شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکلتورخاطرهخپل عهد ته ژمن اوسئ! - محمد نعمان دوست

خپل عهد ته ژمن اوسئ! – محمد نعمان دوست

د مهاجرت دور و. موږ له لومړنیو مهاجرینو څخه وو او دغه مهاجرین په جهادي تنظیمونو ویشل شوي خلک وو. خامخا به له یوه نه یو تنظیم سره تړلی وې او دا تړاو به دومره ټینګ و چې د بل تنظیم خلک به درته خپل خلک نه ښکاریدل. هریپور کیمپ کې اوسیدو. داسې راته یاد دي لکه پرون ورځ. له یوه بل کیمپ څخه مو خپلوان راغلل. غرمنۍ ته سره راټول شوو. تنظیمي بحث شروع شو، هغوی د بل تنظیم و. بحث دومره جدي شو چې ډوډۍ پاتې شوه او میلمانه خپه شول. زه ماشوم وم، خو د تنظیم کارت لرل راته اړین و. کارت مې واخیست. د کارت په سر یو حدیث شریف لیکل شوی و او الفاظ یې داسې و: (( لا دین لمن لا عهده له)) هغه وخت یې په مطلب نه پوهیدم، خو چې یو وخت یې په مطلب پوه شوم؛ نو ځان مې تریوه لوی مسوولیت لاندې محسوساوه. یوې لیلیه کې مې داخله کوله، خو زه د هغه تنظیم نه وم چې لیلیه یې چلوله. لیلیې کې داخلې ته د هماغه تنظیم کارت ضرور و.

د کارت اخیستلو څانګې ته لاړم. خو کارت اخیستل راته سخت ښکاره شول، لکه په خپل عهد چې پښې ږدم، لکه د یاد شوي مبارک حدیث خلاف کار چې کوم او لکه په خپله چې خپل دین له لاسه ورکوم. ډول ډول وسوسو سره مخ وم. سره له دې چې موږ مهاجر وو. په همدې جهادي تنظیمونو کې ویشل شوي خلک وو، خو چا مو په مسلمانۍ سم یقین نه کاوه او یا به د تنظیمونو مسلماني جدا وه. چې کارت به دې اخیسته د تذکیې په نوم یوه پاڼه یې در کوله او بیا به یو تنظیمي شخص ستا مسلماني او نور ښه صفات تاییدول. د کارت مامور راته وویل: د بل تنظیم کارت خو نه لرې؟ ژبه مې وچه شوه. دروغ ویل راته سخت ښکاره شول. مامور صاحب بیا وپوښتلم: ګوره مجاهد او مهاجر باید دروغ ونه وايي. باید په خپل عهد ټینګ ولاړ وي.

د بل تنظیم کارت خو نه لرې؟ ما تر څو ځان ځواب ته جوړاوه چې پکول پر سر مامور صاحب ته پرنجی ورغی، جیب ته یې دسمال پسې لاس کړ او بیا له دسمال سره یو ځای یې له جیبه د بل تنظیم کارت راووت.مامور سترګو لاندې وڅارلم او چې زما په سترګو کې یې پټه خندا ولیدله نو سمدلاسه یې کارت راته امضاء کړ او نورې پوښتنې یې ونه کړې. د کارت پر سر لیکل شوی حدیث شریف مې تل تکراروه.

خپل تنظیمي مشران راته ډېر پاک ستره ښکاریدل. ځکه ما ویل چې دوی له نورو دومره د عهد او ژمنو د پوره کیدو غوښتنه کوي نو خپله به ژمنو ته څومره وفادار وي؟ وختونه تیریدل او په هر پړاو کې مو له جهادي مشرانو اسلام او وطن ته د خدمت ژمنې اوریدې. د دوی بریا ته مې دعا کوله، دا دعا یوازې زما نه وه، د ټولو مهاجرو او هغو افغانانو وه چې په وطن کې اوسیدل خو د سره نظام او د هغوی د تالي سټو له ظلمونو کړیدل. کورونه یې بمباریدل، اولادونه یې وژل کیدل او شنه فصلونه یې لمبه کیدل. زموږ دعاوو رنګ را وړ، مشران کابل ته په فاتحانه انداز کې ننوتل او موږ یې د هغو ژمنو د عملي کیدو انتظار کاوه چې د مهاجرت په دوره کې یې د جومات له محرابونو او د غونډو له ستیجونو کړې وې. خو افسوس! دوی د یاد شوي حدیث خلاف ودریدل، دوی خپلې ژمنې ماتې کړې او دوی د حدیث د ژباړې سره سم له دینه ځانونه خلاص کړل. دوی یو ځل بیا عهد وکړ، دې عهد د خلکو په ټپي زړونو کې نوي امیدونه را وټوکول او دا ځکه چې دا عهد د خدای ج په کور بیت الله شریف کې وشو. خو دریغا! چې ژمنه کوونکي ورته مخلص پاتې نشول، هغه یې هم لکه واښه پښو لاندې کړ او یو ځل بیا یې ځانونه له دینه… له هغه وروسته ډیرو نورو خلکو ژمنې وکړې، د خلکو د ژوند د خوندي کولو ژمنې، وطن ته د خدمت ژمنې، د اسلامي شرعیت د تطبیق ژمنې،د عدل ژمنې، د انصاف ژمنې خو بیاهم له ژمنو سره هغه څه وشول چې پخوا کیدل. د ولسي جرګې وکیلانو هم ژمنې وکړې، وزیرانو په قران لاس کیښود او ژمنې یې وکړې، ولسمشر او مرستیالانو یې هم ژمنې وکړې، سوګند یې وکړ خو ټولو پرې پښې کیښودې، خپل عهدونه یې مات کړل او ځانونه یې له دینه خلاص کړل.

دا دی اوس هم ژمنې روانې دي. دا ژمنې د ولسمشرۍ د کاندیدانو له خوا دي. ښې پخې ژمنې دي. د وطن د پرمختګ ژمنې دي، د خلکو د سوکالۍ ژمنې دي،د وطن د ښیرازې ژمنې دي، د یوه عادل او په انصاف ولاړ نظام د جوړیدو ژمنې دي. خو خلک باور نه کوي. خلک اوس تیرو تجربو ته پام په هره ژمنه بې باوره دي. خلکو ته ټول ژمنه کوونکي عهد ماتوونکي ښکاري، خلکو ته ټول ژمنه کوونکي له دینه خلاص ښکاري او خلکو ته … نو که په چا خپل دین ګران وي او که څوک ذکر شوي حدیث شریف ته په درناوي قایل وي، ژمنې دې نه کوي، هغه ژمنې دې بلکل نه کوي چې نه یې شي عملي کولی. هسې نه یو وخت خدای مکړه ولس ته ټول مشران بې دینه ښکاره شي.

محمد نعمان دوست، جلال اباد (ګرداب ورځپاڼه) د لړم ۱۸، ۱۳۹۲

1 COMMENT

  1. ښاغلی دوست ته سلامونه ! دا وطنفروشان به یو کال وروسته لا ښه وپیژنې ، دوخت تیریدل دډیرو انسانانو څبرې بربنډوی. جوړ اوسې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب