جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د پاریس د سفر څوورکې کرښې

د پاریس د سفر څوورکې کرښې

د ۲۰۱۳ ام کال د جولای پر ۲۴مه نېټه مې د خپلې وړې کورنۍ له څو تنو غړو سره پاریس ته د سفر له پاره ملا وتړله. لاړو، ورسیدو، ځای پرځای شوو او د پلان له مخې مو ټول هغه ځایونه ولیدل چې غوښتل مو.

بېرته خپلې مېنې ته راستانه شوو او خپل ورځنی ژوند مو پیل کړ. ما باید د خپل دې سفر رپوټ په خپل وخت کې لیکلای وی؛ خو د د ډېرو بوخت‌تیاو په وجه ونه‌توانېدم څه ولیکم او په نن‌سبا کولو کې مې داسې لیکل هېر شول چې د پاریس د سفر لیکلي یاداښتونه هم په کاغذونو او کتابونو کې له سترگو داسې پناه شول چې د هېرېدو تربریده ورسېدل. څو ورځې مخکې مې د خپل کور وړوکی کتابتون د دې له‌پاره له الماریو رابې‌ځایه کړ چې له گردونو یې پاک‌کړم. د پاکولو په ترڅ کې مې هغه وړه کتابچه ترسترگو شوه چې د یاد سفر یادداښتونه کې په کې لیکلي و.

دا دی هغه یاداښتونه له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم.

                                      آصف بهاند

‐——‐——————–‘

دا دی پاریس ته ځمه:

وړوکی وم، ښايي د اوو اتو کلو به، چې زنوږ د اوسېدو د کلي دهمرادخان په کوڅو کې مې د یوه قهرېدلي دهمرادخاني له خولې واورېدل:

«چی شاهزادې پاریس خو نیس…»

دا جمله مې د ککرۍ په ارشیف کې خوندي شوه. وخت د برېښنا تر چټکۍ هم چټک روان و، د نه ـ لس او دولسو کلونو شوم. د خوښۍ په یوه محفل کې یوې ښځې بلې ته ویل:

«خورې مېـړه یې پیسې لري، «شام لندن» یې اغوستی و، خدای دې زموږ مل شي…»

چې په دې کې یوې بلې ښځې غږ ورباندې وکړ:

«خورې اغه څه کوې، د پلانکۍ ناوې یوه ټوټه اغوستې وه چې «شام پاریس» یې بلله، زه پوه نه شوم چې څه مانا به ورکوي. شام خو ماښام ته وايي، چې پاریس به یې لا څه‌بلا وي.»

یو بل کلیوال و چې کله به پر خپله ښځه باندې وقهرېد، د نورو ښکنځلو په ترڅ کې یې ورته داسې هم ویل:

«وه د گورکي لورې!»

دا کیسې او په دې کیسو پورې اړوند گڼې پوښتنې زما د ذهن د گودام په کومه تیاره تلخونه کې سره غونډېدې.

د کورنۍ ـ ښوونځي ـ ښونکوو او کتابونو له برکته مې د همدې پوښتنو او د ژوند د بېلابېلو برخو د نا حل پوښتنو د پیټی له بار سره؛ د علاوالدین تجربوي ښوونځی پای‌ته ورساوه او د اووم ټولگي د پیل له‌پاره، په دارالامان کې د محمدطرزي لیسې په دروازه ورننوتم.

یوه ورځ د جغرافیې ښوونکي د اروپايي هېوادونو او ښارونو د تشریح او توصیف په لړ کې خبره پاریس ته ورسوله او او داسې یې وویل:

«گورئ! پاریس د فرانسې هېواد پلازمېنه ده، دا دی او هغه دی…»

او په پای کې یې وویل:

«پاریس د اروپايي ښارونو ناوې ده.»

د دې جملې په ویلو سره خپله له ټولگي څخه ووت، خو زه او یو څو تنه نور زده‌کونکي یې په غضب ککړ کړو.

یو خو موږه د کوچني‌والي او زلمي‌توب د برید پر کرښه باندې ولاړ وو، وینه مو ورځ تربلې تودېده او چرگانو ازانونه کول؛ د همدغو دلایلو پربنا د ناوې او د هغې د لیدلو هوس راباندې غالب و، هره ورځ مو چورتونه وهل چې دا پاریس به څه ډول ناوې وي.

اوس چې له پنځوسو ورجگ یم بیا هم د برید پر یوې بلې کرښې باندې ولاړ یم، یعنې د ځوانۍ او زړبودۍ په سرحد کې گرځم، تر ما د جگ سن خلک هوس کوي چې کاشکې د تا په منگ وای، خو تر موږ ځوانان زموږ فکري چوکاټ ته گوري، زړو سندرو ته غوږ دی او کله ـ کله تر شوڼدو لاندې خاندي، باادبه یې خپله خندا هم پټوي او بې ادبه یې په ښکاره وايي چې: «کاکا ته د «دقیانوس» د زمانې کیسې پرېـږده، اوس بله زمانه ده او هرڅه بدل شوي دي.

په هرصورت، زه له دواړو ډلو سره گوزران کولای شم، خو دا یو عیني حقیقت دی چې له عجیبو پېچومو، کړاوونو، بوړبوښکیو او دنگو غرونو راتېر یم، ځان او کورنۍ مې تر دغه زمان او تر دې مکانه رارسولي دي، هڅه کوم چې ځان ځوان وښیم، خو پرته له انکاره چې زه له ځوانۍ نه، زړبودۍ ته د تېرېدو پر خطرناکو پېچومو ولاړ یم، ښه خبره دا ده چې ورته ستړی نه یم او لوی امتیاز مې دا دی چې د هنر ـ موسیقي ـ شعر او کتاب ډیوه مې په لاس کې ده چې پر تلونکې لار تېرنه‌وزم او د ترکستان خوا ته لاړ نه‌شم.

خبره لږه اوږده شوه، پاریس مې یاداوه او ویلي مې وو چې: دا دی پاریس ته ځمه، پاریس ښه ځای دی، بیا نه‌راځمه، زه خو به هلته پاتې کېږم، خو که د «سرکوزي» زامن مې پرېږدي، د راسیزم په متروکو به مې وهي او لکه شین‌بانجان مې یا خپل اور اخیستي هېواد ته لېـږي او یا مې له راغلي ځای نه بېرته همالته ورستنوي؛ خو دا امید شته چې د یوې اوبرنگې کتابچې (د سفر اسناد) په اعتبار به د پاریس د لیدلو اجازه راکړي.

د پاریس میترو:

د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۲۵مه پاریس ته ورسېدو. د استاد اسد اسمايي زوی میلاد زموږ هرکلي ته راغلی و. میترو ته چې ورښکته شوو، ما میلاد وپوښته چې دا میترو څه نومیـږي؟ ده راته کړل چې:

«دا د یو شخص نوم دی.»

ما بیا وپوښته چې دې سړي کوم داسې کار کړی دی چې دا میترو د هغه په نامه نومول شوې ده؟

میلاد د خپل پلار استاد اسد اسمايي په انداز راته وویل:

«د فرانسې په انقلاب کې یې څڼې اړولې دي، ځکه یې دا میترو په نامه ده.»

ما یې چې د ترسره کړي کار یا خدمت پوښتنه وکړه، ده راته وویل:

«څوک به یې وژلي وي، انقلابونه خو له وهلو ـ ټکولو او وژلو سره مل وي.»

ما په روسیه کې د تم‌کېدو په موده کې هره ورځ له میترو استفاده کوله، کله چې په پاریس کې میترو ته ور ښکته شوم، څو ځایه مې موږکان ولیدل او ځینو ځایونو کې اوبه راڅڅېدې، خو د ماسکو په میترو کې یو وړوکې کاغز یا ډکې هم ما نه دی لیدلی.

ایفل برج:

لومړی ځای مو چې پاریس کې ولید، د ایفل برج و، دا برج چې د عالم له عجایبو څخه دی، د خپل جوړونکي (گوستاو ایفل) په نامه نومول شوی دی. دا برج د پاریس د «سن» سیند په اړخ کې د «شاه دو مارس» به میدان کې درول شوی دی چې ۳۳۰ متره لوړوالی لري. جوړولو یې دوه کاله او دوې میاشتې (۱۸۸۷ ــ ۱۸۸۹) وخت ونیو.

د ایفل برج پر جوړېدو باندې څه باندې یوسل و شپـږدېرش کاله تېر شوي دي، تر اوسه لا هماغسې نیغ ولاړ دی او د فرانسې د پېژندنې او فرهنگ استازولي کوي.

شانزه‌لیزه کوڅه او د پاریس د بریالیتوب تاخچه:

 په پاریس کې شانزه‌لیزه د شته‌منو د اوسېدو سیمه ده چې فرانسویان یې «la plus belle avenue du monde » بولي چې د نړۍ تر ټولو ښکلی واټ معنی رسوي. پر دې واټ باندې چې څوک مخامخ ولاړ شي، د پاریس د بریالیتوب وداني ته وررسېـږي، دا وداني د هغو فرانسوي سرتېرو په ویاړ جوړه شوې ده چې د فرانسې له پاره یې ځانونه قربان کړي دي. دا یادگار د پاریس په شارل دوگول ډگر کې ودان شوی دی.

فرانسویانو د خپلې بریا دا یادگار په لرغوني روم کې د تیتوس د جوړ شوي یادگار نه په الهام سره جوړ کړی دی او زموږ د ازادۍ مخکښ شاه امان‌الله بیا د پاریس له یادگار نه په الهام سره، د انگلیسي  یرغل‌گرو په مقابل کې د افغانانو د بریا په پار په ۱۹۱۹ م کې د کابل په پغمان کې، هغه ته ورته یو یادگار جوړ کړ. رومیانو او فرانسویانو د خپلو نیکونو د بریا دا څلي وساتل او تر نن پورې یې درناوی کوي؛ خو زموږ د بریا پر یادگار کله داسې حالت هم راوړل شو چې نه یوازې درناوی یې ونه‌شو، بلکې په یادگار کې کارول شوي توکي مات کړای شول او په بازار کې لیلام شول چې بیا وروسته بېرته ورغول شو. ما (آصف بهاند) په پغمان کې د بریا د دې څلي د ورانولو او په بازار کې د څلي د مرمر تیـږو خرڅول په خپلو سترگو لیدلي او کلونه پخوا مې د خپلو سترگو لیدلی حال لیکلی او خپور کړی دی. د هغې ترخې خاطرې یوه برخه داسې ده:

«ما ته يې دقیقه، ساعت او نیټه اوس نه ده په یاد، خو دومره مې یادیـږي چې د ډاکتر نجیب د حکومت وخت و؛ په خپلو سترګو مې ولیدل چې سهارمهال و، دوستمي ایله جاریانو د پغمان د طاق ظفر مرمر تیـږې راشکولې وې او په دهبوري کې يې د حاجي عبدالله په سنګ فروشۍ کې خرڅولې. حاجي عبدالله سنګ تراش و پوښتل:

«دا موله کومه کړې‌دي؟»

یو تن چې شخ لنګوټی يې پر سر و، تر پونډیو جگې پایڅې او پس‌قاته بوټان يې په پښو وو، په ویاړ او هسکه غاړه و ویل:

«او بیادر! اي سنگای طاق ظپر پغمانس، میپامي یانې؟»

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_larwraky_larawyan_ketab1.pdf

د کتاب ۳۳ ام مخ

د پاریس د لیدلو په ورځو کې مې بې‌شمېره مجسمې ولیدلې. هلته کې دومره مجسمې دي چې که د مجسمو ضد وطنوال څوځلې زیات هم شي او ټولو ته د دې مجسمو د ماتولو له پاره چکوشونه په لاس ورکړل شي؛ دوی به دا مجسمې او تاریخي یادگارونه په څوکلونو کې مات نه شي کړای. زما په وطن کې د تاریخي یادگارونو او مجسمو پرضد جهاد اعلانېـږي، خو د پاریس په هرواټ او هره کوڅه کې په لسگونو مجسمې او تاریخي یادگارونه ولاړ دي، هره مجسمه او یادگار د دې وطن او بشریت د تاریخ کیسې په ځان کې لري. هرې مجسمې ته چې گورې یوه ښه یا بده ــ خوږه یا ترخه کیسه او خاطره دریادوي؛ خو زما په وطن کې د سلسال او شاه‌مامې مجسمې الوزول کېـږي، چېرته موږ او چېرته فرانسویان.

د پاریس نوترِدام کلیسا:

هغه ورځ چې د ایفل برج پاسنۍ برخې ته وختو، له هغه ځای نه ټول پاریس لیدل کېده چې ډېره خوندوره ننداره وه. له هغه ځای مې د یوې جگې غونډۍ پرسر باندې پر یوې ودانۍ سترگې ولگېدې، خپل زوی لونگ بهاند ــ چې پخوا له خپلوښوونکو او ټولگیوالو سره پاریس ته راغلی وــ مې وپوښته چې:

«لونگ لالا هغې ودانۍ ته ورتلای شو که نه؟»

هغه راته وویل:

«پلاره د هغې ودانۍ لیدل د بلې ورځې پلان کې شته، خامخا ورځوو.»

په ټاکلې ورځ ورغلو، دا ودانۍ «د پاریس نوترِدام کلیسا» وه. د دې کلیسا جوړولو ډېره اوږده موده نیولې ده، دا کلیسا د معمارۍ «د گوتیک سبک» په قالب کې جوړه شوې ده. د دې کلیسا د جوړولو کار په ۱۱۶۳ م کې پیل او په ۱۳۴۵ م کې پایته ورسید، چې نږدې دوه پـیـړۍ وخت یې ونیو.

دا کلیسا چې د فرانسې د ملي‌فرهنگ غوره بېلگه گڼل کېـږي په ۲۰۱۹ م کال کې یې ډېری برخې وسوځېده، خو په ډېر لوړ لگښت سره بېرته ورغول شوه؛ خو موږ افغانان د ناپوهۍ د ډگر د قهرمانانو په توگه خپل مقدس او تاریخي ځایونه د پردیو په لمسه په بمونو او راکټونو ورانوو.

د افغانانو رستورانت:

«د پاریس نوترِدام کلیسا» تر لیدلو وروسته، د همدې تپې ــ چې کلیسا پرې ودانه وه ــ په یوه اړخ کې د افغانانو یو وړوکی رستورانت په مخه راغی.مخکښته روان وو چې د رباب غږ مو واورید، وروگرځېدوو.

پر دروازې یې لیکلي وو: «افغان رستورانت» خاوند یې په دري ژبه زموږ هرکلی وکړ او د خبرو په ترڅ کې وویل چې دیرش‌کاله مخکې یې دا رستورانت پرانستی دی. رستورانت په یوه واړه دوکان ډوله ځای کې جوړ شوی و. تقریېاً د دیرشو تنو له‌پاره یې ځای درلود. د دوو دیوالونو په خوا کې یې دوې اوږدې څوکۍ ایښې وې او د هغو د پاسه یو فرش او بیا د توشکې په شان څه اچولې وې، واړه ــ واړه بالښتونه یې دېواله ته تکیه کړي وو. موږ هم د وطن له شوقه د ډوډۍ خوړلو او دمې له پاره کېناستو.

د رستورانت په دېوالونو کې د بودا عکس، په ټوټو پورې راځړول شوي څونډي، د افغانستان د بېلابېلو برخو عکسونه چې پخوا بهرنیو توریستانو د پوستکارتونو په ډول چاپ او خپاره کړي وو، په کله‌باتو گنډل شوې خولۍ، پڼې، د کوچیانو د اوښانو د کاروانونو عکسونه، وړې قالینې، یوه‌زړه چپنه چې خامک‌دوزي هم پرې شوې وه، یومسي پتنوس، لږپاس په یوه تاخچه کې یوشیشهٔ چلم، د وزلوبې یو عکسونه، یوارمونیم، یورباب، یوه دلربا، یوسه‌تار په ځانگړو ځایونو کې اېښودل شوي وو. نرمه افغاني او هندي کلاسیکه موسیقي خپرېده چې ستړیا یې لرې کوله.

د رستورانت خاوند راته وویل چې نوم مې محمدیوسف محسور دی د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي له فرانسوي څانگې فارغ شوی او له ۱۹۸۶ م کال راپه‌دې‌خوا دا رستورانت چلوم، خو رستورانت په ۱۹۷۷ م کال پرانستل شوی دی. څه چې خپلو میلمنو ته وړاندې کوو، ټول د افغانستان خواړه دي.

لورو موزیم:

د ۲۰۱۳ ام کال د جولای پر ۲۷مه نېټه د لورو موزیم لیدلو ته لاړو. لورو موزیم د نړۍ په دریو مهمو موزیمونو (په انگلستان کې برتش موزیم، په روسیه کې د ارمیتاژ موزیم او په فرانسه کې لورو موزیم) کې یو مهم موزیم دی چې د لیدلو له‌پاره یې هره‌ورځ گڼ‌شمېر توریستان ورځي. په لورو کې د نورو هنري او تاریخي اثارو د لیدلو ترڅنگ زما اصلي موخه د لیوناردو داونچي نوموتی اثر مونالیزه تابلو وه.

په موزیم کې مې چې کله د روم، ایتالیا او فرانسې څانگې لیدلې، نو د خپل دانشمند استاد حبیب‌الله جاج پښتون‌زوی لکچرونه راپه یاد کېدل چې د یادو هېوادونو د تاریخ، هنر او ادبیاتو په باب به یې موږ ته معلومات وړاندې کول. هغه وخت یې دومره په ارزښت نه پوهېدو، اوس چې د هغو هنرونو اثار او عظمت په سترگو وینم د استاد جاج د خبرو ریښتینولي مې په ذهن کې بیا بیا تداعي کېـږي.

د موزیم له لیدلو چې خلاص شوو، یوپارک مو هم ولید او بیا مخامخ د پاریس شانزه لیزه کوڅې ته وربرابر شوو

په گونگه‌ژبه له استاد اسد اسمايي سره خبرې:

په ۲۹مه نېټه د استاد اسد اسمايي هدیرې ته ورغلو.

د استاد اسد په باب مې څو مقالې لیکلې دي، خو د ده د پنځم تلین په مناسبت مې چې کومه مقاله خپره کړې ده، په هغې مې د ده هدیرې ته د خپل ورتگ په باب داسې لیکلي دي:

«تر ډېـرې مودې وروسته د ۲۰۱۳ کال په اوړي کې وتوانیدم چې پاریس ته سفر وکړم. زما د سفر په پلان کې د نړۍ له اوو عجوبونه دوې (د ژوکون موسکا او د ایفل برج)، موزیمونو، پوهنتونونو، د شپاړسم لويي ماڼۍ او بڼ، د لورو موزیم او… لیدل شامل وو، خو تر ټولو لومړی د «فلسفي یار» مړستون ته تګ مې خپل لومړیتوب ګاڼه. ورغلم د سړې بې حرکته بسترې (قبر) په څنګ کې کیناسم،

 بیا مې لکه ماشوم ورته وژړل، د ده د مرگ په خاطر مې چې کومې جملې د مرګ د شیبې له پاره لیکلې وې، بیا د ده د مړستون په څنګ کې زما د ککرې په ګومبزه کې انګازې وکړي او داسې یې وژړولم لکه مړي ته یې چې ناست یم .هغه څو جملې دا دي:

«او بیا آسمان وریځ شو، وغړمبید، داسې وغړمبید چې غرونه او رغونه یې ښورول. نه یې واوره و وروله، نه ږلۍ، نه کوم تند باران وورید او نه نرم باران. دا وار ته د تالندې او بریښنا په لړ کې د وریځو له منځ نه سپین اوښ راښکاره شو،خلکو ویل خدایه خیر کړې، «بیا به وارکا په کوم غولي وارد چا دی»، اسد غږ وکړ : دا زما دی، د ازما وار دی.

 او په پای کې دا وار پر ده راغی، پر آسمایي راغی، پر لیوني راغی.

سپین اوښ راغی، د ده د استوګنځي مخې ته ودرید، په ګونډو شو. اسد په اسانۍ، په نرمۍ، په خوشالئ، په خپله خوښه ورباندې سپور شو. اوښ بیرته ودرید، په سوچ کې شو، څه يې ونه ویل، سر یې وښوراوه، وخوځید او د تورو، سپینو وریځو په منځ کې زموږ له سترګو نهام شو…

او زموږ د مرکو لیونی،

زموږ د فلسفو لیونی،

زموږ دغرونوآسمايي لیونی،

زموږ د یارانې لیونی

 او زموږ اسد یې د تل له پاره له موږ څخه جلا کړ، او په دې ډول یو ستر انسان د مځکې له مخ نه کم شو.»

پاریس ته راغلم لیونیه

پته دې نه وه، هک‌حیران ودرېدمه

(بهاند آصف، د تللو یادونه ـ لومړی‌ټوک، خپرندوی: په خپله لیکوال، ډنمارک، د ۲۰۲۴ام کال جنوري، ۱۸۵ ام مخ)

د جولای په دېرشمه مو د خپل سفر دا فصل وتاړه او بېرته مو کورته مخه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب