تاند『دوشنبه د زمري ـ اسد ۲۷مه』د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره شپه(د زمري ۲۶مه) له یو شمېر اروپایي مشرانو سره واشنګټن ته ورسېد.
نوموړی به نن د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ ټینګار کړی، چې اوکراین ته د کریمیا بېرته ستنېدا او له ناټو سره د اوکراین یوځای کیدا “ناشونې” ده.
هغه زیاته کړې: “زیلینسکي که وغواړي کولی شي جګړه پای ته ورسوي.”
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ په بروکسل کې ویلي، چې له روسیې سره د جګړې اوسنۍ کرښې باید د سولې د خبرو اترو بنسټ وي.
هغه زیاته کړې؛ “مونږ رښتینو خبرو اترو ته اړتیا لرو؛ ځکه مونږ کولی شو له هغه ځایه یې پیل کړو، چې اوس لومړۍ کرښه ده.”
د نوموړي د څرګندونو له مخې ؛ اروپایي مشرانو هم د هغه له دې دریځه ملاتړ کړی دی.
زیلینسکي دا څرګندونې له اروپایي مشرانو سره له مجازی ناستې او په واشنګټن کې له ډونالډ ټرمپ سره له لیدنې مخکې او په الاسکا کې له ولادمیر پوتین سره د ټرمپ له لیدنې وروسته کړې دي.
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي بیا هم ټینګار کړی، چې اوربند به وروستي هوکړې ته د رسیدو پر لوري لومړی ګام وي.