زه وخت ناوخت وينم، چي ځيني (يو او وايو) په (يوو او وايوو) ليکي. نه پوهېږم ولي؟
ځيني یې دا دليل وايي: چي مبتدا (موږ ضمير) جمع راغلې ده، ځکه دوه (واوه) ورکوو. لکه: موږ ناست يوو. موږ درس وايوو. په دې جملو کي (موږ) متکلم جمع ضمير راغلی دی، ځکه (يو) په (يوو) او (وايو) په (وايوو) ليکو.
که د جمع متکلم ضمير (موږ) خبره شي، نو بيا خو بايد د جمع ضمير (موږ) لپاره نورو فعلونو/کومکي فعلونو ته هم دوه (واوه) ورکړو.
موږ ډوډۍ خورو او اوبه څښو. کور ته ځو. د دوی پر حال ژاړو. موږ دلته نه کښېنو… داسي نور بايد داسي وليکو:
موږ ډوډۍ خوروو او اوبه څښوو. کور ته ځوو. د دوی پر حال ژاړوو. موږ دلته نه کښېنوو.
که پورته فعلونو ته دويم (واو) نه ورکوئ؛ يوازي (يو او وايو) ولي په دويم (واو) نازوئ؟ دا (يو او وايو) څه امتياز لري؟ او څه پخه یې راوړې ده؟
دا جمله کي (موږ دلته نه کښېنو.) دا معنا، چي متکلم جمع ضمير ځان ښيي. که په دويم (واو) ئې ونازوئ، داسي (موږ دلته نه کښېنوو.) دا معنا، چي جمع متکلم ضمير، غايب (مفرد/جمع ــــ مونث/مذکر) ښيي، چي هغه/هغوی دلته نه کښېنوو.
لاندي مثالونه وګورئ او د جملو په مبتدا کي د مفرد او جمع ضميرونو ته فکر وکړئ!
زه درس وايم.
موږ درس وايو.
زه ناست يم.
موږ ناست يو.
د مفرد متکلم لپاره (ام) او د جمع متکلم لپاره (و) راغلی دی. په (يم او يو) کي راغلی (ام، و) مفرد او جمع سره بېلوي. دلته په (ويل) فعل کي (ام) او (و) د مفرد او جمع توپير وکړ، نو دويم (واو) ته څه اړتيا ده؟
که چېرته د مفرد او جمع لپاره (يو او وايو) يو ډول وای، بيا که د دغه مفرد او جمع د بېلوالي او توپير لپاره جمع ضمير (موږ) ته دويم (واو) ورکولای يوه لار وه؛ مګر په اوسني صورت کي غير ضروري دی او د (واو) اضافي کارونه ده.
لکه په (وايم او وايو) کي، چي د (ام) او (و) د مفرد او جمع توپير کوي؛ داسي دا لاندي مثالونه هم وګورئ.
زه ډوډۍ خورم او اوبه څښم.
موږ ډوډۍ خورو او اوبه څښو.
زه ژاړم او خاندم.
موږ ژاړو او خاندو.
زه ځم.
موږ ځو.
په دې ټولو مثالونو کي د مفرد او جمع متکلم ضميرونو توپير په فعلونو کي په هغه (ام) او (و) کېږي؛ لکه په (يم، يو، وايم، وايو) کي، چي دی. په (يو او وايو) کي د دويم (واو) مينه والو په (خورو، څښو، ژاړو، خاندو، ځو…) او نورو فعلونو کي ولي دويم (واو) نه ورکوو؟ دلته خو هم مبتدا جمع (موږ) راغلې ده. يوازي (يو او وايو) سره د دويم (واو) د بار خواخوږي ولي کوو؟ بله دا چي (يو او وايو) د جملې په پای کي راځي.
که فونيميکي الفبا ته لاړ شو. (يو) په (yu) او (وايو) په (wayu) ليکو. که (يوو او وايوو) شي، نو (yu) به (yawu) او (wayu) به (wayawu) شي.
په هغو فعلونو کي چي له جمع متکلم ضمير سره دوه (واوه) راځي، له هغوی سره څنګه کوو؟ لکه:
موږ کار کوو.
موږ ماشومان کښېنوو. او داسي نور.
دا به په درې (واوه) ليکو؟!!
موږ کار کووو.
موږ ماشومان کښېنووو.