شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونخبر کوه د خدای لپاره، توره وهه د ورور لپاره

خبر کوه د خدای لپاره، توره وهه د ورور لپاره

یو سات په دې چرت کې وم چې دا څنګه ممکنه شوه چې ایران د ولسي جرګې په وکیلانو ډالرې ووېشلې او حتی آوازه وه چې کرزي ته يې  په رڼا ورځ هوايي میدان او لا ارګ ته د پیسو بوجۍ دننه کړې. بیا هم، چې د رایو ځای راغی تقریبا ټولو د امریکا سره  په سټرا ټیجیک تړون آمنا وکړه .

آیا زموږ وکیلان دومره وطن پالونکي دي چې ډالر هم د ملک له ګټو جاروي؟ زه وایم دلته به د خیرالامور اوسطها خبره وي. مانا پیسې له بکر نه واخله ډنډۍ د زید په لوري وهه. و کیلان په دې کې  یو څه تجربه هم لري. پخپله په همدې طریقو راغلي. څه پولاوونه چې ناکامه شوو وکیلانو د رایو په تمه په احتمالي ملاتړو نه دي خاورې کړي، څه واسطې چې یې نه دي کړي….. دا ټولې درمسال ته خټې شوې، ګټه په تیاره نورو د نر زامنو(همدو کامیابو شوو وکیلانو) وکړه. ایرانیان په دې تمه و چې ډالر ورکړه، رایې واخله. خپل دا کلاسیک بیت یې هېر شو چې وايي:

 دیدي که چي کرد آن ستمګر

خود ملعبه برد و دیګرې زر.

 وړمه ورځ یوه ملګري د ایراني آخوندانو پسې سازه کړې وه چې،

 یک نخود کله و ده من دستار +  غیر تشویش چي معنا دارد؟


د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۲ د مې په ۲۸ نېټه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب