دوشنبه, اکتوبر 20, 2025
Homeخبرونهټاکل شوې چې افغانستان او پاکستان د اوربند پر غځېدو په دوحه...

ټاکل شوې چې افغانستان او پاکستان د اوربند پر غځېدو په دوحه کې خبرې وکړي

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۵ مه) په داسي حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعت اوربند وخت نن پای ته رسېږي، راپورونه وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ به نن یا سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اوربند پر غځېدو خبرې وشي.

باوري سرچینو تاند ته وویل چې دواړو خواوو د خبرو پیلولو ته لېوالتیا ښوولې او غواړي چې د اوربند پر اوږدولو خبرې وکړي.

دا پرمختګ له دې سره سره شوی چې پرون د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د خپل هیواد رسنیو ته وویل چې د دوو هیوادونو ترمنځ ۴۸ ساعته اوربند ښايي ډېر دوام ونه کړي.

له بلې خوا د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، وروسته له دې چې بې الوتکو یې د جهارشنبې په ورځ په کابل او سپین بولدک کې د ملکي افغانانو ژوند او شتمنیو ته زیانونه واړول، پرون (پنجشنبې) خبرداری ورکړ د پاکستان صدراعظم خبرداری ورکړ چې که طالبان د شخړې «حل» غواړي، نو په ۴۸ ساعتونو کې دې د اسلام آباد غوښتنې ومني.

شهبازشریف د کابینې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د دایمي اوربند لپاره توپ اوس د افغانستان په میدان کې دی. هغه ټینګار وکړ چې پاکستاني طالبان باید له منځه یوړل شي او وسله وال یې باید د افغان خاوره ونه کاروي.

پاکستان فکر کوي چې د هوايي ځواک برتري لري او په وسیله یې د افغانستان پر هر ځای برید کولی شی.

د پاکستان له لوري د چهارشنبې د ورځې په بریدونو کې یوازې يه سپین بولدک کې ۴۰ تنه عام وګړي وژل شوي دي.

2 COMMENTS

  1. د افغانانو لخوا په نیویارک کی دملل متحد امنیت شورا ته عریضه سپارلی.
    چه پنجابستان د داعش زیږنده ده، اوس افغانانو ته د ګاونډی هیواد دا ډار او ترس پیداشوی چه پنجاب به سبا په چل ول او دوکی سره داعیش ته د اتومی بمونو تخنیکونه وروښایی او بیا به یی زمونږ په هیواد استعمال کړی. ځکه د پنجاب حکومت ډیر فریبکاره دی، بیا به وای چه مونږ دغه بمونه نه دی ورکړی، بلکه داعیش په جګړه کی واخستل او استعمال یی کړه.
    همداسی د اا امارت د پنجاب د اټومی بمونو ډار ته ورته عریضه د روسی هیواد ته ( چه امارت یی په رسمیت پیژندلی) خپله عریضه سپارلی چه د اتومی بمونو د خطر په هکله ده.
    ډیر احتمال لری چه امریکا، بریټانیه، فرانسه او روسیه د پنجاب د اتومی بمونو په هکله مسبته رایه استعمال کړی او چین به ممتنع رابه استعمال کړی.
    پورتنی څلور هیوادنو مخکی هم د پنجاب د اتومی بمونو په هکله مخکی هم نشویش ښکاره کړی وه. هغوی پخوا ویلی وه چه د داعیش یا نورو سخت دریزو لاسته دغه بمونه ونه رسیږی، خو پنجاب ویلی وه چه نه مونږ بی امنیت ساتلی دی.
    خو اوس یو ګاونډی هیواد رسما عریضه کوی، چه د امنیت شورا ته ښه پلمه په لاس ورځی.
    کیدایشی دغه بمونه تری واخلی او د امنیت شورا یی د ساتنی لپاره څلور تقسیه کړی.
    او که پنجاب د رد یا نه ورکړی ځواب ورکړی نو بیا نوموړی هیوادونه کولای شی چه د یو ډول کیمیاوی مواد په استعمال یی ورته خنثی کړی.

  2. روایت دی چې څوک د قران کریم تلاوت کوي، د هر ټکي په سر الله تعالی ۱۰ نېکۍ ورکوي. بیا دا خبره پراخوي او وایي چې یو ټکی الحمدلله نه دی بلکې په الحمدلله کې ۱۰ نېکۍ د الف، ۱۰ نېکۍ د ل، ۱۰ نېکۍ ح، ۱۰ د م، ۱۰ د د… نېکۍ دي چې الله تعالی یې خپلو بندګانو ته د هغه/هغې د عملونو په پاڼه کې ثبتوي.

    د افغانستان په تېرو او روانو حالاتو کې د تاند خبري سایټ رول د یوه ستر مبارز رول دی چې تر شا یې حتما داسې کسان ناست دي چې خپل خوب او راحت یې پر ځانونو کم کړی او د ولس د خبرولو لپاره بې اجورې کار کوي. الله تعالی دې د دغو ټولو مبارزو د هر ټکي د لیکلو په بدل کې ډېرې نېکۍ ورته په برخه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب