جمعه, اپریل 19, 2024
Home+کابلی/اجمل پسرلی

کابلی/اجمل پسرلی

د روغتون مخې ته یې غاښونه پر خلي ټومبل، خو له تیرماښام راهیسې یې څه یې نه و خوړلي. څنګ ته یې له کڅوړې کیلې راوایستلې، پر یوه یوه یې ګوته کیښوده پوره دولس  وې، یوه یې لږ پسته شوې وه. کڅوړې ته یې لاس ورننویست. دوه ډبیه جوس هم پکې و، هغه یې اړخ ته کړل، کیلې یې ورو د هغو څنګ ته کیښودې. د ساعت پر شیشه یې ګوته تیره کړه، شپږ څلویښت دقیقې مخکې نرسې ورته ویلي و چې کله مو ناروغ له عملیاته وروسته په هوش راغی بیا یې کتلی شئ.

څادر یې ټک واهه د روغتون د وره مخې ته ودرید. کومې نرسې چې د انتظار خبره ورته کړې وه د هغې څیره یې خپل ذهن ته راوسته خو سهي یې نه کړه.  د وره پر ایینه یې پوزه ولګوله. دننه په دهلیز کې یوځل نرسانو یو بستر تیز تیر کړ، بل ځل یو سړی په سپینه چپنه کې تیر شو، له یوې کوټې یوه نرسه راووته یوې خوا بلې خوا یې وکتل بیرته په شا شوه. د دروازې اوږده ایینه خپه ورته ښکاره شوه، د څادر پیڅکه یې پرې تیره کړه. یو نرس ژر ژر د دروازې خواته راغی. دی اړخ ته ودرید، د ده له شا دوو تنو نورو سرونه رامخکې کړو، نرس په لوړ غږ وویل:

-مهاجرو دلته کې مه ودریږئ

ده خوله راغونډه کړه چې د خپل ناروغ پوښتنه وکړي. نرس دروازه پورې وهله د دروازې درب یې په مغزو کې څیړکه وکړه. د ده شاته ولاړ کډوال ورو وویل:

-راځئ ورک یې کړه په جنجال اخته نه شو

-کمې پیسې خو یې نه دې اخیستې

دریم ګړی پونده د څپلیو له پسکه راوایسته او خپلې رابډوهلې پایڅې یې لږ نورې جګې کړې.

ده څادر پر اوږه کړ د لارې پورې غاړه د پاخه دیوال سیوري ته ودرید. پر پلې لارې یې د لمر د لګیدلیو وړانګو تودوښه احساس کړه، څادر یې پرمخ تیر کړ، وړاندې د پیپل ولاړې ونې ته ورغی. هلته څيرمه یو پولیس راښکاره شو. دستي راپه شا شو، د خپلې پلاستیکي کڅوړې ټک ټک یې اوریده. له دیوال سره یې کڅوړه پرانیسته، کیلې یې ترې راوایستې، کومه کیله چې مخکې پسته شوې وه هغه خوړینه ورته معلومه شوه، دوې نورې له جوسو سره لګیدلې وې او پستې شوې وې. ژبه یې پر شونډو تیره کړه، تندي پسې واخیست، جوس یې له کڅوړې راواخیست، پر ډبي نښتې نیچه یې بیله کړه. د ډبي لیکنه یې په لوړ غږ ولوسته« ام کا جوس، رییل ټسټ»

 ډبي یې بیرته په کڅوړه کې کیښود. د روغتون له دروازې سره یې په سپینه چپنه کې پر یوه سړي سترګې ولګیدې ورنارې یې کړې:

-ډاکټر صاحب

غږ یې ور کړ:

-ډاکټر صاحب…

هغه د څکولي سګریټ بیخ واچاوه. ده پسې ورمنډه کړه، هغه په ودانۍ ننوت. دی لږ ورو شو، د جوسو ډبي له کیلو سره لګیدل، کڅوړه یې په غیږ کې ونیوله، ورګړندی شو. د روغتون ور یې پورې واهه، ور خلاص و. سر یې دهلیز ته ورننویست، پر خپلې ککرۍ یې راماتې خولې یخې احساس کړې. له ورسره له نژدې کوټې د نارینه او ښځو د خندا غږ راته. کڅوړې ته یې وکتل، کیلې خوړینې شوې ښکاریدې، سترګې یې پورته کړې، مخامخ د اوږده دهلیز په پای کې یو سور څراغ لګیدلی و.

پای

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب