جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د استاد آصف بهاند یوه خاطره او یو ښکلی ځواب | نورمحمد...

د استاد آصف بهاند یوه خاطره او یو ښکلی ځواب | نورمحمد لاهو  

ماډير پخوا یو نظم لیکلی و د هغه په یوخای کې مې ویلي و: یوڅوک شته چی ماته مینه په پور راکړي ؟

درانه استاد آصف بهاند زما د دغې پوښتنې ځواب کلونه مخکې د یو ښکلی شعر په بڼه لیکلی و چې له بده مرغه زه پرې نه وم پیښ شوی.

تازه مې دغه ښکلی او په اوښکو خیشت ځواب د افغان جرمن انلاین سایټ کې چې د کار زیاته برخه یی د درانه استاد آصف بهاند په غاړه ده،  پیدا کړ.

 استاد ته خدای ډير پوخ قلم ، روښانه فکر او وچت تخییل ورکړی او دا شعري ځواب یی هم په خورا ښایست اومینه لیکلی  چې تاسو يې په درنښت لوستلو ته رابولم

http://www.afghan-german.com/default.aspx

اصف بهاند

   پوهندوی آصف بهاند

یو شعر، یوه خاطره

په ۱۳۵۵ل کال مې د کانکور آزموینې له بریالتوب نه وروسته د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي کې خپلې زدکړې پیل کړې. په دې وخت کې زموږ په هیواد افغانستان کې د تلویزیون او ټرن په باب څه ویل هسې د خیال خبرې، یا لکه د چا خبره یو خیال پلو و او بس.

موږ څو تنه هم صنفیان او هم دوره محصلین وو چې کله به د تفریح په وخت او کله به هم په کوم بل فارغ وخت کې سره کیناستو او لکه د چا خبره بنډار به موکاوه. د همدې بنډارونو په لړ کې یوه ورځ خبره په ترقي او پرمختګ باندې یاده شوه. کوم یوه غږ وکړ چې دا دی سردار صاحب لګیا دی تلویزیون جوړوي. بل په کې وویل چې هلکه «غریب سړی، برګ یې سپی» موږ تلویزیون څه کوو، خلک د خوراک ډوډۍ نه لري، سردار صاحب تلویزیون ورته جوړوي. په دې کې له کومې بلې خوا زموږ یو هم صنفي چې روح الله نومیده او د کنړونو اوسیدونکی و، ډیر ځیرک او ښه با مطالعې هلک و، غاړه تازه کړه او په جدي ډول یې داسې وویل:

«ګورئ انډیوالانو! پر ټولنه او ټولنیز ژوند او خلکو باندې خبرې کول، د ټوکو خبرې نه دي. که لوږه ده، که هرڅه ده، سردار صاحب ډیر نیک اقدام کړی دی او…»

روح الله خپلې خبرې پسې اوږدې کړې. خبرې یې ډیرې علمي او ښې خبرې وې، خو د ټولو خبرو شیره یې په دې جمله کې سره راغونډه کړه:

«یو وطن چې تلویزیون او ټرن ونه لري، داسې به وي لکه یو انسان چې پښې او سترګې و نه لري.»

د سردار صاحب هڅې بریالۍ شوې او۱۳۵۷ ل کال په پسرلي کې افغانستان ته خدای یوه سترګه یعنې تلویزیون ورکړ. له هغه وخت نه اوس لږ او ډیر شپـږدیرش کاله تیردي او خدای د هغو سترګو شمیر له پنځوسو هم اړولی دی، خو له بده مرغه چې موږ افغانان بل ځای څه چې خپله مخه او خپله لاره هم نه شو لیدلای.

په هرصورت د تلویزیون د خپرونو له پیل سره زموږ کور ته هم زموږ د کورنۍ کوم لالا یو پایه روسی کریم (krim) تلویزیون راوړ. دا تلویزیون ښه ډبل او داسې غټ و چې په لیدو یې سړي ویلای شول چې:

«د بختورسړي به غټ تلویزیون وینه».

دا پدیده لالا تریوه ځایه په ټکسي کې او وروسته په لاسي کراچۍ کې د کور انګړ ته راورسوله. کوټې ته مو په څلورتنو ننیست او«په بسم الله قدم راواخله» په ویلو سره مو په ډیر احتیاط د کوټې په یوه کنج کې ځای پرځای کړ.

دا نوې پدیده به اول په عذر چالانیده، یعنې دا چې زموږ د کلي برق دومره ضعیف و چې دې پدیدې ته یې انرژي نه شوه رسولای. دې کې د کورنۍ کوم غړي غږ وکړ چې:

«زر په لالي پور، دا شل یې د بنګړو»

بیا د برق د تقویې وړوکی ماشین را پیدا شو، کله چې تلویزیون ته روزي پوره ور ورسیده، نو بیا به په غومبس لګیده. داسې وخت هم راغی چې ترڅو به چا په سوک ونه واهه، نه به لګیده.

زه هم لکه کریم روسی تلویزیون، د فیسبوک لوستلو ته، د ګڼو دلایلو له مخې ډیر زړه نه ښه کوم؛ خو آغه بله ورځ لکه روسی تلویزیون چا په سوک د مخکتاب لوستلوته اړایستلم. کله مې چې مخکتاب پرانست، د همایون خان نومي سندرغاړي په غږ کې دوې خوږې سندرې، د هادي هادي او فاروق فردا یو ـ یو شعر، د لطیف لالا دوو لنډو شعري ژباړو لږ څه سره مصرف کړم ، خو بیا له یوې غوښتنې یا پوښتنې سره مخ شوم.

ښاغلي نور محمد لاهو یا له تنګ زړه نه، یا په ټوکو او یا هم په رښتیا مینه ورکه کړې او د کرکې په ازغنه صحرا کې د مینې ګدايی کوي او مینه داسې ورنه ورکه ده چې اوس یې لا په پورغواړي:

« یوڅوک شته چې ماته مینه په پور راکړي؟»

د لاهوصاحب ځواب به د هر چا د نظر، تجربې او سترګو لیدلي حال له مخې فرق سره کوي. ما خپل ځواب د یوه شعر په قالب کې ورته لیکلی دی.

له عنوان سره سم پاس یوه خاطره او دا هم شعر:

دلته د کرکې زړی شین شو

 

مینه والوتله لاړه مهاجره شوله

 

زه هم پښې یبلې تلې

 

له خپل گودر، کلي او کوره ځينې

 

پسې راوتلی یمه

 

دا دی دا شل پسرلي

 

په شلو کلو پسې وګرځیدم

 

د ورکې مینې پته

 

خوشې له لرې چا راونه ښوده

 

هسې مې نښه هم تر سترګونه شوه

 

چې مې زهیرې او اوښلنې سترګې

 

لږ څه راوچې شي بیا

 

مېنه او کلی مې د بل تر ولکې

 

زما پټکی غاړه کې پروت

 

او له دردمنې ملامې

 

یوه ریښکۍ راتاو ده

 

د شعر کچکول مې را ترغاړې ګرځم

 

د خپلو تورو سترګو خیر مې

 

له شین سترګو غواړم

 

بل څوک څه نه راکوي

 

تنها د خدا پرښتې

 

د شعر په مات کچکول کې

 

د شعر څو وللي توري

 

کله را وغورځوي

 

خو زما سترګې لټوي آ مروره مینه

 

پښو کې مې نور وس نه شته

 

چې په لټون پسې یې

 

کوم بل تکل وکړمه

 

دغه وروستی ټکی دی

 

د دنیا پای ته رسیدلی یمه

ښايي لږ وړاندې د خدای کلی وي بس

او… 

که دې په کار وي کرکه

نو کابل جان ته لاړشه!

افغانستان ته لاړشه!

۰۲/۰۱/۲۰۱۴

هیدرسلیف
ډنمارک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب