شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د ليک تاريخي بهير | پوهاند دوکتور محمد اسمعيل يون

د ليک تاريخي بهير | پوهاند دوکتور محمد اسمعيل يون

د ليک اهميت:

د بشر له پيدايښته بيا تردې دمه د (ادم عليه السلام) زامنو د ژوند په هر ډګر کې ډېر نوښتونه کړي، ډېر څه يې اختراع کړي او د همدغو اختراعاتو پر بنسټ يې ډېر پرمختګونه کړي دي. د ګڼو اختراعاتو په لړ کې ځينې اختراعات سړي ته ډېر مهم ښکاري، خو ځينې بيا که څه هم ډېر ګټور، ضروري او ارزښتمن دي، خو خلکو ته يې اهميت دومره زيات نه ښکاري. ليک، د ليک پيدايښت، جوړښت او بشپړتيا هم د همدغو اختراعاتو له جملې څخه دي، چې چاته لکه موټر، الوتکه، اورګاډی، کمپيوتر او نور ډېر مهم نه ښکاري، خو په حقيقت کې تر ټولو زيات مهم دی. همدا ليک دی چې له برکته يې نور اختراعات رامنځته شوي دي. لوی خان؛ خوشال خان خټک د ليک دې ارزښت ته خورا زيات متوجه شوی او په خپل نامتو اثر (دستارنامه) کې يې ليک د يوه هنر په توګه راوړی دی. خوشال بابا وايي: ((علم او خط سره لازم او ملزوم دي، علم په مثال وحشي،  خط يې لکه کمند، چې وحشي دې پرې قيد شي، دا هومره کتابونه به نه وو، که خط نه وای، په حساب، په کتاب، په سياق به څوک پوهېدل که خط نه وای. د جهان کار سره ټول په خط دی، لوی هنر دی، منزلت، مرتبت يې هم ډېر دی، قيمت يې تر حساب تېر دی، که يې دولتمند زده کا زېب و زينت دی، که يې دروېش زده کا د دروېش دولت دی، الحق څو چې څوک وايي دا هنر لايق د هغه تعريف دی، کار يې پټ نه دی څرګند دی، ولې حيف دا چې د هر چا په مصاحبت تن ورکا، لار نه ګوري، هر څوک يې په لاس واخلي، نور د هغه شي، د هر چا يار دی:

درسته ښه يې ته دلداره          يوه چار دې ده يکباره

چې و تـــاو ته نږدې شي          نوره يــې د هـغــه يــاره

کور د ده ودان شه، چې دده د مخه څه ورانی ودانی په جهان شي، په هر چا چې دی دا تور مخ برابر کا، کيمياګر دی، سيسن يې زر کار، بې کامه وي هزارکامراني ورکا، د ډېرو په سرتاج کېږدي، د ډېرو خاورې په سر کا، په دا سبب دو زبان دی. د جهان سر ګرداني په ده، هر زمان يې سر په تېغ واهه شي، چار پخپل سر کا، مراد و نامردانو ورکا، ځان ګداز رفيق نواز دی، جوانمردي ډېره، وفا يې تر حده تېره ده، درېغه چې د نا اهلو په لاس کې نه وای، په لاس د اهلو وای، دده د سر بلا په بد ذاتو په سفله و په سهلو وای.)) (۱)

د ليک اهميت خورا زيات دی خو زه د ليک د ارزښت او اهميت په باب د خوشال بابا پر همدې خبرو بسنه کوم، خو اوس راځو د ليک څو بېلابېلو تعريفونو ته!

د ليک تعريف: ليکپوهانو او ژبپوهانو تردې دمه د ليک بېلابېل تعريفونه کړي دي. دا تعريفونه که څه هم بېلابېل برېښي، خو ډېر زيات مشترک ټکي هم لري.

ځينو ژبپوهانو (ليک) د ژبې مادي استر ګڼلی، ځينو نورو بيا د ژبې انځوريزې بڼې ته ليک ويلی، ځينو بيا ((هر ليکل شوی شی چې د يوه مفهوم لرونکی وي ليک ګڼلی، خکه نو ترافيکي اشارې او د هټيو لوحې، ليکل شوې ژبه يا ليک ګڼل کېږي.)) (۲)

ځينې نور بيا وايي ((ليک هغه قراردي نښې دي چې د يوې ژبې وګړي يې د خپلو غږونو د افادې لپاره کاروي))

او ځينې نور د ليک، ليکدود او املا تعريف په دې ډول کوي: ((په ټاکلي الفبايي يا ليکني سستم کې د توپير يا نه ګډون له آر سره سم د يوې ژبې ليکنۍ يا انځوريزه بڼه ده.)) (۳)

يو شمېر نورو ژبپوهانو بيا ليک د ژبې له تعريف سره تړلی،دوی وايي لکه څنګه چې: ((ژبه په واقعيت کې يوه ټولنيزه،  اکتسابي او ثقافتي پديده)) (۴) او همدا راز د پوهولو او راپوهولو وسيله او يوه قراردادي ښکارنده ده، د غسې ليک هم چې د ژبې انځور ګري او ښکارندويي کوي، يوه قراردادي پديده ده.

د ليک پيدايښت:

د ليک د پيدايښت او لومړي جوړښت په باب د ليکپوهانو تر منځ د نظر اختلاف موجود دی. مذهبي او تاريخي روايات هم يو له بل سره توپير لري. ځينو مذهبي ليکوالو ليکلي: ((کله چې (ادم عليه السلام) پر ځمکه مېشت شو، نو ليک يې هم پيل کړ. تر ادم (ع) وروسته د هغه اولادې هم په خپلو منځو کې ليک کارولی دی او په پرله پسې ډول تر اوسه رارسېدلی دی، اسلامپوهان په دې نظر دي چې ادم (ع) په خپلو ګوتو ليکنې کړي دي. تر هغه وروسته د شيش (ع) زوی ادريس (ع) چې د ادم (ع) لمسی کېږي، د قلم په وسيله په خپلو ګوتو ليکنې کړي دي…))

تاريخپوهان وايي: ((شاوخوا دوه ويشت زره کاله وړاندې انسانانو د (لاسکو) په غار کې پر دېوالونو تصويرونه وکاږل او دا تقريباً د ليک لومړنۍ نښې نښانې ګڼل کېږي)) ((د ليک د همغو لومړنيو نښو نښانو او بيا د هغه له انتقال سره د وخت مذهبي مشرانو مخالفت وکړ او ويې ويل، دې سره د انسانانو اخلاق خرابېږي او ځينو خلکو ورته د کوډو او جادو په سترګه کتل. ځينې افسانوي روايات وايي، چې ليک لومړی دېوانو زده کړ او بيا يې انسانانو ته وښود. تاريخي روايات وايي هغه وخت چې د انساني ژوند لومړۍ بڼه واوښته د ډلو ځای قبيلې ونيو، نو ليک د لرغونو انسانانو له انځوريز هنر سره په نږدې تړاو کې رامنځته شو، ځکه نو لرغوني انځوريز هنرونه د ليک سرچينه ګڼل کېږي.

ځينې ليکپوهان بيا وايي د نوموړي هنر لرغوني اثار (دېرش) يا (څلوېښت) زرو کلونو پخوانۍ زمانې پورې اړه پيدا کوي.)) (۵)

بشر پرله پسې هڅه وکړه چې خپلو افکارو ته تصويري بڼه ورکړي. (دوه ويشت زره) کاله پخوا د تصويري ليک لومړنۍ نښې څرګندې شوې، تر  هغه اولس زره کاله وروسته بشر پر دې بريالی شو   دليک هنر چې د بشر ستره لاسته راوړنه وه، رامنځته کړي. تر تصويري ليک وروسته مېخي خط تر  ميلاد (۳۰۰۰-۲۵۰۰)کاله وړاندې  رامنځته شو.

د ډاکټر ژاله په نامه يو ايرانی عالم وايي: ((کله چې بشر غوښتل خپل فکر بيان او انتقال کړي، په لومړي ګام کې يې واقعي تصويرونه د کتبي اړيکو لپاره ترسيم کړل، په دې ډول د تصوير يا انځوريز ليک کار پيل شو.

ورو ورو تصويرونه ساده او اسانه شول او د عاطفي مفاهيمو د انتقال لپاره قراردادي نښې وضع شوې. وروسته بيا په همدې بهير کې په مصر کې ((هيرو ګليف)) ليک رامنځته شو. ددې ليک تاريخ تر ميلاد د مخه څلورمې زريزې ته رسېږي. دې ليک افقي بڼه درلودله او اکثره له ښي څخه کيڼې خواته ليکل کېده، کم له کيڼې څخه ښي خواته او کله هم له پورته څخه کښته خواته ليکل کېده. دا ليک وروسته ساده شو، وده يې وکړه، بيا پر دوو ډولونو هيراتيک (ديني) او دموتيک (ولسي) ليک ووېشل شو.

تردې وروسته (مېخي) ليک رامنځته شو، لومړني خلک چې مېخي ليک يې په بين النهرين کې رامنځته کړ، سومريان وو، دې ليک، مصري ليک ته ورتوالی درلود او تصويري بڼه يې درلودله، دې ليک هم ورو ورو ساده بڼه خپله کړه. مېخي خط وروسته نه يوازې په بين النهرين، بلکې په کوچنۍ اسيا، دهتيانو، هوتيانو اورارتورانو، لولويانو او کاسيانو په منځ کې يې پراختيا ومونده. د مېخي خط تر ودې وروسته د فنيقيانو په سيمه کې تر ميلاد د مخه په (۲)مه زريزه   کې (فنيقي) ليک رامنځته شو.))

وروسته بيا په نړۍ کې د وخت په تېرېدو سره ګڼ شمېر ليکونه رامنځته شول، چې په هر  يوه کې بيا بېلا بېل بدلونونه راغلل چې اوس د نړۍ اکثره ژبې ترې ګټه پورته کوي، هغه ليکونه چې په نړۍ کې زيات کارول کېږي په دې ډول دي:

لاتين، سيرليک، يوناني، ګرجي، ارامي، چيني، جاپاني، کانجي، کره ای، هانجا، عربي، عبري، هندي، ايتوپيايي، تانا، کاناډايي او ځينې نور….

دلته غواړو لومړی په نړۍ کې د ليک د ودې پر څو پړاوونو، بيا د ليک د ليکلو پرتګلوري او بيا د ليک پر بېلابېلو ډولو لنډه رڼا واچوو:

د ليک د ودې څرنګوالی: دا چې د ليک جوړښت څو پړاوونه وهلي، لومړنۍ او وروستۍ بڼې يې څه دي، غواړو په لنډيز سره ورته اشاره وکړو:

۱-  انځوريز يا تصويري ليک: دا د ليک دويمه او اساسي مرحله ده، البته تر دې وړاندې يو لړ داسې علايم وو چې د خاطرو او يو لړ هغو چارو له خونديتابه سره يې مرسته کوله چې بايد خوندي او ساتل شوي وای، لکه د لرګي واړه خطونه او يا هم غوټه شوې رسۍ اونور…

خو په تصويري مرحله کې د يوه فکر د څرګندتيا لپاره د هغه صورت انځورېږي، لکه د يوه څاروي د ليکلو لپاره دهغه شکل رسمېده، د خلکو او قومونو په منځ کې شايد دا د خاطرو د خوندي کولو لپاره لومړنۍ وسيله وي. ځکه چې لومړنيو انسانانو د هغو چارو د خونديتابه لپاره چې غوښتل يې کلونه کلونه پاتې شي، په پيل کې يې د هغو د شکل او صورت پر انځورولو پيل وکړ اود ليکنې ارتباط لپاره يې دهغو واقعي بڼې ترسيم کړې. له دغې انځورنې څخه تصويري ليک رامنځته شو. څرنګه چې تصويرونه زيات وو او عاطفي مسايل يې نه شو افاده کولای، نو ځکه خو دې ډول ليک ټول ضرورتونه نه شو پوره کولای.

۲- فکري ليک: انځوريز ليک په پيل کې د شيانو تصويرونه کاږل، خو وروسته وروسته بيا تصويري ليک څرګنده او ساده بڼه خپله کړه او د عاطفې مسايلو لپاره يې هم قرار دادي نښې وضع کړې. په دې ډول نو بشر پر دی بريالی شو چې فکر ته د ورته څيزونو د تصوير کاږلو له لارې، د فکر د څرګندولو لپاره هم ګام پورته کړي. لکه د دوو ګامونو ترسيم د (تګ) او نمجنې سترګې د (غم) نښې ګڼل کېدی، د ليک په تاريخي بهير کې د ليک دې ډول بڼې ته فکري ليک وايي چې په انګليسي کې ورته (Ideogram) وايي.

۳- کليمه يي ليک: د فکري ليک نيمګړتيا ددې سبب شوه، چې په ليک کې نورې داسې طريقې او لارې رامنځته شي چې له ژبې سره زيات تړاو ولري، يانې داسې تړاو چې کله غوږونه غږونه واوري، د هغو مانا درک کړي. په دې طريقه کې کليمې د نښو نښانو له لارې ښودل کېدی چې د کليمو له اړوندو غږونو سره يې دومره اړيکي نه درلودل، خو په مقابل کې يې دا ځانګړتيا درلودله چې کله هم دا نښې نښانې په سترګو ليدل کېدلې، ژبه هغو ته په ورته الفاظو ګرځېدله.

۴- څپيز ليک: تر کلمه يي ليک وروسته څپيز يا هجايي ليک رامنځته شو، په دې پړاو کې هره څپه، سېلاب يا هجا په ځانګړو نښو نښانو ښودل کېدله.

۵- الفبايي ليک: د څپييز ليک په پرمختګ سره ورو ورو الفبايي ليک رامنځته شو، په دې مانا چې د هر غږ لپاره يو شکل رسم شو. دا نو د ليک ډېر پرمختللی شکل دی، چې تر ننه کارول کېږي.

ځينو ژبپوهانو يا ليکپوهانو بيا د ليک دا ډولونه پر دې ډول هم وېشلي دي:

۱.  جمله يي يا فراز ګراما ليک

۲. کلمه يي يا لوګو ګراما ليک

۳. څپيز يا سېلاب ګراما ليک

۴. غږيز يا فونو ګراما ليک

جمله يي يې بيا پر دوو برخو: (انځوريز) او (شرطي) وېشلی دی.

د ليک تګلوری: د تصويري، فکري، کلمه يي، څپيز اوغږيز ليک پرمختيايي بهير ته تر کتنې وروسته اوس راځو دليک تګلوري ته چې په څو ډوله دی او له کومې خوا پيلېږي؟ تر اوسه پورې چې په نړۍ کې د ليک کوم ډولونه رامنځته شوي، نو په ټوليز ډول پر څلورو ډولونو وېشل کېږي:

۱- له کيڼې څخه ښي خواته: لاتين، سيرليک، يوناني، ګرجي، ارمني، اتوپيايي او همدارنګه مصري، سانسکريت، سلاوي او ځينې نورې ژبې له کيڼې څخه ښي خواته ليکل کېږي.

۲- له ښي څخه کيڼې خواته: عربي، عبربي او همدارنګه کلداني، اسوري، پښتو، فارسي، ترکي، تاتاري او ځينې نورې ژبې له ښي څخه کيڼې خواته ليکل کېږي.

۳- له پورته څخه کښته خواته: چيني او جاپاني ژبې له پورته څخه کښته خواته ليکل کېږي او توري يې له ښي څخه کيڼې خواته .

۴- له کښته څخه پورته خواته: مکزيکي ژبې له کښته څخه پورته خواته ليکل کېږي.

د يادونې وړ ده چې تر ټولو لرغونې ليکنې معمولاً له ښي څخه کيڼې او وروسته بيا له کيڼې څخه ښي خواته ليکل شوي دي.

د ليک ډولونه:

په نړۍ کې اوس تر درې زرو (۳۰۰۰) داسې ژبې شته چې خلک پرې ګړېږي، خو هره ژبه ځانته ځانګړې الفبا يا ليک نه لري. اکثره داسې دي چې  څو ژبې په يوه ليک کې راټاله شوي او يا يې هم په يوه واحد ليک کې د خپلو ځانګړو غږونو لپاره د ځانګړو تورو د جوړولو له لارې خپل مشکل حل کړی دی. ((د نړۍ د خلکو ژبې)) نومی اثر څخه چې د ژبو د وېش په برخه کې د (دايره المعارف) حيثيت لري، دا خبره جوتېږي چې نن سبا په نړۍ کې څه د پاسه (۳۰۰۰) ژبو باندې خبرې اترې او ويناوې کېږي چې له دې ډلې نږدې سل (۱۰۰) ژبې داسې دي چې ليک او لوست پرې کېږي او پاتې نورې د وينا ژبې دي چې ليک او لوست نه لري او د نړۍ له پنځه ويشت (۲۵) ډوله خط څخه په يوه هم نه ليکلی  کېږي.)) (۶). يو شمېر ژبپوهان په دې نظر دي چې، په نړۍ کې تر (۱۶-۲۰) په حدودو کې ليکونه شته چې زيات کارول کېږي او اکثره ژبې د همدغو ليکونو په جوړښت او چوکاټ کې خپل مشکل حلوي. دلته به په ترتيب سره ددې ليکونو يادونه وکړو، خو لومړی به د څلورو هغو ليکونو يادونه وکړو چې د همدې مطرح ليکونو په جمله کې دي، خو په لرغونې زمانه کې د فکر د بيان لپاره په ښه ډول کارېدل.

۱- ګرجي ليک: دا د ګرجۍ ژبې ځانګړی ليک دی، ګرجي ژبه اوس د ګرجستان رسمي ژبه ده. دا ژبه د نړۍ د هغو (۱۴) ژبو له جملې څخه ده چې الفبا لري.

ګرجي ليک په نړۍ کې له ډېرو پخوانيو ليکونو څخه يو دی او په ورته وخت کې د ګرجي ژبې اوسنۍ الفبا د نړۍ تر ټولو مدرنه الفبا ګڼل کېږي. د ګرجي ژبې تر ټولو پخوانۍ لاسته راغلې کتيبه تر ميلاد يوه پېړۍ وړاندې زمانې پورې اړه لري، يانې (۲۰۰۰) کاله وړاندې وخت پورې اړه پيدا کوي.

۲- چيني ليک: چينايانو په پيل کې د تصويرونو پر کاږلو ليک پيل کړ، د نښو نښانو د نيمګړتياوو له امله اړ شول يو ډول ترکيبات رامنځته او خپل فکر بيان کړي. که څه هم دا ترکيبات د هغوی د افکارو ښکارندوی وو، خو نه يې شول کولای د هغوی ټول افکار په ښه ډول بيان کړي، وروسته دوی د غږونو لپاره نښې نښانې وضع کړې، يانې د غږيز ليک پر جوړولو بريالي شول. دې ليک که څه هم له ژبې سره تړاو درلود او تر پخواني هغه ښه و، خو څرنګه چې يو توری د څو غږونو د افادې لپاره کارېده، نو ځکه يې نيمګړتيا محسوسه وه، چينايانو له دې نيمګړتيا څخه د خلاصون لپاره يانې دا چې د هر نښې د حقيقي مانا پر ځای يې د (کيلي) په نامه د فکري ليک له علايمو څخه ګټه پورته کړه او هرې (کيلي) د يوه فکر څرګندونه کوله. چينايي پوهان وروسته پر دې بريالي شول چې يو ډول چټک ليک رامنځته کړي چې د جاپاني ليک لپاره بېلګه شو.

د چيني ليک بېلګه دلته وګورئ:

۳- مصري هيرو ګليف ليک: مصري هيرو ګليف ليک د فکري ليک په بهير کې رامنځته شو. د هغه پراختيا زياتره په مصر کې وه او د کاهنانو په لاس کې وه. دا نوم ورته يونيانو ځکه ورکړ چې په يوناني ژبه کې د (سپېڅلو ليکنو) په مانا و. هغو دا ليک د مصر د کاهنانو له پټو رازونو او عجايبو څخه ډک ليک ګاڼه. د دې ليک لرغونتيا تر ميلاد وړاندې څلورمې زريزې ته رسېږي، هيروګليف ليک يې د (پاپيروس) پر پاڼو باندې ليکه. دا ليک معمولاً افقي او له ښي خوا څخه کيڼې خواته او ډېر کم له کيڼې خوا څخه ښي او کله کله هم له پورته څخه کښته خواته ليکل کېده.

هيرو ګليف بشپړ فکري ليک نه دی، په هغه کې زياتره غږيز او الفبايي عناصر شته او همدارنګه په دې ليک کې د انسانانو او حيواناتو د انځورونو شتوالی په اټکليز ډول ددې ليک د پيل پړاوونه ښيي.

د پاپيروس په رامنځته کېدو سره په مصر کې د هيروګليف ليک بدلون مومي، اسانه او ساده کېږي او هيراتيک (ديني) با صلابته ليک ورڅخه رامنځته کېږي، چې يو بل سره پيوستون او تړښت يې يو ډول چټک ليک، چې د (دموتيک) يا (ولسي) ليک په نامه يادېږي، رامنځته کړ.

۴- مېخي ليک: مېخي ليک اصلاً فکري ليک و، يانې د فکر د افادې لپاره کارېده  او د لويديځې اسيا په ټولو هېوادونو کې کارېده، ليکپوهان په دې نظر دي چې د مېخي ليک د ټوکېدو اصلي ځای د بين النهرين جنوب يانې د سومريانو سيمه ده. همدا سومريان لومړني خلک وو چې مېخي ليک يې کارولی دی.

سومريانو د مېخي تصويري ليک په ايجادولو بشري ټولنه تر تاريخ وړاندې له تياره او مجهول دورانه راوايستله او تاريخي مرحلې ته يې داخله کړه. ددې ليک پيدايښت تر ميلاد وړاندې د څلورمې زريزې دويمې نيمايي ته رسېږي. مېخي ليک او هيروګليف ليک پر ظاهري توپير سربېره د ليکلو په بڼې او د ليکلو په وسايلو کې هم توپير درلود. هيروګليف د (کړکي) په واسطه د پاپيروس پر پاڼو ليکل کېده، خو مېخي ليک نرمو خټينو تختو ته اړتيا لرله او په لرګينو قلمونو ليکل کېده او بيا دا تختې پخېدلې. لومړنۍ لوحې چې پر همدې خټينو تختو ليکل شوي، د بين النهرين تمدن پورې اړه لري.

د کاغذ تر پيدايښت وړاندې له ډبرو او فلزاتو او همدارنګه د حيواناتو له پوټکو څخه ګټه پورته کېدله، خو څرنګه چې ددې شيانو لګښت زيات و، نو وروسته هم په ليک کې لنډيز راغی او هم پوټکي ورته توږل کېدل او بيا کارېدل. وروسته بيا مېخي ليک پر دوو ډولونو ووېشل شو. يو (ايلامي مېخي ليک) چې له (سومري مېخي  ليک) څخه رابېل شوی او د ايلامي ژبې لپاره کارېده. بل (اکدي مېخي ليک) و. اکدي مېخي (بابلي) ليک هم د سومري ليک يوه څانګه ده چې نه يوازې په بين النهرين کې باب شو، بلکې د کوچنۍ اسيا او د شمالي رودونو تر منځ، د هيتيانو، هوريانو، اورارتورانو، لولويانو او کاسيانو تر منځ هم دود شو.

د دې تر څنګ بل (هخا منشي مېخي ليک) و چې له بابلي مېخي او ايلامي مېخي ليک څخه جوړ شوی اود هغو په انډول ساده دی او کمې نښې يا علايم لري. د لرغونې فارسي ژبې د هخامنشي دورې کتبې په همدې ليک ليکل شوي دي.

فنيقي ليک: تر ميلاد وړاندې د دويمې زريزې په بهير کې د مېخي ليک له تدريجي ودې سره سم د فنيقيانو په ټاټوبي کې يو بل ليک رامنځته شو دا ليک (هيتيتي فنيقي) ليک و چې د (فنيقي ليک) په نامه يادېږي. ددې ليک تر ټولو لرغونې بېلګه له (ګوبله) ښار څخه چې د فنيقيانو لرغونی ښار ګڼل کېده او د اوسنۍ سوريې په څنډو کې واقع و، د څېړنو او پلټنو په نتيجه کې تر لاسه شو.

فنيقي الفبا (۲۲) توري لري، له ښي خوا څخه کيڼې خواته ليکل کېږي، او يوازې چوپ (کانسونېنټ) غږونه انځوروي. ددې ليک ليکل اسانه و او عوامو ورته لاسرسی درلود، ځکه نو فنيقيان لومړني کسان دي چې د فنيقي الفبا د کشف وياړ لري.

دې ليک لويديځې اسيا ته پراختيا وکړه او د مېخي ليک ځای يې ونيوه. فنيقي ليک زياته وده وکړه او وروسته ترې (يوناني) او (رومي) الفبا هم وټوکېدله، څرنګه چې د يو زيات شمېر اروپايي ملتونو د الفبا بنسټ همدا فنيقي الفبا ده، وروسته بيا يونانيانو په دې الفبا کې نور بدلونونه هم راوستل، د ليکلو ډول يې هم ورته له کيڼې څخه ښي خواته پيل کړ، بيا يونانيانو دا ليک روم ته يووړ او پر همدې بنسټ يې د (لاتيني) الفبا بنسټ کېښود او بېلابېلې اروپايي ژبې په هغه وليکل شوې. وروسته په (۹)مه ميلادي پېړۍ کې د (سيريل) په نامه يو کشيش د يوناني او رومي ليک له ترکيب څخه يو ليک جوړ او سلاوي ژبې يې پرې وليکلې، وروسته بيا روسي او نورې ګاونډۍ ژبې هم په  همدې ليک چې (سيرليک) يې باله، وليکل شوې.

فنيقي ليک بيا د هند نيمې وچې ته ورسېد، پوهان (برهمايي ليک)  چې سانسيکريت او نورې هندي ژبې پرې ليکل کېدې، هم د همدې ليک زوی ګڼي.

۶- ارامي ليک: د فنيقي ليک له زامنو څخه يو هم ارامي ليک دی چې په منځني ختيځ  کې په ډېرې چټکۍ سره دود شو. (اراميان) هغه قومونه وو چې د عربستان له شمالي سارا څخه د منځني ختيځ پر لوري وخوځېدل او په بين النهرين کې ځای پر ځای شول. ددې خلکو ژبه تر ډېره وخته په دې سيمه کې پاتې شوه او مهمه دا چې د فنيقي ليک پر بنسټ يې ارامي ليک رامنځته کړ چې په ډېر سرعت سره دود او د سيمې پر يوه نړيوال ليک بدل شو او ارامي ژبه هم چې له سامي ژبو څخه ډېره لرې نه وه، د منځني ختيځ د ارتباطي ژبې په توګه څرګنده شوه. هخامنشي دولت هم ددې ژبې په پراختيا کې ونډه واخيسته، مېخي ليک چې د کتيبو لپاره په کارېده، د ليک د لېږدولو او نورو اړتياوو لپاره نه کارېده، ځکه نو له ساده الفبايي (ارامي) ليک څخه زيات کار واخيستل شو. دا ليک او ژبه په هخامنشي دولت کې د دېوان او دفتر ژبه شوه.

پورتنی جدول د ارامي ليک څرنګوالی په ګوته کوي.

۷- پهلوي ليک: تر هخامنشي دورې وروسته د (سکندر) او (سلوکيانو) په لنډه دوره کې په رسمي او اداري مراسلاتو کې يوناني ليک او ژبه وکارېدل، وروسته بيا د اشکانيانو په دوران کې د ارامي ليک پر بنسټ  د اشکاني پهلوي ژبې د ليکلو لپاره اشکاني پهلوي ليک طرح شو او وروسته ساماني پهلوي ليک په همدې بهير کې رامنځته شو چې هر يو يې کتيبه يي او ليکنۍ بېلګې لري. دا ليک يوازې (چوپ غږونه) افاده کوي او ان توري يا نښې او علايم يې هم د ارامي ليک په انډول کم دي او همدا نيمګړتيا وه، چې د پهلوي ژبې لوستل مشکلوي. دا ليکونه له ښي څخه کيڼې خواته ليکل کېدل.

۸- اوستايي ليک: اوستايي ليک د زردتشيانو د ديني کتاب د ليکلو لپاره کارېده، د نړۍ د ډېرو بشپړو ليکونو له جملې څخه دی او د ساساني پهلوي ليک پر بنسټ رامنځته شوی دی. دا ليک غږيز دی او د (۵۳) يا (۵۸) بېلابېلو علايمو په لرلو سره چوپ  (کانسوننټ) او غږيز (واول) د ټولو غږونو د افادې وړتيا لري. له ښي خوا څخه کيڼې خواته ليکل کېږي، په لومړيو اسلامي پېړيو کې څرنګه چې پهلوي ژبې اوليک خپل رسمي حالت له لاسه ورکړ او د هغو ستونزې هم په ډاګه شوې، نو د پهلوي متونو د اسانه لوستو په خاطر يې هغه اوستايي الفبا ته واړول او د ليکلو دا ډول يې ورته د (پازند) په نامه ياد کړ.

پورته بېلګه يې ليکنۍ بڼه ده

۹- سرياني ليک: سرياني ژبه د ارامي ژبې دختيز ګروپ دژبو له جملې څخه ده چې پخوا د علم ژبه وه. د يوناني، پهلوي  او عبري ژبو اکثره علمي اثار دې ژبې ته اړول شوي دي. سرياني ليک هم د (ارامي) ليک له زامنو څخه ګڼل کېږي. عراق مېشتو سريانيانو خپل ليک په څو قلمونو ليکه چې له هغې جملې څخه د (سطر نجيلي) په نامه مشهور ليک په ځانګړې توګه د (تورات) او (انجيل) د ليکلو لپاره کارېده. عربو په لومړۍ اسلامي پېړۍ کې دا (سطر نجيلي) ليک له سرياني څخه اقتباس کړ او همدا ليک د هغوی د پرمختګونو يو مهم عامل شو. وروسته بيا (کوفي ليک) هم له همغه ليک څخه رامنځته شو. دا دواړه ليکونه يو له بل سره ورتوالی نه لري.

۱۰ سغدي ليک: هغه ليکنې چې په سغدي ژبه ليکل شوي، په مانوي سغدي، مسيحي سغدي او بودايي سغدي ليکونو دي، وروستنۍ يې د سغدي ليک څرګندونه کوي. دا ليک هم د ارامي ليک د زامنو يوه بله څانګه ګڼل کېږي.

۱۱- اورخون ليک: دا هغه ليک دی چې تر اسلام وړاندې د ګوک ترکانو د حکومت په دوره کې د پخوانۍ ترکۍ ژبې د ليکلو لپاره کارېده.

۱۲- عبري ليک: عبري ليک چې ژبنۍ سابقه يې تر ميلاد وړاندې څلورمې پېړۍ ته رسېږي، هم له ارامي ليک څخه يې ريښه اخيستې، د نړۍ ټول يهوديان دخپلو اثارو دليکلو لپاره له عبري ليک څخه کار اخلي.

۱۳- نبطي ليک: (نبطيان) د عربو د نژاد يو قوم و چې په (نبطيه) کې يې ژوند کاوه، تر ميلاد (۱۵۰) کاله وړاندې د ارامي ژبې او ليک يو ډول په دوی کې دود و، له دې ليک څخه د (نوي سينايي) په نوم يو ليک رامنځته شو چې تر ميلاد وړاندې له لومړۍ پېړۍ څخه بيا تر څلورمې ميلادي پېړۍ پورې په (سينا) جزيره کې دود و.

۱۴- کوفي ليک: کوفي ليک له سرياني ليک څخه راټوکېدلی او د قران کريم دليکلو د لومړني ليک په توګه يادېږي. دا شبه چې د وحې د ليکلو پر مهال، د (کوفي) په نامه ليک موجود نه و، ډېره بې دليله نه ده، ځکه چې کوفي ليک په پيل کې په (حيری) مشهور و او کله چې مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر (رض) پر وخت (انبار) او (حيره )  ته نږدې کوفه جوړه کړه، دې ليک هم د (کوفي ليک) نوم خپل کړ، هغو عربو چې شام ته به يې سوداګريز سفرونه کول، (نبطي) ليک يې د (حوران) له خلکو او حيري (کوفي) ليک يې له عراقه راوړ او لکه څنګه چې (تورات) په (سطرنجيلي) ليک ليکل کېده، دوی هم، قران کريم په کوفي ليک وليکه.

په (کوفي) او (سطرنجيلي) ليک کې دا دود و چې که چېرې (ممدود الف)  د کلمې په منځ کې راشي، د ليکلو پر مهال له قلمه لوېده، لکه څنګه چې د اسلام په پيل په تېره بيا د قران کريم په ليکلو کې دا قاعده په بشپړ ډول مراعت شوې ده. نو د (کتاب) پر ځای (کتب) او ياد (ظالمين) پر ځای (ظلمين) ليکل کېده.

۱۵-عربي ليک: ويل کېږي چې عربي ليک هم د (نبطي) ليک په واسطه له ارامي ليک څخه راټوکېدلی. د (جرجي زيدان) په وينا د عربي ليک د تاريخي بهير لنډيز په دې ډول دی:

د حجاز د عربو د ليک او لوست په باب څه خاص ثبوت نه شته، خو د حجاز له شمال او لويديځ عربو څخه دکتابت ډېر اثار پاتې دي چې ډېر مشهور يې د يمن خلک دي دوی په مسندو تورو ليکل کول او بل د شمال نبطيان وو چې ليک يې نبطي وو. د حجاز خلک چې اکثره پوونده وو د ليک او لوست له نعمته بې برخې وو. تر اسلامه لږ وړاندې به يې شام او عراق ته سفرونه کول او د عراقيانو او شاميانو له ليکونو به يې ګټه اخيستله اوکله چې به حجاز ته راتلل، خپله عربي ژبه به يې په نبطي، سرياني اوعبراني تورو ليکله. د اسلام تر فتوحاتو وروسته بيا هم سرياني او نبطي ليک د عربو په منځ کې پاتې شو. په کوفه کې کوفي ليک او په مکه او مدينه کې سرياني حيره او نسخ خط له نطبي ليک څخه اقتباس شوي دي. مورخين دهغه ښار په اړه د نظر اختلاف لري چې حجاز ته ترې ليک ورغلی دی. خو دا خبره مشهوره ده چې د (انبار) له پخواني ښار څخه سرياني ليک حجاز ته ورغلی دی.

د عربي ليک يوه بېلګه:

 د اسلام تر راتګ وروسته د حجاز عرب له ليکلو سره اشنا وو. خو ډېرو کمو خلکو ليکل کولای شول. چې د دوی له ډلې بيا ځينې يې صحابه کرام شول. لکه علي بن ابيطالب، عمر بن خطاب او طلحه بن عبيدالله له دې ډلې څخه وو. تر اسلام وروسته عربي ليک په بشپړ ډول د قران په ليکلو پورې تړل کېږي، د خلفاوو اوتر هغو وروسته (بني امه) پر وخت يې قران کريم په کوفي ليک ليکه او د بني اميه د وخت د قران ليکلو تر ټولو مشهور کاتب (قطبه) نومېده چې ډېر ښکلی خط يې درلود، هغه کوفي ليک په څلورو قلمونو يا ډولونو ليکه، وروسته وروسته بيا کوفي ليک (دولس) او بيا (شلو) ډولونو يا قلمونو ته ورسېده.

خو نبطي يا نسخ ليک په خپل پخواني شکل او د نا رسمي ليکنو لپاره د خلکو تر منځ دود و. تر هغه پورې چې مشهور خطاط (ابن مقله) (۳۲۸)هـ ق کې په خپل نبوغ سره دې ليک ته ډېر کار وکړ، د دولت رسمي ليک يې کړ او تر نن ورځې پورې معمول دی. ده په کې شپږ ډولونه: ثلث، نسخ، محقق، توقيع، رقاع او ريحان شامل کړل، کوفي او نبطي ليکونه دواړه د اسلام په لومړيو کې معمول وو، کوفي يې د قران کريم د ليکلو او نبطي يې په رسمي ليکنو کې کاراوه. خو وروسته چې په نسخ کې (ابن مقله) کوم اصلاحات راوړل، د قران د ليکلو لپاره يې هم مناسب کړ. وروسته وروسته بيا نسخ نور ډولونه هم راخپل کړل.(۷)

۱۶- ديوانګري ليک: دا ليک په لرغوني هند کې په ملي کچه پېژندل شوی ليک و چې تر اوسه لا کارېږي، سرچينه يې هماغه د (براهمي ګوپتا) ليک دی چې پر کليمو يې ډډه لګوله. له يوولسمې ميلادي پېړۍ څخه تر اوسه د هندوستان مهم ليک ګڼل کېږي، د (ديو) ويې وروسته پرې ورزيات شو. په افغانستان کې د دېوانګاري ليک او د سانسکريت کتيبې د هېواد په سويل ختيځ کې موندل شوي دي.

د دې ليک بېلګه:

۱۷- پښتو او فارسي ليکونه: لکه څنګه چې ددې ليکنې په پيل کې مو وويل، ژبې ډېرې دي، خو ليکونه کم، نو ځکه خو څو ژبې په يوه واحد ليک کې راتولې شوي او په هغو کې يې د خپل غږيز سيستم له اړتياوو سره سم   بدلون راوستی دی، پښتو او فارسي ژبې تر اسلام دمخه د تاريخ په اوږدو کې په بېلابېلو ليکونو ليکل کېدلې، خو تر اسلام وروسته يې دګڼو نورو ارياني ژبو په شان عربي ليک راخپل کړ. البته په عربي ژبه کې چې کوم غږونه نه شته، نو طبعاً ګرافيم هم ورته نه شته، پښتو اوفارسي ژبو د عربي ژبې د ليک له قاعدې سره سم دخپلو ځانګړو غږونو لپاره مشخص توري يا ګرافيمونه وضع کړل. د عربي ژبې له الفبا څخه د فارسي ژبې څلور توري او د پښتو ورڅخه نږدې اتلس ګرافيمه زيات دي. د ليک د ډولونو له مخې هم اکثره هغه ډولونه چې په عربي کې کارول کېږي، تقريباً په پښتو او فارسي دواړو کې هم کارول کېږي.

ځينې ژبپوهان په دې نظر دي چې پښتو او فارسي د عربي ژبې د ليک تر راخپلولو د مخه نور ليکونه کارول، په دې ترڅ کې ((د مېخي، خروشتي، يوناني ارامي، براهمي، دانګري سانسکريت، سخدي، پهلومي))(۸) او نورو ليکونو يادونه هم کېږي، خو د پښتو او فارسي ژبو کوم ژوندي اثار چې راپاتي، هغه اکثره په همدې عربي ليکدود او اسلامي دورې پورې اړه لري.

د يادو ليکونو تر څنګ ځينې نور ليکونه هم شته لکه خروشتي، يوناني، سامي، کوشاني، ګوتيک، تدمري، ساکي او نور، خو کوم ليکونه چې موږ يې په لنډيز سره يادونه وکړه، همغه وو چې تر ټولو زيات کارول شوي او يا هم کارول کېږي.

اخځونه

۱-  دستارنامه، خوشال خان خټک، پښتو ټولنه، ۱۳۴۵ل کال، (۱۸-۱۹)مخونه

۲- د ليک او ژبې پيدايښت، زاهدي احمدزی، ۱۳۷۷ل کال بېلا بېل مخونه

۳- ليکلارښود، پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار، ۱۳۸۶ل کال، ۱۴ مخ

۴- پښتو غږ پوهنه او ويبپوهنه، پوهنوال محمد صابر خويشکي، د کلتوري ودې ټولنه، ۱۳۸۸ل کال، ۱ مخ

۵- ليکدود پوهنه، پوهندوی دوکتوره زرغونه زېور رښتين، د دوکتورا کورس لکچرنوټ، بېلابېل مخونه.

۶- د کوشاني دورې د ژبو څېړنه، محمد نبي صلاحي، علومو اکاډمۍ، ۱۳۸۶ل کال، ۱۸ مخ

۷-دانشنامه (دايرة المعارف) ازاد، تهران، بېلابېل مخونه

۸- تاريخ خط و نوشته های کهن افغانستان، پوهاند عبدالحی حبيبي، انجمن تاريخ و ادب افغانستان، اکاديمي، ۱۳۵۰ل کال، بېلا بېل مخونه

6 COMMENTS

  1. ښه لیکنه ده. د پوهاند صيب کور ودان. کرګر صیب ته په درناوي خو خبره يې منفي وه. د منفي خبرې حق هر څوک لري خو توضیح به ورکوي. ماخذ که ایراني وي سم دی او که وطني وي غلط دی؟؟؟.

  2. په بخښني سره بايد ووايم چې بايد توضيح شوې واي . مقاله يو ضروري مقاله ده دا بايد لا پسې وغځول شي خو زما موخه دا وه چې ليك يا خط اختراع په بشري تمدن كي بنسټيزه خبره وه اوده كاشكې له انگليسي او نورو ژبو ماخذونه سودل شوي واي . ايراني هم هم په مقاله كې شته چې ډير مشهور نه دي ، نو زما خبرهمنفي مه اخله يو نظر وو او دى .

  3. په زړه پورې لیکنه ده ، یون صاحب ته له روغتیا سره د ژوند په ټولو برخو کې بریا غواړو.
    البته په اتوموخذونو کې که یو ایرانی وي ، څه فرق کوي؟ کرګر صاحب به ډېرو نورو آثارو ته لاس رسی لري ، خو زمونږ د بېچاره هېواد په مقیاس دا کافي دي .

  4. یون صاحب پخپل مسلک کی یو تکړه استاد دی او پورته لیکنه ئې تر ډیره علمی ماهیت لری البته دا واقعیت هم باید ومنو چې « لیک او لیکنه » هم « ژبی » غوندی یو پیچلی تاریخ لرې او هيڅ څوک ئې د اصلی منشاء او دقیق ځاې او تاریخ د اثبات توان نلری. مهمه دا ده چی ومنو « لیک او لیکنه » د انسان او غیر انسان مخلوق تر منځ د اتیا زره توپیرونو څخه یو توپیر دی.
    د بشر د نن ورځی د خپل منځی ایډیولوژیکی او دینی او مذهبی اختلافونو اصلی منبع هم همدا « لیک او لیکنی » دی.

  5. سلامونه
    ښه لیکنه ده، زما خو خوښه شوه. هغوی چې ملاحظه پکې لري، حق یې دی او دا ښه ګڼم چې تل منتقدان ولرو. د نقد ګټه دا ده چې لا به خپل کار ته زیات دقت کوو. اما زما اصلي سوال دا دی چې ښاغلی یون ولې ډېرې لیکنې نه کوي او یا یې نه خپروي. د دې لیکنې په لیدو یې ډیر خوشاله شوم. ستاسو د نورو لیکنو ته سترګې په لار یم.
    نصیب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب