شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهبایډن د ځواکونو د ایستلو دفاع وکړه خو ویې ویل افغان ځواکونه...

بایډن د ځواکونو د ایستلو دفاع وکړه خو ویې ویل افغان ځواکونه د خپل حکومت ساتنه کولی شي

تاند(جمعه، د سرطان ۱۸) د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره د خپلې پرېکړې دفاع وکړه خو ویې ویل چې طالبان د افغانستان حکومت پرزولی نه شي.

ښاغلي بایډن وویل، د افغانستان جګړه به له نژدې شلو کلونو وروسته د اګست په لومړۍ نېټه پای ته ورسېږي.

د ده اشاره په افغانستان کې د امریکا جګړې ته وه، نه د افغانانو خپل منځي جنګ ته.

ده زیاته کړه«موږ افغانستان ته د هیوادجوړونې لپاره نه وو تللي، افغان مشران باید په خپل منځ کې راټول شي او د خپل هیواد راتلونکې په خپله جوړه کړي.»

له بایډن سره په یوه ورځ د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن هم د پنحشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جګړه پای ته رسېلې اعلان کړه او ویې ویل چې کابو ټول سرتېري یې له دې هیواده ایستلي دي.

جانسن په عین حال کې وویل چې بریتانیا به د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي، تر ۱۰۰ ملیون پونډه زیاتې به د افغانستان د پرمختیايي چارو او ۵۸ ملیون پونډه نور به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ورکړي.

د امریکا ولسمشر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو او د ناګټلې جګړې د پای ته رسولو د توجیه کولو په لړ کې وویل، «موږ وروسته له دې پرېکړه وکړه چې دې نتیجې ته ورسېدو چې دا جګړه ګټل کېدای نه شي او پوځي حللار نه لري.»

ولسمشر بایډن د هغو کسانو په ځواب کې چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو مخالف دي او وايي چې باید پوځي عملیاتو ته دوام ورکړل شي، وویل«څو زره نور، څومره نور امریکايي نجونې او ځوانان باید خطر په غاړه واخلي؟»

«زه به د امریکایانو بل نسل د افغانستان جګړې ته ونه لېږم؛ مګر دا چې معقوله توقع وي چې متفاوته نتیجه ترلاسه کولی شي.»

بایډن وویل، پر طالبانو باور نه لري خو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ظرفیت باور لري چې د حکومت دفاع کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب