جمعه, مارچ 29, 2024
Home+له اسرارالتوحید څخه یو تصوفي روایت

له اسرارالتوحید څخه یو تصوفي روایت

غزني ته د اُبوسعیداَبوالخیرد استازی اومرید « دوست دادا » راتګ

ژباړه اسدالله بلهارجلالزی

حکایت کا: چې د شیخ ابوسعید ابوالخیرپه لومړنیو وختونو کې د ده د خانقاه او لنګر خواته نژدې یوې زړې ښځي ژوند کاوه، هغې يي پخلي ګره دادا بلله. د هغې زوی سعد نومیده، کله به يي مور کوم کار کاوه نوبیا به يي سعد ته نارې ته داسې نارې کولې. هله په دادا ګرانه! هاغه کار وکړه او دا کار وکړه. یوه ورځ شیخ ابوسعید به خپله حجره کې ناست و. له خپلومریدانواو صوفیانوسره يي په قیوله بوخت وو. سخته تودوخه اوګرمي وه. په دغه وخت کې د سعد مور یوځل بیا نارې کړي.( په دادا ګرانه) منډې کړه اوپه منګي کې اوبه راوړه! چې زه شیخ او صوفیانو ته یوڅه پاخه کړم. بوسعد په  چې پښې يي لوڅي او ځمکه سخته توده او ګرمه وه منګی ورسره واخیست په اوبو راوړلو يي په داسې حال کې چې پښې يي سوځیدې او له سترګو يي هم اوښکې بهیدې پیل وکړ. په دغه وخت کې د شیخ  انګړ له دروازې دننه شو. شیخ له حجرې په لوړ اواز وویل: – ما د همدې منګي په اوبو عراق د دوست دادا زوی ابوسعد او د هغه زامنو ته ورکړ. له هغه وروسته بیا بوسعد د دوست دادا په نوم مشهور شو. دا مبارک نوم ورباندې شیخ ابوسعیدابوالخیر کیښود. له دې وروسته چې بوسعد لوی او ځوان شو نو د شیخ په خدمت کې به و. دومره مقام ته ورسیده چې د شیخ د لسومخلصو ملګرو په کتار کې ګڼل کیده، هغوئ به شیخ خپل اصحاب عشره بلل. شیخ ابوسعید به چې کوم ځای ته څوک واستول یا يي استول هغوئ او اولادونه به يي همالته ډیر مشهوراو د تصوف اوعرفان د لارې مشعلونه اوډیر به اسوده شول. شیخ یوه ورځ بوسعد را وغوښت او هغه ته يي وویل:ـ زه به له د دې نړۍ له عالمه ښايي وکوچیږم. حسن مؤدب هم د صوفیانو پوروړی دی. ته به هم په غزني کې درۍ زره دیناره تر ګوتو کړي. هالته به د غزنین سلطان ته لاړ شي او زما سلام به ورته ورسوي. هغه ته به ووايي چې په ما درۍ زره دیناره پور باندې دی، نو له دغه پوره مې زړه را بې غمه کړه. چې له همدې امله له دې نړۍ څخه نشم تللای.

ابوسعد وايي: کله چې شیخ ابوسعید ماته دا خبرې وکړي. نو زما په زړه کې ویره ولویده چې زه به سلطان ته دا خبرې څنګه کومه؟ او په خبره به سلطان څه پوه شي چې دا کيسه زما ترغوږونوچا را ورسوله. دا اندیښنې مې زړه کې تاویدې را تاویدې، چې شیخ را باندې غږ کړ. ـ ای بوسعده! زړه دې له اندیښنو څخه پاک کړه. ما دا څو خبرې هغه ته کړې او هغه هم منلي دي. بوسعد وايي : ما هم د سفر موزې په پښو کړي. یو ځل بیا شیخ ته راغلم. شیخ راته وویل: ـ اي بوسعده! راشه له ما سره مخه ښه اوخدای پاماني وکړه! کله چې بیرته راشي نو بیا به ما ونه ویني؛ خو ګوره ! کله چې میهنه ته ورسیدې هالته به تر دریو ورځو ډیر نه پاته کیږي او بغداد ته به ځي چې ما بغداد تا اوستا زامنو ته درکړی دی. هالته تاته ځمکه در کول شوي. خو پام کوه چې بل هیڅ ځای به کومه ودانۍ نه جوړوې پرته له بغداد نه هالته به ستا لاس خلاص او ډیر به اسوده وي همدا طایفه.

بوسعد وايي: ما ډیروژړل بیا د شیخ په لاسونو ور پریوتم اوله شیخ سره مې مخه ښه وکړه. بیا د غزنین په لوري وخوځیدم، کله چې د غزنین ښار ته ورسیدم نو اندیښنو مې بیا په زړه کې ځاله وکړه. زړه نازړه وم. چې کله زه سلطان ووینم هغه ته به دا خبره څنګه وکړمه؟ له ځانه سره مې داسې وپتیله چې باید د سلطان په انګړکې جومات ته لاړ شم. هالته به یمه کله چې د سلطان کوم نژدې څوک لمانځه ته راشي نووبه یی مومم، بیا همدا کیسه ورته تیره کړم څو هغه يي بیا سلطان ته واوروي. همدې اندیښنو په سراخیستی وم. بي واکه په ښار دننه شوم اوتر اوتر مي کتل او ورو، ورو روان وم، په دې هم نه پوهیدم چې چیرته ځمه څه لاره چې ولاړم یو پراخ ځای ته ورسیدم، لاهم په یوه کوڅه کې روان وم. چې هالته وړاندې د پاچا سرای را ښکاره شو. ښکلی او ښایسته ځای و. کټ مټ لکه د نورو پاچهانو د سرای په څیر، په همدې ځای کې دکانونه لیدل کیدل ډیر وګړي په داسې حال کې چې لاسونه يي په ډډو لګولي وو. ولاړول کله چې زه همالته ورسیدم نو دوئ راته لاره راکړه، یو نیک خدمتګار مې ولید چې همالته په دکان کې ناست و. همدا چې په ما يي سترګې ولګیدې نو په خپل ځای کې ودریده بیا مخي ته راغی. غیږه يي راباندې تاووکړه. له جوړپه خیر وروسته يي راته وویل: اي شیخه دلته کښینه! زه د باندې ځمه او بیرته راځم. زه همالته کښیناستم. هغه ځوان سرای ته ننوت، له لږځنډ وروسته بیرته راغی، ماته يي وویل:ـ ته د میهني اوسیدونکی او د شیخ ابوسعیدابوالخیرمرید شیخ بوسعد« دوست دادا » يي؟

ما ورته وویل: هوکي زه یمه.

بیا همدې ځوان راته وویل: در ولاړ شه او سرای ته دننه درځه! زه له خپله ځایه را پورته شوم. په اوښلنو سترګو د سلطان سرای ته ننوتم، زه اک پک وم چې دوئ زما نوم او زما د اوسیدو په اړه معلومات له چا ترلاسه کړل او سلطان له ما سره څه کار لري؟ هغه خدمتګار زه انګړ ته راوستم له ځایه يي د سلطان حجرې ته بوتلم، سلطان مې ولید په هغې خالې حجره کې ناست او څلور بالښتونه يي شاوخواته ایښي و. ما ورته سلام واچاوه او سلطان يي ځواب راکړ. بیا يي راته وویل: ـ بوسعد د دادا دوست ته يي؟

ما ورته وویل: – هوکي زه یم

سلطان راته وویل: ـ څلوریښت شواروزه وشول چې ما شیخ ابوسعید په خوب ولیده. له هغه وخته مې دا خدمتګار په لاره کې درته انتظار کینولی و. ماته شیخ د پور کیسه کړي ده او ماهم ورسره ومنله. اوس دې الله اجردرکړي هغه به له دنیا ولاړ شي.

زه د سلطان له همدې خبرې سره بې هوښه شوی وم. خوبیا مې چیغې کړي او ډیر مې وژړل. سلطان هم راسره ډیر و ژړل، وروسته سلطان هماغه ځوان خدمتګار ته وویل: دی درسره بوزه چې د سفرکالي اوموزې وباسي. بیايي زه د سلطان انګړته بوتلم نورخدمتګاران يي راته وګمارل، زما يي لکه د سلطان په څیرداسې چوپړ اوخدمت وکړ. زه هماغه ورځ حمام ته واستولم. د حمام ته يي هم پاکې او صوفیانه جامې را واستولي، درۍ ورځي يي میلمه وم زما يي دومره قدر وکړچې له دې ډیرنو نه کیده. په څلورمه ورځ سهار بیا هماغه خدمتګارراغی اوماته يي وویل ته سلطان غوښتی يي! زه ورسره د سطان حجرې ته ورغلم. درۍ زره دیناره يي سنجولي ول هغه يي یوځای په یوه کڅوړه کې راکړل بیا يي راته وویل: – دا خو د شیخ د پور له امله شول، بیا يي زر دیناره ماته راکړل او راته يي وویل: – دا هم د شیخ د عرس له کبله درکوم. چې د شیخ په مقبره باندې زما له خوا عرس، ولیمه او خیرات وکړي. بیا يي زر دیناره نور راکړل. او راته يي وویل: – دا هم ستا دلارې لګښت له لیرې ځایه راغلی يي ځانته به  د سفر له پاره یوڅه  توښه او د پښو له پاره کپۍ واخلي!له دې وروسته يي هماغه خدمتګارته وویل: ـ دی به د خراسان تر قافلې ور ورسوي. چې سبا د خراسان په لوري روانیږي او ده ته به چارپای هم کرایه کړي. چې تر خراسانه پورې یې یوسي. د لارې واښه يي هم په هغوئ ومنه د قافلې مشر ته يي ور وپیژنه دا هم ورته ووایه چې له تاسو سره دی زموږ امانت دی تر حراسانه به يي سلامت رسوئ او په لاره به يي خدمت هم کوئ!!…

ما د سلطان خدمت وکړ. سلطان ماته عزت راکړ. زه په غیږه کې ونیولم. خادم راغی او زه يي د خراسان کاروان ته وسپارلم. زما دلارې توښه يي راته برابره کړه. آن تر خراسانه يي چارپای هم راته په کرایه ونیوه، له دې وروسته راسره مخه ښه وکړه. زه بیا راتلمه راتلمه چې خراسان ته راورسیدم. په لاره کې هم ډیر اسوده ومه خو داچې د میهنې په لوري  راتلم نو د شیخ په مړینه مې ډیر ډیر ژړل. کله چې د میهنې څنډو ته را ورسیدم د شیخ زامنو، مریدانواوصوفیانوزماهرکلی وکړ. شیخ ابوسعید په اشاره کې حسن مؤدب ته ویلې و. چې زما له مرګه درۍ ورځي وروسته به د ( دادا دوست) له غزني څخه را ورسیږي او ته له پوروړو څخه بې غمه شي. هماغه ورځ چې زه میهنې ته ورسیدم. درۍ ورځي تیرې شوې وي. د څلورمې سهار و. کله چې هغه ولیدم نو یوځل بیا د شیخ د مړینې ماتم جوړ شو، ټول په ژړا شول. له همدې سره د شیخ مقبرې ته لاړم او خپله کیسه مې ټولو ته بیان کړه. د شیخ د پور درۍ زره درهمه مې خواجه له ابوطاهر سره کیښودل. زردیناره يي چې د شیخ د عرس له پاره راکړي ول  هغه مې هم ورته تسلیم کړه. اوهغه زردیناره يي چې ماته راکړي ول هغه مې له خواجه ابوطاهرسره کیښودل. بیا مې ورته وویل: ـ دا به هم زما له خوا په شیخ پیسې عرس او ولیمه وکړئ! ځانته مې هیڅ څه پرینښودل

په همدې ورځ يي د شیخ پورونه ورکړل. د عرس کارونه ترسره شول. او ما هم په همدې څلورمه ورځ چې شیخ راته اشاره هم کړي وه. د هغه له زامنو او مریدانو سره خداي پاماني وکړه. او د بغداد په لوري وخوځیدمه.

یادونه:

میهنه، د څلورمې او پینځمې قمري پیړیو په اوږدو کې د وتلي عارف اُبوسعید اَبوالخیرد زیږیدو ځای دی. دا سیمه د سرخس او ابیورد ترمنځ د اوسني ترکمنستان د اخال ولایت د قهقهه ښارته په ۱۳۰ کیلومتري کې دعشق اباد سهیل ختیځ پرته ده. اُبوسعید اَبوالخیرپه همدې سیمه کې زده کړې وکړي لوی شو. او په همدې میهنه کې وفات او خاورو ته ورسپارل شو. مقبره یې همدلته ودانه ده.

1 COMMENT

  1. ستاسو له دې خواږه نکل نه دا هم جوته شوه چې غزني یا غزنین خراسان نه دی ، او تاریخي خراسان هماغه د ایران اوسنی خراسان ، زمونږ د هرات یوه برخه او باقي نور په اوسني ترکمنستان کې یوې سیمې پورې محدود دی، نه ټول افغانستان .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب