دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهبې خاونده هېواد | ډاکټر فرقان احمد توقیر

بې خاونده هېواد | ډاکټر فرقان احمد توقیر

افغانان له مرګي ښې طالع نه لري، خو له مرګیه یې برخه خواره ده. مانا له مرګونو سره غوټه ګټې یې د بل لمن ته لوېږي.

د زندان کړاوونه یې په نصیب شي، خو د زندان په ګټو کې د تش لاس پر دښمن اوښتي وي. که زه د زندان د ګټې چې د ځینو په برخه شوې در وشمېرم، کالم به د سرخط له حوصلې وتلی وي.

مولانا مودوي تفهیم القران په زندان کې کښلی،  د ابوالکلام ازاد “غبار خاطر”د  زندان محصول دی، د منډېلا نهرو او نورو د زندان خاطرې درانه تخلیقي ادبي اثار پېژندل شوي دي.

وړم کال چې په مکه مکرمه کې د بن لادن کمپنۍ کرینګ پر حاجیانو وغورځېد، لسګونه وژل شویو ته سعودي حکومت په میلیونو ډالر غرامت ورکړ، خو له افغانستان ایله د یوه حاجي داسې ګټور مرګ په برخه شو، ځېنې خو دا یو هم کره نه شي ګڼلای.

له یوولس کلن ژڼي تر پنځه اتیا کلن بوډا د ګوانتانامو زندان ته ولوېدل، خو د عمر خضر په څېر  یې لس میلیونه ډالرو د نصیب برخه او څکه نه وه.

په افغانانو د وړیا مرګونو برخلیک تپل شوی، د نورو له‌پاره یې مرګ په پچه رسېدلی، د دوی په مرګونو ګڼ اړخونه هوسا او بسیا شي، په میلیاردو ډالر په بډه کړي، خو افغان خوارکی د حورو غلمانو د تورو نخودو په لالهاندی ځان او خپل هېوادوال ټوټې ټوټې کړي.

کلونه وړاندې د ګوانتانامو کیسه توده په توده غځېدلې وه، زه له کابله کندهار ته تلم. په موټر کې له ما وړاندې دوه تنه په خپلو کې غږېدل. ویل اورېدلي یې دي چې ګوانتانامو کې بندیانو ته په سباناري کې ښه کوچ او پنیر ورکوي، څه موده دا ځان نه ورغورځوو؟

د مرګونو له دې پريمانۍ سره بیا هم زموږ مرګونه متنازعه دي. “ملګرو” مرنجان غونډۍ د شهیدانو غونډۍ ونوموله چې ډبرلیکونو ته به دې کتل، ټولو د وطن دفاع کې سرونه اېښي وو، خو چې “وروڼه” په کابل ور وغورځېدل، د دغو قبرونه او ډبرلیکونه یې ورمات کړل.

له یوې نیمې لسیزي چې ملګري د وطن ګوند د را ژوندي کولو په هڅو لګیا دي، یو هم را ولاړ نه شو چې د دې غونډۍ او شهیدانو حرمت ته سترګې ور واړولی شي.

حاجي نعیم کوچی له ګوانتانامو را خلاص شو، په دې خوشحاله و چې هوري یې درملنه شوې ده.  د ده په خبره، د ګڼو ناروغیو څومره ښه درملنه یې چې په ګوانتانامو کې وشوه، په بل ځای کې نشوای کېدلای.

زموږ د کلي حاجي کجیر وايي، لمسي یې له سنتولو”ختنې”وروسته نیا ته ویلي و، که بل چرګ ورته پخوي بیا سنتولو ته چمتو دی.

عمر خضر پنځه‌لس کلن و چې په افغانستان کې امریکايانو ونیو، ځکه خو د کاناډا حکومت د خپل تابعیت په پاس ساتلو د دې ناقانونه نیونې له کبله د ده له‌پاره لس میلیونه ډالر تاوان منظور کړ.

لسګونه بې‌ګنا افغانان د ګوانتانامو پنجرو ته ولوېدل، تاوان خو پرېږده چې د بښنې په غوښتو یې هم چا خپل غوږونه و نه ګرول.

د خوست دوولس کلن ژڼکی کلونه د ګوانتانامو په زندان کې بندي و، سره له دې چې کومه پړه یې را و نه وتله، خو د ژوند د خوښي او بې توپیري ټوله موده یې ګوانتانامو خاورې کړه. د ده ږیره او بریتونه په ګوانتانامو کې را وختل، خو د ده له‌پاره چا کوم غږ پورته نه کړ.

تاسې به په دې نن پرون کې د یوه امریکايي د ځورونې په تور په دوبۍ د سعودي شهزاده د نیولو خبر اورېدلی وي. که څه هم د امریکايي د ځورونې کومه ویډیو، سند او ګواه نه ده راوتلې، خو د یوه امریکايي ادعا د سعودي شهزاده د جرم له‌پاره کافي وګڼل شوه، که نه د سعودي شهزاده خو پرېږده، عام سعودي وګړي ته هم چا برند نه شوای کتلای.

کلونه وړاندې خواله رسنیو ته یوه ویډیو راووتله چې عرب شهزاده یو افغان د دوبۍ په سوځنده شګو کې له بربنډولو وروسته له میخونو په ډکه تخته نېږدې لس دقیقي ډبوي، پر نوره شکنجه سربېره یې خوله له شګو ډکوي او همداسې بربنډ یې په خپل موټر پسې تړي، خو شهزاد ته چا دومره هم و نه شوای ویلای چې پر مخ دې څو ګله؟

دا څوم وار دی چې په دې لنډ وخت کې امریکايي پوځ پر ملي اردو او پولیسو بمونه غورځوي، خو د پوځ سراعلی قومندان غږ نه شي ایستلای؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب