جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د ماډرن ازم او پوسټ ماډرن ازم په هکله د نعمت الله...

د ماډرن ازم او پوسټ ماډرن ازم په هکله د نعمت الله صدیقي د لیکنې ځینې نکتې

لیکوال: سعدالرحمان مسرور – پېښور

هر کله چې يوه ژبه کښې د څۀ پۀ هکله د مباحثو آغاز کېږي نو دا خو به تقريبًا هرچاته معلومه وي چې دغه مباحث له ځان سره څه نوي اصطلاحات هم راوړي خو له ډېرو کمو خلکو سره به د دې خبرې احساس وي چې د مباحثو د آغاز دغه وخت ډېر يو نازک وخت وي وجه یې دا ده چې که دغه نوي مباحث پۀ يوه منظمه او استدلالي طريقه وۀ شول نو وړاندې د هغه ژبې علمي او ادبي ماحول کښې ډېر مثبت اثرات لري خو که دغه آغاز کښې مباحث پۀ غېر سنجيده او تاثراتي بڼه وشول نو هغه بيا همېشه د وړاندې تګ لاره کښې خنډ جوړ شي او دا کار اکثر د اصطلاحاتو پۀ ضمن کښې ډېر کېږي. د خوش قسمتۍ نه مونږ سره يو ښۀ مثال د “نثرم” دے چې د مباحثو د آغاز سره ورته يوه داسې اصطلاح غوره کړې شوه چې د اردودانو غوندې د څلوېښت پنځوسو کلونو د زړۀ چادون نه بچ شو او وړاندې د نثرم پۀ شعرياتو اهم مباحث شروع شول. بله خوا د بد قسمتۍ نه چې پښتو کښې اوس اوس د تيورۍ  مباحثو ته توجه راګرځولې شوې ده او باقاعده مباحث پرې شروع شوي دي نو اګر چې ځينې نقادانو پۀ ډېر محتاط انداز کښې دغه مباحث شروع کړي دي ولې ځينې داسې نقادان هم شته چې پۀ دغه مباحثو کښې د رنګ رنګ تېروتنو لۀ عمله یو شمېر غلط فهمیانې پېدا کوي. داسې نۀ ده چې دغه نقادان پوهه نۀ لري خو داسې ده چې خپله پوهه پکار نۀ راولي او محض پۀ تقليدي رويه خوشحاله اوسي.

 لکه څو ورځې مخکښې د ښاغلي نعمت الله صديقي دوه ليکنې زما لۀ نظره تېرې شوې چې عنوانونه یې پۀ ترتيب دا وو:

۱:- “ماډرن ازم او پوسټ ماډرن ازم”

۲:- “د ماډرن ازمونو تخليقي او عملي اړخ”

هسې خو دې دواړو ليکونو کښې تقريباً هره دويمه درېمه خبره باندې ګوته وچتېدې شي خو زۀ صرف څو لويو او بنيادي خبرو ته اشارې کوم.

“د مډرنېزم یو عام او ساده تعریف د نوي یا د زوړ ضد په مانا دی؛ مګر د اصطلاح په اساس بیا هغه اروپايي رنسانس دورې ته ویل کېږي، چې ګڼ فکري، علمي او فرهنګي تحولات پکې رامنځته شوي وو، مډرنېزم چې له رنسانس سره اوږه په اوږه روان و، له همدې رنسانس دورې لږ وروسته په منظمه توګه په نولسمه او شلمه پېړۍ کې رایج شو له دې وروسته په شلمې پېړۍ کې د بېخي زیات او چټک علمي او فرهنګي بدلون په اساس پوسټ مډرنېزم شو؛ یعنې پوسټ مډرنېزم د مډرنېزم دوام او پرمختللي جریان ته وايي.”(صديقي)

دلته خو آغاز کښې ښاغلي صديقي د ماډرن ازم پۀ لفظي او اصطلاحي معنو کښې د فرق کوشش کړے خو خدای خبر ولې ترې دغه فرق وړاندې بيا هېر شوے او څو ځايه ئې هم دغه لفظي معنو کښې ماډرن ازم ياد کړے. لکه يو ځای ليکي چې:

 “موږ وویل، چې مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم یو مکتب، فکر او تمایل نه دی؛ بلکې د هر عصر د خپلو علمي، فکري او فرهنګي مسایلو ژورې او نوې کتنې ته وايي، چې اساس یې په عصريتوب او د نوي والي پرتمایل ولاړدی”

دا هغه بنيادي غلطي ده چې د تيورۍ د  مباحثو پۀ افهام او تفهيم کښې لويه مسله جوړه ده. کوم ماډرن ازم چې دوی پۀ غلطۍ د نوي پۀ معنا استعمالوي نو نوے والې خو ترقي پسندۍ کښې هم وۀ پکار ده چې بيا خو ښاغلے صديقي ترقي پسندۍ ته هم ماډرن ازم ووائي. پورته راوړلي شوي وړومبي پېراګراف کښې ښاغلي صديقي وړومبے خو ماډرن ازم د احياء علوم دورې ته ويلي او بيا ئې هم هغه جمله کښې وړاندې د ماډرن ازم او احياء علوم د اوږه پۀ اوږه تللو خبره کړې. د تضاد د دے نه بل لوے مثال به کوم وي؟ رښتیا خبره دا ده چې دلته ښاغلي صديقي ماډرن ازم او ماډرنېټي دواړه يو ګڼلي او هيڅ فرق ئې نۀ دے کړے. بله يوه لويه غلطي ښاغلي صديقي نه دا شوې ده چې د پورته حوالو نه علاوه ئې څو څو ځايه نور هم پوسټ ماډرن ازم ته د ماډرن ازم دوام او پرمختللے شکل ويلي. يعنې پوسټ ماډرن ازم ئې د ماډرن ازم پۀ اوږو ودرولے او دا غلط فهمي د “پوسټ” د سابقې نه پېدا شوی خو پوسټ ماډرن ازم اصطلاح ظاهره ده چې د مغرب د ليکوالو ده نو هلته د دغه صورتحال ظهور د ماډرن ازم نه پس ته شوې وه ځکه ئې ورته دغه اصطلاح استعمال کړه او دا غلطي د مغرب ليکوالانو نوره هم څو ځايه کړې چې لوے مثال ئې مونږ سره د نيوکرېټېسزم دے اوس به دلته مونږ نوے تنقيد پۀ دوو مطلبونو اخلو. يو د امېرېکن تنقيدي مکتب معنو کښې او دويم به نوے هم خپلو لفظي معنو کښې اخلو. خو دا مسله داسې ختمېدې شي کۀ مونږ ووايو چې “د پښتو نوے تنقيد” نو دلته نوے لفظي معنو کښې دے او کۀ داسې ووايو چې ” پښتو کښې نوے تنقيد” نو دلته به مطلب دا وي چې پښتو کښې هغه د امېرېکن مخصوص مکتب فکر تنقيد. هم داسې “د پښتو جديد تنقيد” او ” پښتو کښې جديد تنقيد” سره به دغه ابهام څۀ قدرې ختم شي. بهرحال دا خو ورکښې يوه ضمني خبره راغله خو ما دا ويل غوښتل چې هر کله مونږ د خپل سماجي شعور خبره کوو نو دلته چې مونږ هم اوس اوس دا دے د خپل سماجي تاريخ د ډارک اېج  نه راووځو نو د انسان مرکزيت او عقليت پسندۍ غوندې شعوري دور سره نۀ مخ کېږو او نۀ د کومې مهابيانيې سره مخ کېږو وجه ئې دا ده چې دلته مونږ د هغه ماډرېنېټي نه نۀ يو راتېر د کومې د بطن نه چې ماډرن ازم زېږېدلے وۀ، نو مونږ چې د خپل سماجي تاريخ د ډارک اېج نه راووځو نو مخې سره د پوسټ ماډرن ازم د لا مرکزيت، غېر حتميت، غېر مطلقيت او تکثيريت باندې مبني صورتحال سره مخ کېږو. نو دلته چې د ډارک اېج نه پس د لا مرکزي او تکثيري او اضافيت اساس صورتحال سره مونږ لګيا يو مخ کېږو نو آيا دا به ګنې زمونږ دپاره ماډرنېټي وي؟ خو ظاهره ده چې دلته دغه صورتحال ته مونږ د “پوسټ ماډرن” نه علاوه بل څۀ نۀ شو ويلې .نو دلته بيا د ښاغلي صديقي د دې خبرې هيڅ جواز نۀ پاتې کېږي چې پوسټ ماډرن ازم د ماډرن ازم دوام او پرمخ تللے شکل دے. د ښاغلي صديقي دا خبره چې “ماډرن ازم پۀ پوسټ ماډرن ازم واوړېدۀ” هم خپله د وړاندې کرښو تایید نۀ کوي لکه مغربي شاليد کښې ئې د پوسټ ماډرن ازم پۀ هکله ليکلي چې:

” دا بیا د خپل دوراوعصرنورنوي فکرونه او تمایلات وو، چې څه خو له مډرنېزم سره په اختلاف کې وو او څه یې بیا بېخي نوي وو.”

چې څۀ ئې اختلاف کښې وو او څۀ نوي نو بيا د دواړو ترمېنځ

 د اشتراک څۀ پاتې شول؟ خو دلته ښاغلي صديقي هغه مشترک اقدار بالکل نظر انداز کړي چې بهرحال موجود وو خو دا بيا هم د صديقي د دے خبرې جواز نۀ شي جوړېدې چې ” پوسټ ماډرن ازم د ماډرن ازم دوام دے” ځکه چې د دواړو ترمېنځه مشترم اقدار پۀ خپل شاليد کښې د مختلف نوعيت دي. بنیادي طور پوسټ ماډرن ازم د ماډرن ازم د ملا تير مات کړے.او دغه د ملا تير د مطلقيت او د مهابيانيې نه عبارت دے.

“یوازې پسرغښتواله مډرنېزم نه دی او نه هم وجودپالنه او یا فیمینیزم ته یوازې د یوه مکتب د تعریف په اساس مډرنېزم او یا پوسټ مډرنېزم ویلی شو….”(صديقي)

دلته عجيبه خبره دا ده چې کۀ يوه خوا ئې د ماډرن ازم لمن ته پس ساختيات ويشتي دي نو بله خوا ئې د ماډرن ازم سره د خپل عادت مطابق پوسټ ماډرن ازم بيا ورشامل کړے او وړاندې ئې دا عجيبه انکشاف هم کړے چې :

“بلکې ټول هغه ورستي ادبي مډرن او پوسټ مډرن ادبي او هنري مکتبونه، علوم او تمایلات، چې د خپل معاصر او نوي نظام او یا نوې او معاصرې خبرې کوي. مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم دي.”(صديقي)

وړاندې ما دې ته اشاره کړې چې صديقي دا لويه غلط فهمي جوړوي چې ماډرن ازم او پوسټ ماډرن ازم خپلو لغوي معنو کښې استعمالوي او د دې اصطلاحاتو پۀ شا چې کوم لوے مفاهيم پراتۀ دي يا بيا  مغربي شاليد کښې ورسره کوم عصرونه تړلی دي هغه هر څۀ نظر انداز کوي.

د ښاغلي صديقي د دويم ليک عنوان کښې هم او وړاندې ټول ليک کښې “ماډرنېزمونه” اصطلاح ډېره استعمال شوې زۀ ګمان کوم چې ښاغلے کله پۀ “نوآباديات او مابعد نوآباديات” خبره کوي نو هغې دپاره به ضرور “نوآباديتونه” اصطلاح پکاروي يا کۀ پۀ ساختياتو او پس ساختياتو خبره کوي نو ضرور به هغې دپاره “ساختياتونه” غوندې اصطلاح پکاروي او کېدې شي مارکسیت او نومارکسيت دپاره “مارکسيتونه” اصطلاح استعمال کړي.خو ظاهره ده چې دا قسمه څيزونه به خلق د پوهې پۀ ځائې لا منتشر کړي وجه ئې دا ده چې مذکوره اصطلاحات د لفظي نزديکت باوجود پۀ خپل فکري پس منظر کښې ډېر توپير هم لري.کۀ دا عمل ښاغلي صديقي د لوستونکیو د اسانتيا لۀ خاطره کړے وي نو دا لا زياته بچګانه رويه ده ځکه چې مونږ سره خو اولسي ادب شته خو اوس به دا ولسي تنقيد يا اولسي دانشورانه روايت وي نو د دے پۀ ځای چې مونږ خپله لوړه علمي سطح عوامي او ولسي سطحې ته راولو نو پکار ده چې اولس دې خپله سطح لږه  راپورته کړي کۀ پۀ دې علمي مباحثو د پوهېدلو شوق لري هله، او هسې هم دا قسمه علمي مباحث د عوامو دپاره نۀ وي نو بيا څۀ ضرورت دے چې د اسانتيا لۀ خاطره دې ماډرن ازم او پوسټ ماډرن ازم يو بل سره ګډ وډ کړې شي.

“….پښتون ماډرن ازم يا پوسټ ماډرن ازم….”(صديقي)

ماډرن ازم او پوسټ ماډرن ازم د هر چا جدا جدا نۀ شي کېدې ګنې پکار وه چې هر قوم ئې خپل تعريف کولو خو داسې نۀ ده نو پکار ده چې داسې ئې وئيلې وې چې ” د ماډرن ازم او پوسټ ماډرن ازم پښتون تناظر”.خو بيا هم لکه څنګه چې ما وړاندې ذکر کړے هم دے چې دلته ماډرن ازم نۀ شته نو دغه د تناظر خبره به محض د پوسټ ماډرن ازم پۀ حقله درسته وه.

“پۀ بله معنا ټول هغه تخليقي ادبيات چې د نړۍ د وروستيو کره کتنيزو ادبي تهيورو د اصولو او ځانګړنو پۀ رڼا کښې تحليل کېدې شي، پوسټ ماډرن ازم دے”(صديقي)

نړيوال تنقيد کښې نوي نظريات کۀ د پوسټ ماډرن ازم پۀ رد کښې وي نو هغه خو به هم د خپل عصر د خلقو دپاره ” د نړۍ د وروستيو کره کتنيزو ادبي تهيورو اصول او ځانګړنې” وي نو بيا د هغې پۀ رڼا کښې تحليل کېدونکي ادبيات به پوسټ ماډرن وي؟

“دلته د شلمې پېړۍ د پوسټ مډرنېزم د یوې ډېرې مشهورې ادبي تیورۍ د پس رغښتوالې یا فورمالېزم یوه عملي بېلګه راواخلو او د ځینو اصول یا ځانګړنو په رڼا کې یې پر یوه شعر یا کیسه او یا یې پربله کومه تخلیقي پنځونه تطبیق کړو. دا به مډرنیسټي تمایل وي؛ مثلاً حمزه بابا فرمايي:

ولې پکې ستا هغه خواږه لوظونه نه ښکاري

نن خو دې د سترګو پښتنو خبرې نورې دي”

(صديقي)

د پس رغښتوالې او فارمل ازم تر مېنځه “يا” استعمال شوے نو لا خو ښاغلے صديقي دغه دواړه يو ګڼي چې هم يوه سنګينه غلطي ده لا خو بيا کۀ جدا ئې ګڼي نو د حمزه بابا د شعر تخليقي محرک به فارمل ازم وي کۀ رغښت واله؟ ؟ حال دا چې صديقي ئې پۀ يو وخت د دواړو عملي نمونه ګرځوي  او بيا صرف پۀ “خبرې نورې دي” دا تجزيه محض پۀ يو پېراګراپ کښې ختموي او وروستو دا هم وائي چې دا ځکه ماډرن دے چې د ماډرن ازم او پوسټ ماډرن ازم د یوې ډېرې ښکاره او مهمې تهيورۍ تمائل پرې تطبيق شۀ.يوه خو دا چې پس ساختیات ته د ماډرن ازم تيوري څنګه وئيلي شوي؟ بله دا چې  د ماډرن ازم او پوسټ ماډرن ازم اطلاق پۀ يو وخت پۀ يو شعر څنګه کېږي؟؟

دا هغه څو بنيادي خبرې وې چې ډېرې ښکاره تېروتنې وې کۀ پۀ دغه مضامينو مزيد غور کېږي نو نورې ډېرې تېروتنې هم ورکښې پۀ ګُته کېدې شي او ځينې وړې وړې خبرې خو ما د بې جا طوالت لۀ ويرې هډو ذکر نۀ کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب