دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونه افغان حکومت د جنګي مجرمینو په محاکمه کې پاتې راغلی

 افغان حکومت د جنګي مجرمینو په محاکمه کې پاتې راغلی

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۹مه) د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، چې افغان حکومت د جنګي مجرمینو په محاکمه کولو کې پاتې راغلی دی.

یاد سازمان د اسیایي برخې مسوولې پاتریشیا ګاسمن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له بهرنیو ځواکونو نیولې تر طالبانو او افغان پوځ پورې ټولو په تېرو شلو کلونو کې درانه جنګي جنایتونه ترسره کړي او باید پلټنه یې وشي.

د ګاسمن په خبره د جرمونو نړیواله محکمه او دغه راز افغان حکومت د دغه جرمونو په پلټنه کې پاتې راغلی او کارونه یې په ځنډ پر مخ ځي.

ګاسمن د طالبانو په اړه ویلي، چې دغه ډلې پر ملکي وګړو د بریدونو او ماینونو د خښولو له لارې ګڼ جنګي جنایتونه ترسره کړي او په خبره یې که یې د مشرانو نومونه له تور لېست و ایستل شي بیا به هم پر دغه ډله یاد تورونه وي.

نوموړې وایي طالبان باید د ترسره کړو جنګي جنایتونو په اړه سپيناوی ورکړي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان داسې مهال پر افغان حکومت نیوکه کوي، چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې دوی د هاګ د جرمونو نړیوالې محکمې له چارواکو سره هوکړې ته رسېدلي څو هر هغه څوک، چې په افغانستان کې د جرمونو مرتکب شوي په هېواد دننه یا له هېواده بهر به سزا ورکړل شي.

نوموړي ویلي، چې د افغانانو هر قاتل باید په یاد ولري، چې ترسره کېدونکي جرمونه به يې مستند او هغه به څېړل کېږي او مجرمان به محکمې ته کشکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب