غرور په اسلام کې ډېر زیات غندل شوی. په قرآن کریم کې د کبر په هکله راغلي چې اوښ د ستنې له غار څخه تېرېدلی شي، خو کبرجن انسان جنت ته نه شي تللی. دغه راز، په یوه حدیث کې نبي کریم ص کبر او لويي له کبیره ګناهونو څخه بولي. د انساني فطرت او غرور ترمنځ نه مطابقت موږ دې نتیجې ته رسوي چې له اسلام پرته په نورو غیرالهامي مذاهبو کې به هم غرور یو ناوړه صفت ګڼل شوی او مغرور انسان ته به په ښه سترګه نه وي کتل شوي. د دې لیکنې اوږې د دې جوګه نه دي چې د الهامي او غیرالهامي ادیانو له متونو څخه د غرور او لويي غندنې را واخلو او پر دې ناوړه اخلاقي صفت کرښه را کاږو، بلکې د لیکنې اصلي تګلوری په بله خوا دی. زموږ په ټولنیزه او بشري زمینه کې یوازې غرور او کبر یوه ناوړتیا او بد اخلاقي نه ده، بلکې نور ګڼ اخلاقي رذایل او بدۍ هم لرو. مثلاً موږ دروغ، غیبت، چغلي، غلا او بلها نورې بداخلاقۍ هم بدې بولو. خو له غرور سره د نورو بد اخلاقیو توپیر دا دی چې په انسان کې د هغو د موجودیت امکان لټولی شو. مثلاً یو انسان دروغ ویلی او دروغجن يې بللی شو. په دې کې شک نشته چې دروغجن انسان په یوه مهذبه ټولنه کې په بد نوم یادېږي او یو ډېر ناوړه صفت ګڼل کېږي، خو څوک يې د شتوالي له امکان سره اختلاف نه کوي، یانې څوک دا نه وايي چې دروغ اصلاً امکان نه لري یا په انساني فطرت کې نه ځایېږي.
د دې پرخلاف که غرور ته راشو، نو په انساني فطرت کې د غرور او لويي اصلاً امکان نه شو موندلی او که څوک وايي چې پلانکی مغروره دی، نو په اصل کې دا د هغه انسان په باره کې یوه باطله ادعا ده او پخپله هغه مغروره کس په یوه باطل او ناممکن صفت خپل ځان غلط کړی دی. د دې مثال داسې دی چې په رڼا ورځ یو څوک په دې خبره کلک ولاړ وي چې لمر نه دی راختلی. که موږ یو باطل او ناممکن شی د خپل ذات یوه برخه بولو، نو ګمان کوم چې ګناه مو کړې او په دین کې د غرور د غندنې د نورو لاملونو ترڅنګ یو لوی لامل به يې دا هم وي.
ولې د غرور شتون د انسان په فطرت کې ناشونی دی؟ دلته به يې په څو لویو لاملونو وغږېږو. د انسان په ذات پورې ټول مربوط شیان یا هر هغه څه چې انسان پرې دعوا کوي، هغه نسبي جنبه لري او پر نسبي شیانو غرور یا لويي ښودل، لومړی ناممکن او باطل کار دی او په دوهم قدم کې یو لېونتوب دی. یو مثال به راته په دې خبره رڼا واچوي. که انسان په شتمنۍ ویاړي، نو شتمنۍ یو نسبي امر دی. که زه لس میلیونه ډالر لرم، کورونه لرم، ځمکې او مالونه لرم، او په دې غرور کوم؛ نو دا یو ډېر بې معنا او پوچ کار دی، ځکه یو بل انسان شاید تر ما ډېر ډالر، کورونه، ځمکې او مالونه ولري، نو د غرور په ښودلو ولې د خپل ځان د لېونتوب ثبوت ورکړم. دغه راز، که یوه نجلۍ په خپله ښکلا مغروره وي؛ نو هغه هرومرو په دې نه پوهېږي چې ښکلا یو نسبي شی دی، شاید یوه بله پېغله تر هغې ډېره ښکلې وي، نو د غرور په ښودلو ولې یوه نجلۍ د نورو له سترګو خپله دا شته ظاهري (او باطني) ښکلا هم له منځه یوسي. غرور یوازې په هغو شیانو ښودل کېدای شي چې مطلقه بڼه ولري او مطلقیت یې ثابت وي. تر کومه چې ما انسان را مطالعه کړی، انسان بالذات، بالقوه او بالفعل هېڅ داسې څه نه لري، چې د مطلق اشاره دې ورته وشي. نو چې هر شی نسبي دي، ولې غرور وشي او څنګه وشي؟ د انسان پرخلاف، د خدای ذات او صفات په بشپړ ډول مطلق او مطلقیت یې هم ثابت دی. په دې اساس، یوازې خدای د غرور او لويي حق لري او که له یوې بلې زاويې ووایم، نو خدای باید او باید غرور ولري. که د خیال په وزرو یو ایډیال حالت په نظر کې ونیسم؛ او په هغه حالت کې زه پوه شم چې خدای له دومره مطلقیت سره سره غرور او لويي نه لري، نو هرومرو به بیا زه خدای ته هم د لېوني صفت منسوبوم. انسان که پر نسبي څیزونو غرور کوي، لېونی دی او که خدای په خپل مطلق ذات غرور نه کوي، نو خدای هم لېونی دی.
د نسبي اصطلاح موږ په څنګزن ډول د غرور د نشتوالي یوه بل لامل ته هم رسوي. په انسان پورې اړوند ټول شیان د نسبي تر څنګ مهالني هم دي. یو تن نن شتمن دی، سبا به نه وي. یوه پېغله نن د کوه قاف ښاپېرۍ ده، سبا به نه وي. یو ځوان نن په یو حالت دی، سبا به په هغه حالت نه وي. هغسې چې په نسبي شیانو غرور نه شي کېدای (یانې دا نه چې باید ونه شي، بلکې امکان یې هم نشته)، هماغسې په مهالنیو څیزونو غرور کول هم یو ستر لېونتوب او په باطله لاره مزل کول دي. د انسان پرخلاف، د خدای ذات او صفات ازلي او ابدي دي. که څه هم، ازل او ابد هم د مهال (زمان) پیمانې دي، خو دا یوازې د انسان د پوهاوي لپاره خدای ته منسوبېږي، ځکه د الله تعالی ذات له زمان او مکان دواړو څخه بره ده، خدای نه په مکان کې ځایېږي او نه یې زمان احاطه کولی شي. پایله یې دا چې که خدای غرور او لويي کوي، حق يې دی او باید يې وکړي (دلته خبره تر امکان ور اخوا ده او باید غرور وشي).
نسبي زموږ د لیکنې آر ویی ګڼلی شو او نورې خبرې د همدې له بطن څخه را زېږي. نسبي موږ د غرور د نشتوالي د دریم لامل په لور هم سوق کوي. هغه څه چې نسبي دي، ارومرو په کثرت کې دي یا له یو څخه ډېر دي. که یو خوا نسبت او وحدت د یو بل متضاد حالتونه دي، نو بل خوا نسبت او کثرت سره لازم و ملزوم دي. نسبت د دوو یا زیاتو شیانو ترمنځ رامنځته کېږي. د نسبت په یوه معادله کې موږ وایو چې پلانکی شی/کس له پلانکي شي/کس څخه بهتره/بدتره دی. نسبت د (له … څخه) په واسطه ښودل کېږي او د دې نحوي جوړښت لپاره موږ دوو یا تر دوو زیاتو برخو ته اړتیا لرو. د دې پرخلاف، مطلقیت په وحدت کې وي، یانې واحد او مطلق زموږ د لیکنې په تناظر کې هم معنا ګڼلی شو. په نړۍ کې یوازې یو انسان ښکلی نه دی، یوازې یوه نجلۍ د کوه قاف ښاپېرۍ نه ده، یوازې یو انسان عالم نه دی، یوازې یو انسان نابغه او هوښیار نه دی او یوازې یو انسان شتمن نه دی. نو کثرت په خپله د دې تقاضا کوي چې انسان غرور نه شي کولی (او امکان یې نشته)؛ د دې برعکس، خدای یو دی، خدای ښکلی دی، خدای عالم دی او په دې صفاتو کې مطلق مقام لري؛ یوازې دی او شریک نه لري؛ بې مثله او بې مثاله دی، نو خدای واحد او احد دی. او څوک چې په وحدت کې قرار لري، هغه باید مغروره وي او کبر يې باید تر ټولو لویه ځانګړنه وي.
نسبت، کثرت او وحدت درې واړه په ګډه موږ ته یو بل لامل هم په ګوتو راکوي. هغه څه چې عام دي، د غرور وړ نه دي. غرور یوازې په خاصو شیانو کېږي. انسان په خپل ټول ذات کې خاص شی نه لري. پوښتنه دا ده چې آیا زه په خپل اسم معرفه (خاص نوم) غرور شم کولی؟ زموږ اسم معرفه هم دومره عام دی چې هر څوک يې په ځان ایښودلی شي (ضرور نه ده، خو امکان یې شته). خو د خدای نومونه دومره خاص او په خدای پورې اړوند دي، چې په خپله اصلي بڼه د خدای یو نوم په کوم انسان ایښودل په اسلام کې ګناه ګڼل کېږي. فرضوو، که څوک د الله نوم په خپل ځان کېږدي، نو بیا؟ بیا هغه نوم خپل خصوصیت له لاسه ورکوي. دغه خصوصیت یوازې په بشري ګروه کې له منځه ځي او په هغه نوم پورې هېڅ اړه نه لري، چې لا هم د خدای لپاره کارېږي. نو په دې اساس وایو چې خدای باید په خپلو اسماوو غرور وکړي او په قرآن کریم کې يې غرور ورباندې کړی هم دی او خپل نومونه يې ډېر ښکلي بللي دي.
د کثرت او وحدت فلسفه له یوې بلې زاویې سره یو ځای کېږي او موږ یوه بل تر ټولو ستر لامل ته رسوي. انسان مخلوق دی او هر هغه شی چې مخلوق وي، هغه غرور نه شي کولی (او امکان يې نشته). د مخلوق په شتون کې د خالق شتون لازمي دي او د لازم و ملزوم په تار تړلي دي. نو د مخلوق برعکس، خالق باید غرور وکړي او باید خپله لویي څرګنده کړي. ضرور نه ده چې دغه خالق دې خدای وي او دلته له همدې کبله دا نه دي ویل شوي چې د مخلوق په مقابل کې خدای باید غرور وکړي، بلکې ویل شوي چې خالق باید مغروره وي. د خالق او مخلوق په اړیکه کې د غرور او کبر حق یوازې خالق ته رسېږي او د دې بلې غاړې لپاره د غرور شتوالی منل، د ناممکنه شي قبلول دي. د خالق او مخلوق دغه اړیکه که د خدای او د هغه د مخلوق ترمنځ وي او یا پخپله انسان د یو شي خالق او هغه خلق کړی شی یې مخلوق شي، توپیر نه کوي. په دې اړیکه کې ازادي ته غاړه ایښودل د دې لپاره ده چې دغه بحث یوازې د توحید په پلویانو پورې محدود نه شي او په خپل ځان کې ملحدان، دهریان، هندوان او د نورو عقیدو او فکرونو خلک هم را واخلي. د دې ازادي یوه ګټه زموږ د بحث لپاره دا ده چې که اوس د الهامي مذاهبو له خدای پرته، یو تن یو بل انسان (یا بل شی) هم د ځان خالق ونیسي، نو په دې معنا به وي چې له ځان څخه يې د غرور امکان نفي کړی. د دې وروستۍ خبرې په پایله کې له یوې بلې نیوکې سره هم مخ کېږو: اوس که یو نفر ګرسره د خالق له موجودیت څخه انکار کوي او خپل ځان اصلاً مخلوق نه بولي، نو آیا بیا د غرور حق لري؟ دغه نیوکه یو څه د تأمل او فکر وړ ده. د دې نظر څښتن لومړی باید د خپل موجودیت توجیه وړاندې کړي. که د نوموړي په توجیه کې د خالق شتون نه وو او دغه توجیه په علمي او عقلي دلایلو بنا وه، نو بیا له دې کس څخه د غرور او کبر امکان نه شو نفي کولی. یانې د نفي امکان یې نشته، خو دا هم نه وایو چې باید غرور وکړي؛ ځکه په نوموړي کس یوازې دغه لامل د تطبیق وړ نه دی، د نورو ګڼو لاملونو له مخې بیا هم د غرور د شتوالي امکان ورته نه شو ثابتولی. یو کس مخلوق نه دی، نو دا په دې معنا نه ده چې د هغه ذات مطلق او واحد هم دی او یا په هغه پورې اړوند شیان او صفات خاص دي او نسبي نه دي.
د دې لیکنې د را غونډولو په پلمه او د کمپیوټر ساینس د یوه باقاعده زده کوونکي په حیث به یوې اطلاقي مسئلې ته هم لاس واچوم. نن ورځ د مصنوعي ذهانت لپاره په لویه کچه کار روان دی. د مصنوعي ذهانت جوړوونکی یا ښه ده ووایم خلق کوونکی، انسان دی. دلته انسان خالق شو او مصنوعي ذهانت مخلوق شو. اوس که مصنوعي ذهانت د انسان په مقابل کې مغروره کېږي، نو هماغسې باطل او ناممکنه شي ته یې ور دانګلي چې انسان د مغروره کېدو په صورت کې د خپل خالق په مقابل کې ور دانګي. په دا بله غاړه کې که انسان د مصنوعي ذهانت په مقابل کې له غرور څخه کار نه اخلي، نو هماغسې لېونتوب به يې کړی وي چې خالق يې د نه مغرورۍ په صورت کې کوي.
د خدای پامانۍ په توګه به یوه وروستۍ خبره هم درته وکړم چې که مصنوعي ذهانت په غرور او کبر لاس پورې کړ، نو د دې ټکنالوژۍ مخالفین په زغرده ویلی شي چې دا اصلاً ذهانت نه، بلکې مصنوعي حماقت (artificial stupidity) دی. او د خدای پامانۍ دغه نمکینه فلسفه موږ یوې بلې او اخري نتیجې ته هم رسوي چې ذهین او هوښیار انسان هېڅ کله غرور نه شي کولی او غرور په ټوله کې له حماقت نه سرچینه نیسي.