سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبطنزونهشیطان څراغ (طنز) لیکوال: علم گل سحر

شیطان څراغ (طنز) لیکوال: علم گل سحر

    دایې څلورم ځل و،چې د ماڼۍ د کړکیو د ماتوښیښو په ځای یې نوې ښیښې اچولې وې. سره له دې چې ښیښې یې لاپرون پوره کړې وې او اوس دومره یخني نه وه خو د کار او کادرونو د چارو وزیر ناروغ و، نورو وزیرانو او مشرانو به ویل چې وزیر په هغه شپه چې د توغندي ګولۍ د کړکیو ښیښې ماتې کړې، په یوه کمپله کې ویده شوی او خپلې سر زورۍ زکام کړی دی.

وزیر دا څو ورځې د هغه او دغه له جېب څخه ډېرې ګولۍ خوړلې وې او خپل همېشنی شین چای یې هم په تور چای بدل کړی و، خو ناروغي یې لا پسې سخته شوې وه. د روغتونونو لارې د نورو وسله والو ډلو په واک کې وې، وزیر پکول ایسته کړی و او تر سر یې برګ دسمال ټینګ تړلی و، له ځایه راولاړ شو، له دروازې یې یوې او بلې خواته وکتل، پیره دار په دیګدان پسې اور اوچولی و، وزیر پرې غږ کړ:

-آغا شېرینه دوا دې راوړه؟

آغاشېرین چې په یوه لمده لښته د اور په منځ کې لرګې سره اړول را اړول مخ راواړاوه.

-ټول بازار بند و، یوه دواخانه هم خلاصه نه وه.

ـ ولې برچه او کلاشینکوف دې نه لرل چې قلف دې پرې مات کړی وای ها؟

چې هغه څه ونه ویل په آمرانه لهجه یې پسې زیاته کړه:

-ژر ولاړ شه له یو درملتون څخه د ټوخي او زکام دوا راوړه.

آغا شیرین چې هماغسې یې په اور کې لرګې واهه پوښتنه وکړه:

-ډاکتر خو به نه وي څه رقم دوا راوړم؟

ده د روغتیا له وزیر نه مرسته وغوښته. د روغتیا وزیر نصوار اچولي و، یوې بلې خواته یې وکتل، تف داني یې پیدا نه کړه، په ډکه خوله یې ځواب ورکړ:

-زمړي چاپ ګولۍ، سلاتامول شربت او نورې هغه څه یې بولي هغه دشنه پاکت ګولۍ چې شاته وزي.

آغا شیرین ښایي د ده خبرې اورېدلې وي، خو د کار وزیر لږ په لوړ آواز بیا تکرار کړې او ټوپکوال ته یې په منت وویل چې د ژمي په ګرمۍ او د دوبي په یخنۍ دې نه نازیږي په حالاتو باور نشته ټمبلي دې نه کوي ګولۍ دې ژر راوړي.

ټوپکوال زړه نا زړه روان شو، له غوصې په ډک نظر یې وزیر ته وکتل چې مانا یې دا وه:

-وزیر یې څه قومندان خو نه یې، چې دومره نېغ نیغ کېږې.

په ښار کې برېښنا نه وه، وزیر یې له څو نورو وزیرانو سره یو ځای خپل کورته چې په خارج کې وه، تللي و.د برېښنا بندونه د یوې بلې وسله والې ډلې په لاس کې وو. هغوی چې په دې ماټۍ کې برخه نه لرله نو برښنا یې پرې بنده کړې وه، څه موده یې د پیسو په بدل کې برېښنا راپرې ايښې وه، خو څو ورځې وروسته یې بیا و دروله.

د پوهنې وزیر د ماڼۍ په کړکۍ کې د شربتو نیم پاتې بوتل تش کړ، د بوتل سر یې د میخ په وسیله سوری کړ، بیا یې دخپل بالښت یوه خوا وسپخوله، یو موټی پنبه یې راوایستله، ویې ورېشله بیا یې بېرته د تار په ډول مزی کړ، له ایشټوپ څخه یې په بوتل کې تېل واچول، څو رکعته مسافرانه لمونځ یې ادا کړ. اوس نو د ماڼۍ دا خونه بېخي تیاره شوی وه. په خونه کې نور وزیران معینان او قومندانان هم وو، خو لکه چې د څراغ لګول د پوهنې د وزیر ددنده وي ټول غلي ناست وو د پوهنې وزیر څراغ ولګاوله رڼا سره یې ټولو د پوهنې په وزیر شاباش ووایه، ان یو نیم خو لاسونه هم وپړکول، د مرکزي فرقې قومندان په ټوکه وویل:

-یره رښتیا چې پوهنه رڼا ده، وګورﺉ‎ د پوهنې وزیر خپله وظیفه سرته ورسوله.

وزیر چې اورلګید بېرته په کړکۍ کې ایښوده په ویاړ سره وویل:

-هو نو ستاسې د وزیر غوندې خو نه یم. چې جنګ شروع شي دی ورک شي.

ټولو وخندل، ددوی له خندا سره د درندو وسلو غړمبهار هم پیل شو، له هرې خوا مرمۍ بادېدلې.

       د وزیرانو بېړنۍ غونډه د د شیطان څراغ رڼا ته جوړه شوه.

څراغ د رئیس مخې ته اېښی و، ځکه نو د ټولو څېرې سمې نه معلومېدلې، خو ددولت رئیس د خپلې اوږدې وینا په وخت کې هر یوه ته کتل، داسې لکه چې ددوی هر یوه څېره ښه لیدای شي او د هغوی په څېرو کې د خپلو خبرو د اغېزو په لټه کې وي. ده په خپلو خبرو کې د کارونو د ښه اجرا او حالاتو په باب وخوښي وښودله اود مخې ته پراته کاغذ له مخې یې هر یوه ته دندې وسپارلې .د برېښنا وزیر نه و، ښار ته د بریښنا د بیا راتلو په باب د تدبیرونو د نیولو د دندو د یاددښت به وخت یو نابلده کس د شیطان څراغ رڼا ته راد مخه شو. د رئیس لومړی ورته پام نه و، د کاغذ له مخې یې د هغه د راتلونکو دندو په شمېرلو پیل وکړ.((د اقتصادي امورو وزیر وظیفه لري چې د ښار د یوه د کاندار چې موږ ته یې عریضه رسېدلې ده د کانتینر د بېرته ورکولو په باب اجرات وکړي، د ده کانتینر زموږ یوه قومندان په زور ترې وړی دی چې دا…))

د رئیس د نابلده وزیر څېرې ته پام شو، ښکته پورته یې ورته وکتل، کاغذ یې یوې خواته کړ، پوښتنه یې وکړه:

-ته څوک یې؟

-زه د اقتصادي چارو وزیر یم.

-عجیبه ده،ته چا مقرر کړي یې؟زه خو تا نه پېژنم.

-صیب، زه والي مقرر کړی بم، هغه ما ښه پېژني.

-رئیس تلولی شو:

-عجیبه ده، نو هغه بل څه شو؟

-خبره داسې ده چې پخوانی وزیر ګاونډي ملک ته خپل کورته تللی دی، والي صاحب ویل چې هغه ورته ویلي چې بیا نه راځي، بس ماته یې وویل چې ته هلته وزیر شه .د ده په خپله هلته ښه سات…

       د توغندي لړزوونکي غږ وزیر نورو خبرو ته پرې نه ښود، د ارګ ماڼۍ نوې ایښودل شوې ښېښې دانه دانه شوې، دوه کسه په وارخطایۍ راولاړ شول خو چې رئیس ته یې وکتل بېرته په خپلو ځایونو کښېناستل.

      یو ټوپکوال په بېړه کوټې ته راننوت، د رئیس په غوږ کې یې څه وویل، رئیس مخې ته پراته کاغذونه سره را ټول کړل وسله وال ته یې ورکړل او په خپله په بېړه ووت. له ده وړاندې وروسته نور هم ووتل، شیطان څراغ یوازې پاتې شو. شاوخوا د توغندیو ګولۍ لګېدلې، داسې معلومېدل چې ټولو لاره ورکه کړې وي، بس یوې بلې خواته یې منډې وهلې.

تا به ویل دسپوږمۍ تتې رڼا ته په ګولیو څیرې څیرې بیرغ ریتاړې او په ماڼۍ کې د باد په مخ کې د شیطان څراغ لړزېدونکې لمبې د ارګ په تللي برم پسې لاسونه اچوي.

 ۵/ ۵/ ۱۳۷۲ کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب