په ټولنه کې د خبرو کولو او اورېدو هنر د فرهنګي انکشاف لپاره اساسي اهمیت لري، خو یوه عامه ستونزه د دې نشتوالی دی.
کله چې یو کس خپلې تجربې او احساسات شریکوي، بل سړی سمدستي د ځان د لوړې تجربې بیان پیلوي، که یو څوک د خپل سفر په اړه ووایي، بل کس به ووایي: “زه څو ځله دې ځای ته تللی یم او له دې نه ډېرې ښې تجربې لرم.”
دا ډول چلند نه یوازې د خبرو اترو کیفیت کمزوری کوي، بلکې د نورو احساساتو ته درناوی هم نه ښودل کیږي.
په دې توګه، خلک د خپلو تجربو له شریکولو څخه ډډه کوي، چې له همدی امله اړیکې خرابېږي او د باور فضا کمزورې کېږي.