د (١٣٩٢ ٥.ش) کال د جدي د میاشتي ٢٣ ورځ وه چې مونږ په کوم مناسبت ادبي مشاعره درلوده او د ادب د لاري دوستان او ملګري سره یوځای سوي وو، ماد غونډي انانسري کول او ملګري شاعران مي دريځ ته یوپه بل پسې رابلل، په لیست کې د کوم ځوان ملګري د شعر ویلو وار راورسید، کله چې يې په سلام کلام پيل وکړ نو د خبرو په لړ کې يې دا غمجن خبر هم را کړ او د تسلیت په وړاندي کولو سره يې وویل چې (له بده مرغه مونږ د ملي ادب ډېر لوی نوم او د پښتو ژبي ډېر ستر شاعر استاد محمدصدیق پسرلی له لاسه ورکړ چې زه په دې مناسبت د ده مرحوم درنې ادبي کورنی او د هیواد د ادب لوی کهول ته د تسلیت اوغمرازی مراتب وړاندي کوم او استاد ته د فردوس جنت هیله کوم)، د دې خبر په اوریدو سره مجلس خپل مخکنی شور او شوق له لاسه ورکړ، پرغونډي یوسړه فضاخپره سوه اوشخصاً زه سره ددې چې باید ډېر متحرک او هڅاند وای نورمي د خپلو ناهیلیو او غمګینیو د تېزو څپو په وړاندي تاب رانه وړ ډېر ټکنی اومایوس سوم، په هرصورت غونډه مو په ماتواوغمجنو زړونو پای ته ورسول او د افغانستان د ادب ددې سترنوم د تشي په ویر مو خپل جسمي اوقلمي اوښکي وبهولې، نن ورځ چې ددې لوی ادیب د لسم تلین له نېټې سره برابره ده زه يې د سپېڅلي روح د خوښی او آرامی د دعا او استدعا په ارزو کولو د بیا بیا درناوي اوقدروني په پار د یادونو پر پاڼو یوه بله تاثري اوحسرتي پاڼه هم ور اړوم، د ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي د ادبي، ژورنالیستي، تخلیقي او شاعرانه شخصیت له غوره اړخونو ورهاخوا د نوموړي نمونه اي او مثالي شخصیتي اړخ ډېر د غور او تامل وړ دی، په دې هکله زما انتباه داده مونږ ته چې کوم لوی ادبي اوژورنالیستیک میراث له نوموړي څخه راپاته دی هغه دده د منفرِد او مستغني شخصیت له ژورو سرمنشا اخلي د هیواد په کچه به داسي ژمن او فکرمن د کار اوزیار خلک نور هم راټوکیدلي اوهڅېدلي وي چې هریو يې په خپل ځای د ویاړ او درناوي وړدي، اما د شخصیتي مزایاوو په برخه کې ددې سړي معنوي جوهراواصیل خویونه جلا د بحث او شنني وړ بابونه او موتیفونه لري، استاد د نمایش، فرمایش، تظاهر، ریا اومدعا، شهرت، ځان غوښتني، ثروت… نه داچې شوقي اولېوال يې نه وو بلکه د دغو مادي هوسونو او لذتونو څخه يې ډېره لري ځانته یو بېله لار او بله دنیا ودانه او سامانه کړې وه، نوموړي د فاني دنیا پر ځغلنده او بې بقا ژوندون زړه نه وو تړلی اود ابدي نړی د باقي ژوند لپاره يې د توښې اوسريښتې تابیه کول، ماته ترټولو دا مهمه ده چې ارواښاد استاد خپل ادبي او ژورنالیستیک موقف په ډېر متانت او لویې استغنا سره د ژوندترپایه وساتی او د خپل رښتیني شخصیت له برکته يې لکه څنګه چې وو همغسي ځان ثابته قدمه او نه بدلېدونکی په همدې انساني، اسلامي اوملي دریځ کې استوار ثابت کړ، یعني استاد حقیقي شاعر، لیکوال او ژورنالیست وو، تمثیل او تصنع يې نه کول، د تخلیق اوشخصیت تطابق او ورته والی د استاد د زرین ژوند بارزه ځانګړنه ده، د ادب په دنیاکې يې هنري صداقت اوطبیعي اصالت وپالی، دا نور مادي او موقعتي شیان يې له دې پتمني او قدرمني معنوي دنیا څخه واېستل، د سوچه رښتیني ادبي_هنري نړی د کار اوسینګار هڅه اوهانديې وکړ، د وطن ادبي امانت يې په ټول اخلاص محفوظ او مصوون وساتی او د یو صادق امانتدارپه توګه يې دا قیمتي ارزښت ترنورو او نوو نسلونو په ښه شان را ورسوی او دايې مونږ ته د یو تلپاته معنوي دود اودستورپه ډول د یو ویاړلي لاراویادګارپه حیث یوپوخ او د عمل وړ مثال پرېښود، ددې دود اودې لاري پالل خپل بېل ریاضت، جلا ارادت اونفسي طهارت غواړي چې زمونږدې پياوړي استاديې لاري اوچاري، بابونه او اسبابونه راته په روښانه ډول څرګند کړي دي، استاد زمونږ د فکر په دنیا کې د ادبي رسالت انساني_ملي فکرونه یوار بیا را هست او وکرل او مونږ يې په ځير سره دې ټکوته متوجه کړو چې د اصیل ادب لار کومه ده، او رښتینی ادیب څوک دی، دا ډېره ستره لورینه اوپېرزوینه ده چې د ټولني کوم اوڅار او فکرمن اوهدفمند انسان يې پر خپل ولس اوانسانیت پېرزوکوي، بناً زه په دې هیله او آرمان یم چې د ګران وطن د ادب پر کاله بیا، بیا داسي ښېرازه معناداره زرین پسرلي را وټوکېږي او زمونږ ادبي ګلبڼ یوار بیا زرغون، زرغون او ارغنون، ارغنون کاندي، په همدي تمه خپل لینکه را ټولوم او د استاد جنتي روح ته د سوکالی او آرامتیا غوښتنه کوم.
له کومه راغلو دې د غم خواته
چې اوس مو بیايې د عدم خواته
د خدای ج له میني را لټېدلي
ځو يې د لطف او د کرم خواته
استاد پسرلی.
اېستلې لاره لاروي غواړي
د مزل چاره لاروي غواړي
چې له ډبرو سترګي وتراشوي
تګ تر هینداره لاروي غواړي.
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی.