پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+ادب، انسانیت او مسؤلیت: د شاعر ژبه د درناوي که د سپکاوي...

ادب، انسانیت او مسؤلیت: د شاعر ژبه د درناوي که د سپکاوي وسیله؟

عزت الله شمسزی

(نارنچ ګل مشاعره کې “ډمې ښځې” د توهین په تاثر)

ادب د انسان د ژور احساس، اخلاقو، درد، او امیدونو ترجمان دی. شاعر هغه څوک دی چې د ټولنې د وجدان غږ پورته کوي، د زخمونو مرهم لټوي، نه دا چې د خپل کمزوري شخصیت ننداره خلکو ته وړاندې کړي. کله چې شعر د کرکې، سپکاوي او توهین ژبه شي، نو دا نه یوازې د شاعر مسؤلیت او شخصیت تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې د ټولنې پر ارزښتونو هم ژور اغېز کوي.

د ننګرهار ولایت په نارنج ګل مشاعره کې یو شاعر د “ډمې ښځې” په اړه له سپکې، تحقیر آمېزې ژبې کار واخیست چې په غالب ګومان زرګونه خویندې به یې شعر اوري او زړونه به یې خپه شوې وي. خپګان یوازې له دې امله نه دی چې پکې یې یو قشر ته توهین کړی، بلکې د زرګونو بې‌ګناه خویندو کرامت یې تر پښو لاندې کړ.
“ډمه ښځه” – یوه اصطلاح، یو درد، یو تحقیر؟

په افغانستان کې “ډم” کلمه له تاریخي پلوه هغو کسبه کارو ته کارېږي چې سندرغاړي، هنرمندان، سلمانیان، په ودونو کې اشپزان دي. دا کسبونه زموږ د فرهنګ یوه لرغونې برخه ده. خو له بده مرغه نه پوهېږم ولې ځینې افغانان کسبه کارو ته په سپکه سترګه ګوري.

د شاعر په اصطلاح “ډمه ښځه” هم د ټولنې برخه ده، یو خو دا چې ډېری دا ډول ښځې بې‌ازاره، بااحساسه، او مجبوره انسانان دي چې د ژوند د سختیو له امله یې دغو کسبونو ته مخه کړې ده. بله دا چې خدای جل جلاله له چا سره مشوره کړې ده چې په کوم قوم کې دې پیدا کړم او د کوم خان یا پاچا صیب اولاد دې کړم. د دوی سپکول، توهینول او په مشاعرو کې رشخندول د انسانیت خلاف یو لوی جرم دی.

د توهین ښکاره ژبه

شاعر په یو بیت کې وایي:
“مینېتوب هم ډېر د ډمې ښځې زوی دی
سړی هسې په کې مست شي، په ګډا شي”

په دې بیت کې مینه، چې د انساني ژوند تر ټولو سپېڅلی احساس دی، د “ډمې ښځې زوی” بلل کېږي. یعنې هم مینه سپکه شوه، هم ښځه، او هم هغه کسب چې دا استعاره ورته کارول شوې ده. دا ډول توهین نه یوازې د یوې ښځې شخصیت سپکوي، بلکې د زرګونو هغو خویندو درناوی تر پښو لاندې کوي، څوک چې یا یې دا کسب غوره کړی یا خدای جل جلاله په ناغوښتي توګه په همدې ټبر کې پیدا کړي دي.

شاعر، ادب او مسؤلیت

ادب نه یوازې د تخلیق ذریعه ده، بلکې د ارزښتونو پالنه هم ده. شاعر باید پوه وي چې الفاظ وسلې دي – د درناوي لپاره هم کارېدای شي، او د تخریب لپاره هم.

شاعر مسؤل دی.

هغه باید دا وپېژني چې هره کلمه‌یې د انسانانو ذهن، زړه او احساس اغېزمنوي.

د ولس چوپتیا، د فرهنګ ستونزه؟

کله چې یو شاعر، د سلګونو یا زرګونو خلکو په مخ کې، د یوه قشر یا لږکي توهین کوي، خو حاضر لیکوالان، شاعران، یا خلک‌یې نه غندي – دا یوازې شخصي بې‌پروايي نه ده، بلکې دا د ټولنې د اخلاقي زوال، بې‌حسۍ، او د “توهین فرهنګ” پراخېدلو نښه ده.
دلته څو خبرې مهمې دي:

۱. ټولنیز حساسیت کم شوی

په افغانستان کې، له جګړو، فقر، بې‌عدالتۍ او تبعیضونو سره د خلکو زړونه دومره سخت شوي دي، چې ډېر توهینونه ورته نور عادي ښکاري.

کله چې څوک کلونه کلونه توهین، سپکاوی، طبقاتي تبعیض، او فرهنګي بې‌عدالتي وویني، نو په تدریج سره‌یې د حساسي درک وړتیا له منځه ځي. دا هغه څه دي چې ورته “اجتماعي بې‌حسي” ویل کېږي.

۲. د لږکیو او کسبه قشرونو سپک ګڼل – یو پخوانی ذهنيت

په ډېرو افغاني ذهنونو کې لا هم د طبقاتي توپیر او زورواکو د برتري ذهنیت ژورې ريښې لري. همدا یې لامل دی چې کسبه کارو ته په سپکه سترګه ګوري او د احترام کلتور ډېر کم دی.

حتی ډېری لوستي کسان هم لا د دغو قشرونو سپکاوی عادي ګڼي – ځکه چې دا ذهنيت له کور، ښوونځي او چاپېریال نه ورسره راغلی وي.

۳. د فرهنګي روڼ‌اندو چوپتیا

کله چې نور لیکوال، شاعران، د پوهنتون استادان، دیني علما او نور د داسې سپکو خبرو پر وړاندې چوپ پاتې شي، نو د هغوی چوپتیا دا پیغام ورکوي چې دا خبره بده نه ده، عادي ده.

په حقیقت کې، د روڼ‌اندو غبرګون یا اعتراض له هماغه ځایه د بدلون پیل کېدای شي خو افسوس چې دوی دا کار نه کوي – کله چې همدوی چوپ شي، نو ولس هم چوپ پاتې کېږي.

۴. د ښوونځيو او پوهنتونونو ناکامي

زموږ تعلیمي نظام د زغم، تنوع، انساني کرامت، مدني حقوقو، او ژبني یا فرهنګي تفاوتونو د احترام زده‌کړه نه ورکوي.

ځوانان زیاتره له “سیالۍ، تعصب، او تفریق” سره لویېږي، نه له درناوي، تفاهم او انسان‌محور فکر سره.

۵. مذهبي یا اخلاقي چوکاټ له فردي تاویل سره مغشوش شوی
یو شمېر خلک فکر کوي که یو څوک “فاسده کسبه” وګڼل شي، نو سپکاوی یې روا دی. دا یو ډول خودساخته کلتوري مشروعیت دی چې توهین ته توجیه ورکوي، حال دا چې زموږ دین د انسان کرامت ته لوړ ارزښت ورکړی، که هغه هر څوک وي.

د دې چلند تر شا احتمالي لاملونه

✅ کمزوری ځان‌باور

ځینې خلک د شهرت د ترلاسه کولو لپاره دا ډول توندې او جنجالي څرګندونې کوي. دا د ځان ثابتولو لپاره له ناسمې لارې هڅه ده.

✅ ناسمه روزنه

که څوک د مینې، درناوي او ارزښتونو له فضا نه وي راوتلی، نو د نورو احساساتو ته درناوی نه لري.

✅ د پوهې نشتوالی

که یو شاعر د ادب، تاریخ، اخلاقو او ټولنیز شعور نه وي برخمن، نو ژبه‌یې هم د شعور له نشتوالي ډکه وي.

✅ رواني عقدې

ځینې خلک د داخلي خفګان، نارضايتۍ او عقدو ښکار وي، او دا پټ درد د نورو په توهین کولو سره راوباسي.

د یوه بااخلاقه ادب تمه

موږ تمه لرو چې شاعر د ټولنې د درد ژباړونکی وي، نه د درد زیاتوونکی.
موږ تمه لرو چې شاعر د یوې ډمې ښځې پر ځای د یوې مور، یوې هنرمندې، یوې مظلومې انسانې درد ته غوږ شي.
موږ تمه لرو چې شاعر د کرکې نه، بلکې د مینې، زغم، تفاهم، او انسانیت غږ وي.

✅ وړاندیزونه:

ادبي بنسټونه دې مشاعرو ته اخلاقي چوکاټونه جوړ کړي.
شاعرانو ته دې د ژبې مسؤلیت ور وښودل شي.
د ښځو، اقلیتونو او کسبه قشرونو د حقونو ساتنه دې د ادبي کارونو برخه شي.
د ادب ژبه دې د زخمونو د درملو لپاره وکارېږي، نه د زخمونو د رامنځته کولو لپاره.

وروستۍ خبره

یو بااحساسه شاعر باید د خلکو زړونه تسخیر کړي، نه دا چې مات یې کړي. د ډمې ښځې په تحقیر کې د شعر ښکلا نشته، بلکې دا د شاعر د فکر زوال او اخلاقي‌ سقوط ښيي. راځئ چې خپل ادب د رڼا، درناوي، او ژور انسانیت ژبه وساتو – دا زموږ مسؤلیت دی.

2 COMMENTS

  1. ښه لیکنه ده.
    د ښځینه مخلوق په وړاندی له چوکاټه وتلی ګوستأخی او توهین په حقیقت کی د سِکسی مشروع غریزې د اِراضاء د ناتوانی نخښه ده.
    طالب مشران هر یو په تن جوړ، په نس موړ او په چول سوړ دی خو د ښځو په وړاندی ئی د بیرحمانه کړنو علت دا دی چی د کشر او مادون او عسکر او مجرد طالب سِکسی مقناطیس د سرکوبی په وضعیت کی وساتی.

  2. ارزښتمنه لیکنه ده.
    له بده مرغه زموږ په سیمه کې ځینو کسبونو ته په درنه سترګه نه کتل کیږي او ډیر وخت حتی د ممبر له ادرسه هم کله ناکله داسې څه اوریدل کیږي جې سړی مایوسه شي. د بیلګې په توکه
    سلمانی / دا یو مشروع کسب دی. دوئ لکه په لیکنه کې چې راغلي خدمت کوي، د سرونو او ږیرو اصلاح کول ناسم کسب نه دی، تر غله، چورواکي، غاصب، قاتل، تیري ګر، درواغجن سړی خو باور وکړئ سلمانیان بد نه دي.
    جولا – اوبدونکي ته هم زموږ په سیمه تر یوه بریده په شه سترګه نه کتل کیږي. په سپکو خبرو یې یادوي.
    د څارویو سوداګر- دا ډله خلک هم په سپکو نومونو یادوي – خربدل یې بولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب