جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرغزل / عصمت قانع

غزل / عصمت قانع

لکه پتنګ چې د لمبو دپاسه کور واخلي

داسې مې مینه دوزخي اجل په زور واخلي

د تاک له رګه نښتېځلی اور مې زړه ته توی کړه

ګوندې هر رګ کې مې ویدې سندرې اور واخلي

ستا په وصال مې ژبې شونډو رپېدا شروع کړه

ته وا د جام نشه دماغ د شرابخور واخلي

له اننګو سره دې زما د زخمو رنګ جوړ شوی

لکه ګلاب چې له لمبو سره انځور واخلي

چې د بنګړو شرنګ دې نغمه د پېغلتوب ووایي

زما زړګی هم ورته شوق د ټنګ ټکور واخلي

د مغل حسن دی ړانده عدل دې هک حېران کړم

لکه خوشحال خټک چې سوچ د رنتبور واخلي

هر څه به هېر کړي د ناموس سپکاوی نه هېروي

پښتون به حتماً د عزت غچ پر لاهور واخلي

د محبت د رسوایۍ کیسه کې مه اوسېږه

تور قانع شته چې د رسوا مینې دې تور واخلي

5 COMMENTS

  1. سلام قانع صاحب
    ټولی لیکنی دی ډیری خوندوری دی ستا قلم او مرحوم ملنګ جان قلم او د وطنی احساس د قدر وړ وه او ستا دی
    خدای ج دی ډیر وخت زوندی لره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب