تاند『دوشنبه د زمري ـ اسد ۲۷مه』د روغتیا نړیوالې ټولنې (WHO) د افغانستان په ۷ بېلابېلو سیمو کې ۳۱ روغتیايي مرکزونو ته ۸۳ میټریک ټنه اړین طبي توکي رسولي دي.
دې ټولنې په خپله ایکس پانه زیاته کړې؛ چې په دې باري کڅوړو کې، د اروپایي اتحادیې (EU) لخوا یې مالي لګښت پر غاړه اخیستل شوی؛ بېړني کېټونه، جراحي سیټونه او نور اړین توکي شامل دي.
سرچینې لیکلي، چې دا مرسته به په راتلونکو ۳ میاشتو کې د ۲۰ زره ناروغانو د درملنې لپاره بسنه کوي.
دا مرسته داسې مهال افغانستان ته رارسېږي، چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې عام خلک له سختو روغتیایي ستونزو او د مناسبو روغتیایي خدماتو له نشتون سره مخ دي.
عام افغانان تمه لري چې حاکم نظام به دوی ته پر وخت د روغتیایي خدماتو غم کوي او په دې برخه کې به د دوی ستونزو ته رسیده ګي وشي.