې دا خلک د مالیې د ګرانښت له امله کورونه او دوکانونه پرېږدي او کرار کرار یې پسې واخلي. په بیت لحم کې چې واک یې د فلسطیني ادارې په لاس کې دی دومره مالیه نه شته نو ځکه زیاتره مسلمان زایرین خپلې سوداوې هلته اخلي.
د هوټل مخې ته دوه بسونه ولاړ وو چې موږ د حضرت موسی علیه السلام وروستي ارام ځای ته ورسوي. بسونو ته چې وختلو زموږ د سفر د همیشني کلتور له مخې شیخ مجید د ډرایور شاته سیټ نه راپورته شو او د موسی علیه السلام د زوکړې، شخصیت، معجزو او د فرعون په مقابل کې د مبارزې په اړه یې خبرې وکړې. شیخ مجید د موسی علیه السلام د ژوند داستان د قران کریم له سورت یوسف نه پیل کړ. حضرت یوسف علیه السلام چې کله د مصر محبوب او واکمن شو نو وروسته یې خېلخانه هم له کنعان څخه مصر ته راغله او د وخت په تېرېدو د مصر په خاوره کې د بني اسرائيلو اولاد زیات شو. په ځینو تاریخونو کې راغلي چې دوی شپانه وو نو حضرت يوسف علیه السلام دوى ته په مصر كې ځمکه وركړې وه چې هلته به يې خپل پسونه څرول. پېړۍ وروسته یې اولادونه زیات شول نو د مصر واکمنانو سره ویره پيدا شوه چې بني اسرائیل به په تدریج سره ځواکمن شي او د مصر واکمنۍ ته به خطر پېښ کړي. د وخت فرعون وپتېیله چې د بني اسرائیلو د ډېرښت مخه ونیسي نو هر کال به یې ددوی نوي پیدا کېدونکي هلکان وژل. په ځینو روایتونو کې راغلي چې دوی پریکړه وکړه چې یو کال هلکان ووژني او بل کال به یې ژوندي پریږدي. د شیخ مجید د معلوماتو پر اساس هارون علیه السلام چې د موسی علیه السلام ورور و په هغه کال کې زیږیدلی و چې هلکان نه وژل کېدل، خو حضرت موسی علیه السلام په هغه کال پیدا شو چی هلکان باید وژل شوي وای. دده په وینا د فرعون کلمه د مصر ټولو پاچاهانو ته ویل کیده. لکه څنګه چې د ایران پاچاهان کسرا بلل کېدل. ځينو نورو روایتونو کې بیا راغلي چې د حضرت موسى علیه السلام تر پیدایښت دمخه فرعون ته کاهنانو او نجومیانو خبر ورکړی و چې په بني اسرائیلو کې به یو هلک پیدا شي چې ستا پاچاهي به له منځه یوسي. له همدې امله یې چارواکو ته امر وکړ چې د بني اسرائيلو کومه ښځه چې زوی وزېږوي سمدستي دې ووژل شي. وروسته د خدای جل جلاله اراده داسې وه چې د همدې فرعون په کور کې موسی علیه السلام ستر شو او دده ږیرې ته یې لاس واچاوه. ارواښاد محمد صدیق پسرلی وایي:
عام ذهنيت ټيټ دی چې مني د سامري سخوندر
لاس چې د فرعون ږيرې ته اچوي موسی منم
د موسی علیه السلام یادونه د قران کریم په ۴۲۰ ایتونو او ۳۶ سورتونو کې ۱۳۶ ځلي شوې ده. معجزې او کیسې یې د عبرت په توګه خلکو ته وړاندې شوي دي. زه یې په اړه ډېر تفصیل ته اړتیا نه وینم، خودومره به ووایم چې شخصا ماته موسی علیه السلام د صبر، زړورتیا او د ظلم پر وړاندې د نه ستړې کېدونکي مبارزې سمبول دی. له ماشومتوبه مې د موسی علیه السلام د معجزو په اړه لوستي او کیسې یې راته په زړه پورې دي. له تیږې نه د ویالې بهیدلو، له امسا نه یې د ښامار جوړېدلو، په رود نیل کې د لارې ایستلو او له حضر علیه السلام سره د سفر او ملګرتیا معجزې او حکایتونه یې زما په ذهن کې حک شوې دي. نن چې د موسی علیه السلام قبر ته روان یم د ممتاز اورکزي دا بیتونه مې هم چېرته مخې ته راغلل چې وایي:
په تېره توره د ګناه او ثواب دوه ځایه شو
سرینده دوه ځایه صاحبه رباب دوه ځایه شو
مونږ هم فرعون سره یو مخامخ ای لویه خدایه
نه شوه لکړه اژدها نه دریاب دوه ځایه شو
موږ هم د خپلې زمانې له ډېرو لویو لویو فرعونانو سره مخ یو چې دا څلوېښت کاله یې زموږ په ګران افغانستان کې اور بل کړی دی او دا اور لا هم بلېږي او زموږ کورونه او هډوکي سوځوي. کاش لکه موسی علیه السلام موږ ته هم خدای پاک همداسې له معجزې ډکه لکړه په لاس راکړې وای چې ددغو فرعونانو سرونه مو پرې مات کړي وای. زموږ موټر ښه په طبیعت روان دی او د علمای کرامو خبرې هم روانې دي. د موسی علیه السلام زیارت د بیت المقدس ختیځ ته د یهودانو په دښته کې په شل کیلومترۍ کې موقعیت لري، دا دښته د نړۍ تر ټولو لنډه دښته ده چې پنځلس زره کیلومتره مربع مساحت لري. د ځمکې د سختوالي، د بادونو د وحشت او د کښتونو د نشتوالي سره سره، دا د پیړیو راهیسې د سیاسي او مذهبي افراطیانو لپاره نه ستړي کیدونکي بستر دی. تر يو وخته پورې فلسطيني مسلمانانو د حضرت موسى علیه السلام زيارت ته د جشن په توګه د جلوسونو په بڼه راتلل. د دې جشن مراسم د سلطان صلاح الدین ایوبي لخوا د بیت المقدس تر فتحې وروسته رواج شوي وو، خو اوس هغسې جلوسونه نه راځي.
جیریکو چېرته چې همدا دښته ده، د یهودو د صحرا په یوه کونج کې دی. دا ښار د دمشق په څېر د نړۍ تر ټولو زوړ ښار بلل کېږي، روایتونه ښيي چې د عیسی علیه السلام له زېږېدو نهه زره کاله مخکې دلته خلک اوسېدل.
په یو ځای کې د عربو کوچیانو ځینې کوچنۍ کېږدی ښکارېدلې. خو دا بیا د هغو کوچیانو غوندې نه ښکارېدل چې د اردن په دښتو کې مې لیدلي وو. د اردن کوچیان لږ عصري دي. ډاډسن موټر او ټیکټر یې له لرګینو کوټو سره ولاړ وي، هغوی د کېږدیو ترڅنګ سیارې لرګینې کوټې لرلې، خو دا کوچیان ټول لکه د افغانستان د کوچیانو غوندې د کېږدیو سیورو ته ناست دي.
محمدرسول مې غوږ ته مې مړ مړ لګیا دی، چې په عربانو کې هیڅوک تر دغو کوچیانو ښه چوپان کباب او منسف نه شي پخولی. منسف یو ډول عرب پلو دی چې د وزې د شیدو له غوړیو سره جوش کیږي، غوښه یې له نرمو مصالحو سره ګډیږي او د څو ساعتونو لپاره پریښودل کیږي، بیا د زعفرانو، کاجو، پستې سره په وريجو کې ګډېږي. په زړه کې وایم، وه سړیه! ولې مې هسې په وږو کولمو ګوتې وهې، ما نه سهار چای څښلي او نه مې غرمه چندانې ډوډۍ خوړلې. غرمه یو ښایسته ځوان د عربي برګرو ددوکان مخې ته ولاړ ، لاړم چې برګر ترې واخلم ویل یې د کوم ځای یې؟ چې د افغانستان نوم یې واورېد، والله والله چیغې یې کړې، په ماته ګوډه انګریزي راته وایي چې ډېر مې زړه غواړي افغانستان ته جهاد لپاره ولاړ شم. یاره خو داسې مې ورته فشار جیګ شو ما ویل یو نېغړک یې ووهم، خو بیا مې حوصله وکړه. جلال الدین کاکا مې دې خدای وبخښي دغسې ناپړېته چې به یې واورېدله د لاس څلور ګوتې به یې یو ځای کړې او د زنې لاندې به یې سړی داسې ووهه چې ژامه به یې ور کږه کړه. لغړزنیه! موږ څلور کونجه دنیا ماته کړه، ته له څو تنو اسرائیلو ځان نه شې خلاصولی هلته جهاد ته روان یې او بیا د چیشي جهاد؟ زما له هغه کلیوال سپین ږیري سره جهاد چې ټوله ورځ یې د جومات برنډه کې تېرېږي او که له بورې مور سره چې یو درځن کونډې او یتیمان ورته ناست دي. موږ لکه چې واښه خورو.
د محمدرسول د کبابو او منسف صفتونو ته مې غوږونه کاڼه کړل. لکه زه چې بیخي په خوړو کې دلچسپي نه لرم. د موټر له ښېښې مې نظر د دې پراخې دښتې په شګلنو غونډیو کې څرېده. یو شپون را ښکاره شو چې ورو ورو یې خپل پسونه څرول. لږ لرې د سړک پر غاړه یو اوښ لکه د یوه ناکام عاشق له دنیا بې پروا ناست و. د دښتې په ننداره بوخت وم چې د شیخ عمر غږ مې چرتونه ګډوډ کړل. دی چې کله خبرو ته پاڅېږي نو بیا په هر مخاطب هم کله کله غږ کوي. ده د موسی علیه السلام پر زړورتیا او صداقت خبرې کولې. ویل یې قبطی ظالم به سپین ږیري او بې وسه خلک ځورول او وهل، خو هېچا یې مخې ته سوڼ نه شو کولی. سره له دې چې موسی علیه السلام د خپل ښار کوم خان او ملک هم نه و. مګر د ظلم مقابل کې چوپ پاتې کېدل یې زړه او ذهن ونه منل نو د قبطي لاس یې ونیوه، خو قبطي په خبره پوی نه شو. ده هم پیغمبري څپېړه ورکړه او قبطي بیا له ځمکې پورته نه شو.
به دې سفر کې زه داسې احساسوم چې زموږ شیخان لږ لږ سیاست هم کوي. هغه بېلګې او کیسې انتخابوي چې د فلسطین له ننني وضعیت سره اړخ لګوي. شیخ عمر ویل موسی علیه السلام مجبور شو چې له مصر څخه وتښتي او مدین ته ولاړ شي. هلته بیا په مدین کې د یوه کوهي پر غاړه د شعیب علیه السلام لور سره مخ کېږي او د رښتینولۍ او حیا ننداره وړاندې کوي. دا رښتینولي او حیا ددې سبب شي چې حضرت موسی علیه السلام په مدین کې د سپین ږیري پیغمبر شعیب علیه السلام له لور سره نکاح وتړي او شاوخوا لس کاله هغوی سره د شپانه په توګه کار وکړي. په څلوېښت کلنۍ کې الهي وحي پرې وشي، پیغمبر شي او بېرته له یوه معجزه یي لکړې سره د فرعون مقابلې ته ورشي.
زموږ بسونه د غرونو په منځ کې له غځېدلي پاخه سړک نه یوه خامه سړک ته تاو شول. دا لاره د خړو غونډیو په منځ کې مخامخ یوې بلې غونډې ته غځېدلې ده. شاوخوا ځمکه سپېره ده، ونې په کې نه شته خو بوټي په کې یو نیم ځای ښکاري. د لارې دواړو خواو ته لویې او وړې غونډې دي. څو متره مخکې د خامه سړک چپ لاس ته پر یوه غونډۍ یوه لویه هدیره ده. شیخ عمر وویل دا د مسلمانانو هدیره ده. زیات په کې هغه کسان ښخ دي چې یو وخت په همدې لاره حج ته تلل او په لاره کې وفات شوي. دا لاره سیده مکې معظمې ته تللې ده. موټر له شاوخوا پنځه دقیقې مزل وروسته د غونډۍ پر لمنه ودرید او موږ د موسی علیه السلام زیارت ته ورسېدلو. پر یوه غټه لوحه لیکل شوي وو:
و کلم الله موسی تکلیما
په یو حدیث مبارک کې له ابوهریره نه روایت دی چې نبي علیه السلام وفرمایل: قدس شریف ته نږدې دیوې لویې لارې څنګ ته د سره غره په لمنه کې زما د ورور موسی علیه السلام قبر دی. که زه هلته وای نو خامخا یې زیارت ته تلم. عیسیویان او یهودیان دا ځای د موسی علیه السلام د قبر او زیارت په توګه نه مني. هغوی د اردن سیند لویدیځې غاړې ته د نیپو غره په لمنه کې د موسی علیه السلام دفن کېدل مستند بولي. موږ ته زموږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبره مهمه ده. اوس خو دادی دغه ځای زه په خپلو سترګو ګورم، له نن نه پنځلس سوه کاله دمخه چې نبي علیه السلام د کومې لویې لارې او د سره غره د لمنې یادونه کړې دا ځای کټ مټ هماغسې دی.
د زیارت مخې ته یو څو کانتینرونه ایښی، ډول ډول جوسونه، چپس او بسکیټ، سیپارې او لاسي صنایع په کې خرڅېږي. د دوکانونو شاوخوا شنې ونې ولاړي دي او یوې خواته یې یو لوی چمن هم کرل شوی دی. له دې پرته په دې لویه دښته کې نه کومه ابادي شته او نه شنه ځمکه. د غونډۍ له سره چې وګورې د اردن په سرحد کې مړ سمندر ښکاري او بل طرف د فلسطین ځینې برخې لیدل کېږي.
زما چې د زیارت لیدلو ته سودا وه، تر نورو دمخه زیارت ته ننوتم. د موسی علیه السلام د قبر خواته جومات کې مې دوه رکعته نفل وکړل، دده او نورو مسلمانانو په حق کې مې دعا وکړه، بېرته راووتم چې په انګړ کې دننه د کوټو او تعمیر ننداره وکړم. دا یوه لویه دوه پوړیزه ودانۍ ده چې په سر کې یې د ګنبدونو کمپلیکس دی. ودانۍ د یو لوی انګړ څخه جوړه ده چې شاوخوا ۱۲۰ خونې لري. اصلي جومات چې منار لري د انګړ د لویدیځ دیوال په وړاندې موقعیت لري. د الفتح دیوال په دوو برخو ویشل شوی دی. ختیځه برخه د نارینه وو لپاره او لویدیځه برخه د ښځو لپاره ځانګړې شوې ده. د جومات د اصلي دروازې ښي خوا ته بله دروازه د یوې وړې کوټې لور ته ځي او په منځ کې یې د موسی علیه السلام قبر ښکاري. په دیوال باندې د مملوک یوه لیکنه ده چې وایي: [د دې زیارت د جوړولو چارې د هغه پیغمبر په قبر باندې چې له خدای سره یې خبرې کړې وې د حضرت سلطان الظاهر ابوالفتح بیبرس په امر په ۶۶۸ هجري کې ترسره شوې دي.] یوه نازکه اوسپنیزه دروازه د مزار په دروازه کې ولاړه ده. چې دننه ورغلم نه ډېر قیمتي فرشونه په کې غوړېدلي او نه ډېر ګلونه او جنډې یې پر قبر ولاړې وې. د کوټې په لرې کیڼ اړخ کې د حضرت موسی علیه السلام قبر په سرو خټو پوښل شوی و. په دې زیارت کې یو څو تیږې هم پرتې وې او د قبر له پاسه توره ټوټه غوړېدلې وه چې په ژېړو طلایي خطونو پرې “نبی موسی کلیم الله” لیکل شوي وو .
د دې کوټې ښي خوا ته دېوال کې د لرګيو يوه پخوانۍ دروازه وه، لکه د کابل د زاړه ښار یا پېښور د قصه خوانۍ د کوم زاړه کور دروازه، هماغسې ځنځیرونه او کړۍ پرې ځړېدل. ددې دروازې نقش ونګار ډېر ساده او په زړه پورې و. له دروازې چې تېر شوم مخامخ وړه او تیاره غوندې کوټه وه. زما لږه تلوسه شوه چې دلته به اوس څه وي، خو چې مخکې ورغلم تاکاوۍ غوندې ځای ته لکه د ابشار غوندې زینه ښکته شوې وه. کټ مټ لکه د غره په کومه تیږه چې خلکو ډېر تګ راتګ کړی وی او د پښو پلونو یې په تیزه کې د زینه غوندې لاره جوړه کړې وي. زما په ذهن کې ډېر څه ګرځېدل. داسې راته ښکارېدل لکه چې د تاریخ یو تیاره غار ته ښکته کېږم. لاندې د څلورو مترو په اندازه کوټه وه چې سړی په کې نیغ نه شو درېدلی. یوه خبره ماته جالبه وه چې په دغسې تاکاویو کې چې دروازې یې ډېر وخت تړلې وي معمولا د خاورو او خټو بوی وي خو دا ځای داسې نه و. داسې یوه خوشبويي په کې تاوېدله لکه د مشکو او ګلابو خوله چې دې یو ځای کړې وي.
سره له دې چې د موسی علیه السلام د ژوند په اړه په قران کریم کې خورا ډېر معلومات شته خو د قبر د موقعیت په اړه یې په دیني متونو کې قطعي معلومات نه شته. تاریخي سرچینو لیکلي چې د موسی علیه السلام قبر د ریحا او اورشلیم یعنی اوسني بیت المقدس ترمنځ دی. ددغو سرچینو له مخې د سینا په صحرا کې د څلوېښت کاله سرګرانۍ نه وروسته موسی علیه السلام خپل قوم بني اسرائیل د لوط یا مړ سمندر شرقي غاړې ته راوستل او همدلته دېره شول. وروسته خپله په ۱۲۰ کلنۍ کې د اریحا او اورشلیم ترمنځ په یوه غره کې وفات شو. تاریخي سرچینو کې دا هم راغلي چې صلاح الدین ایوبي (۱۱۳۸-۱۱۹۳) د اورشلیم له فتحې وروسته پر ۱۱۸۷ کال خوب ولید چې موسی علیه السلام ورته په خوب کې ښکاره شو او د خپل قبر ځای یې ور وښود. د صلاح الدین ایوبي له خوا یوازې یوه چاردیوالي، یو جومات او د موسی علیه السلام قبر جوړ شو خو وروسته بیا په دیارلسمه او پنځلسمه میلادي پیړۍ کې نورو مسلمانو حاکمانو دې ودانۍ ته پراختیا ورکړه ځکه هر کال به د حاجیانو کاروانونه پر همدې لاره بیت المقدس او بیت الله شریف ته تلل.
د اوسني زيارت اصلي جوړښت، جومات، منار او ځينې خونې په ١٢٦٩ ميلادي کال کې د مملوک سلطان الظاهر بيبارس د واکمنۍ پر مهال جوړې شوې وې. ویل کېږي چې دده ځایي حاکمانو به په ایسټر کې له بیت المقدس څخه په زرګونو خلک په جلوسونو کې د حضرت موسی علیه السلام زیارت ته راوستل او بیا به یې د یوې اونۍ لپاره په دغه ځای کې خیمې ولګولې. ایسټر د مسیحیانو سپېڅلې ورځ ده چې هر کال یې د یکشنبې په ورځ لمانځي. پر ۱۴۱۰ میلادي کال د حاجیانو لپاره یو میلمستون او یو منار جوړ شو. هر کال د حاجیانو د شمیر د زیاتوالي په پام کې نیولو سره، دا اړینه وه چې د میلمستون اوسنۍ پراخه ابعادو ته پراختیا ورکړي. پر ۱۸۲۰ میلادي کال ترکانو ودانۍ بیا جوړه کړه او د ۷ ورځو زیارت ته یې مسلمانان وهڅول، چې په بیت المقدس کې د الاقصی جومات څخه پیل کیږي او د موسی علیه السلام زیارت ته تر رسیدو پوره اوه ورځې دوام کوي. ویل کېږي چې زیارت کوونکي به دیوه لوی جلوس په شکل د مذهبي سندرو په ویلو، مذهبي نڅاو او دایره غږولو سره بیت المقدس ته داخلېدل.
زموږ یوه محلي لارښود راته وویل چې سل کاله وړاندې د دغو کاروانونو شمېر تر پنځلس زرو تنو پورې و، چې په هغو کې به د ترکي چارواکو په ګډون چې په بیت المقدس کې یې خدمت کاوه نور عام مسلمانان، درویشان او زیارت کوونکي هم شامل وو. دده په وینا د ترکانو هڅه دا وه چې مسلمانان یو موټی وساتي او بیت المقدس ته په هرځل ورتللو سیمه ییزو عیسویانو باندې خپل رعب وساتي. هغو حاجیانو چې دلته به یې دمه کوله په منظم ډول به ترکي چارواکو ورته ویناوې کولې او هغوی به یې له ګرمو احساساتو سره بېرته بیت المقدس ته لېږل. موږ چې کله په لومړي ورځ د الاقصی جومات ته تللو زموږ ملګري هم همداسې دیوه جشن په شکل زاړه ښار ته او بیا په هغه لاره الاقصی جومات ته ننوتل. په هغه ورځ زموږ له ګروپ سره د نړۍ نور مسلمانان هم یو ځای شول. د سفر د امیر هڅه داوه چې دا ګروپ هرڅومره غټ شي ښه به وي. د موسي علیه السلام په زیارت کې له میلو او جلوسونو له تاریخ نه چې کله خبر شوم نو پوی شوم چې دا کار سیاسي او د یهودو او عیسویانو سره دیوه رقابت له امله کېږي چې هغوی ته له فلسطیني مسلمانانو او بیت المقدس سره د نړۍ د مسلمانانو ملاتړ ور وښیي.
زما لپاره د سلطان صلاح الدین ایوبي دخوب لیدلو کیسه ډېره جالبه ځکه ده چې د کلاسیکو ادبیاتو او روایاتو له مخې همداسې یو خوب سلطان محمود غزنوي هم لیدلی و چې د نوح علیه السلام پلار لمک یا مهترلام په خوب کې ویني او هغه ورته وایي چې ته ددې وطن یو امپراتور یې. زه ستا په لاره کې پروت یم، پر ما ستا لښکرې تیرېږي او ما په قبر کې ازاروي. وروسته دویمه او درېیمه شپه بیا همداسې خوب ویني تر دې چې مهترلمک یا مهترلام بابا ورته د لغمان لمر پریواته خوا ته د بادپښ دښته کې خپل قبر وښیي او سلطان محمود غزنوي پرې یو لوی مزار، یو باغ او د اوبو یو لوی حوض جوړ کړي. د سلطان محمود تر خوب لیدلو او د مهترلام بابا د مزار تر جوړولو وروسته به بیا هر وخت چې د سلطان محمود لښکرو پر هند حمله کوله نو لښکر به یې دوه درې میاشتې په همدې باغ کې پاتې کېده. ورو ورو دې زیارت ملنګان پیدا کړل یو څو دوکانونه په کې جوړ شول، شاخوا یې کورونه ودان شول چې بیا به یې د لښکر تر بېرته راتګ د باغ د ونو او نیالګیو ساتنه کوله. البته دلته زما موخه دا نه ده چې دغسې خوبونه لیدل شوي یا نه خو د ځینو ټولنپېژندونکو له نظره کیدای شي د وخت حاکمانو د یو ضرورت له مخې په دغسې حساسو نقطو او د کاروانونو په لارو کې داسې زیارتونه جوړ کړې وي. اوسمهال په دې ودانۍ کې یو قبر، یو جومات او کاروانسرای شامل دي. پخوا وخت کې چې د حاجیانو د دمې او استوګنې لپاره کوم ځایونه جوړ شوي هغه اوس هم شته خو فعال نه دي. دلته اوس یوازې یو کلینک دی چې د فلسطین دیوه بنسټ له خوا چلول کېږي او د ناروغانو درملنه کوي.
ما په دې اړه د انجیل ځینو سرچینو ته هم سر ورښکاره کړ چې د موسی علیه السلام د قبر په اړه معلومات ترلاسه کړم چې چېرته ښخ شوی خو انجیل یې هم دقیق ځای نه په ګوته کوي. د مسلمانانو په کلاسیکو روایتونو کې ویل کېږي چې موسی علیه السلام د ښکلیو شنو غونډیو په منځ کې په لاره روان و چې دوه کسان یې ولیدل قبر کیندي. قبر ډېر ښکلی و، موسی علیه السلام ترې وپوښتل چې دا د چا قبر دی، هغوی وویل دا دخدای جل جلاله دیوه نیک بنده. ده بیا پوښتنه وکړه چې هغه نیک بنده څوک دی، رخه یې راغله چې تر ما هم د خدای نیک بنده شته، بیا یې پوښتنه وکړه خو هغوی بیا همغه پخوانی ځواب ورکړ. وروسته یې اجازه وغوښته چې په قبر کې څملي. کله چې قبر کې څملاست خدای جل جلاله یې پر سترګو یوه شنه پرده وغوړوله او همدلته وفات شو. هغه دوه تنه ملایکې وې او دقبر معلومات یې بیا ونه شو خو د هغه ځای نښې چې ورکړل شوي همدې سیمې ته ورته ساحه ښکاري، ځکه دلته هم ډېرې غونډۍ دي او ښه هواداره او زړه راکښونکې سیمه ده. د یهودیانو ځینې روایتونه بیا وایي چې موسی علیه السلام ته دخدای پاک له لوري ویل شوي وو چې اورشلیم ته به نه ځې کله چې دې ساحې ته راغی نو وفات شو.
په هر صورت، په دغسې مسایلو روایتونو او بیا په روایتونو کې اختلافات زیات وي، لکه د مخه مې چې یادونه وکړه موږ ته د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبره بسنه کوي. زه شاوخوا تر نیم ساعت ګرځېدو وروسته د زیارت له انګړ څخه ووتم. یو شی چې ماته په زړه پورې و هغه دا چې د عربو په زیارتونو کې هغسې ملنګان او منجه وران نه شته لکه د افغانستان او پاکستان په زیارتونو کې چې پراته وي. دلته نه څوک خیراتونه غواړي او نه دم دعاوې کوي. نه څوک د چا لاسونه ښکلوي او نه پښې. دلته مې داسې مذهبي پيران او پنډتان ونه لیدل چې خپله له عیش و عشرته ډک ژوند لري خو خلک په تیارو کې ساتي. لامل یې ښایي دا وي چې عام عرب خلک هم په دین خبر دي او څوک پرې ددین په نامه سوداګري نه شي کولی. د یوه جومات دېوالونه مې هم ونه لیدل چې په ښکلو جالمازونو، شا مقصودي تسپو، کلیمه دارو امېلو نو، آذان ورکوونکو سا عتو نو او قسم قسم زرینو ځل بلاندو شیانو جړاو کړل شوې وي. دلته هر څوک راځي په ارامه خپل زیارت او نفلونه کوي بېرته په خپله مخه ځي. د زیارت د باندې هم هغسې لکه زموږ د وطنونو غوندې خوردې او ټوټکې نه ښکاري. فقط یو څو دوکانونه دي، یوه ډله خلکو له اوښانو سره لوبه کوله، څوک ورباندې سپرېدل. لاندې چمن کې ماشومانو لوبې کولې او د مخامخ غوندۍ پر لمنه فلسطینی ځوانانو ډېر زیات موټر درولي وو خپلې میلې یې کولې. فلسطینيان په داسې ناخوالو او غمجنو حالاتو کې لکه افغانانو خپله روحیه له لاسه نه ورکوي. دوی هم لکه زموږ کندهاریانو په شان د میلو ډېر شوقیان دي. ډله ډله هر ځای ښکارېدل، چا دیګونه پخول، چا فرشونه اوار کړي وو چایونه یې څکل، چا لوبې کولې او چا موسیقي غږوله. لکه د مخه مې وویل کټ مټ د افغانستان د جنوبي ولایتونو د ځوانانو په شان مست او سرشاره ښکارېدل. یو وخت په افغانستان کې زه مزار ته د ګل سرخ میلې ته تللی وم. پر لاره مې هر ځای کندهاري ځوانان لیدل چې فرشونه یې غوړولي وو او میلې یې کولې. دا نو ۲۰۱۰ کال و چې په کندهار کې سخت جنګونه و او هره ورځ چاودنې کېدلې.
زه د خلکو له ګڼې ګوڼې لږ لرې یوې غونډۍ ته پورته شوم. څو سوه متره لرې پر یوه بله غونډۍ د موسی علیه السلام د شپانه حسن الراعي قبر ښکاره شو. لاندې ترې د مسلمانانو یوه هدیره ده او شاوخوا د عرب کوچیانو اوښان څري.
دا چې د حضرت موسی علیه السلام قبر مستند دی او که نه، خو دا ځای په حقیقت کې ځانګړی دی او په لیدلو ارزي. د لرغوني عقیدې له مخې، دا زیارت پر هغه ځای ولاړ دی چې د زرغونتیا وړانګې خپروي. ځایی شپانه خپل څاروي دلته راوړي چې په دې غونډیو کې وڅري او ښه نسل ورکړي. دا دود له پیړیو، پیړیو راهیسې ساتل شوی او تر نن ورځې پورې ژوندی پاتې دی. ددې ځای د نادرو او جیولوجیکي ډبرو شتون چې د شیل ډبرو یا د ځایي خلکو له خوا د موسی ډبرو په نامه یادېږي ددې سیمې بله ښه ځانګړتیا ده. ځایی اوسیدونکي وایي کله چې دا ډبرې اور ته واچوې په اور کې سوځي. دوی باور لري دا ډبرې معجزه اي ځواک لري. پرته له دې چې تاسو د حضرت موسی د دفن کولو په نظریه باور لرئ یا نه، دا ټول شیان د لیدلو وړ دي.