پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهد امریکا اسلامي اړیکو شورا؛ د کډوالو په اړه د ټرمپ وروستۍ...

د امریکا اسلامي اړیکو شورا؛ د کډوالو په اړه د ټرمپ وروستۍ پرېکړه ظالمانه بللې

تاند【یکشنبه د حمل ـ وري ۲۴مه】د امریکا د اسلامي اړیکو د شورا دفتر، د ډونالډ ټرمپ د حکومت وروستۍ پرېکړه،چې د افغانانو او د کامرون د وګړو لپاره یې د موقت اقامې پروسه پای ته رسوي، غندلې.

دې شورا په یوه خبرپاڼه کې دغه اقدام “ظالمانه او ګواښوونکی” بللی او د امریکا له کانګرس او اړونده محکمو څخه یې غوښتنه کړې، چې د دې پرېکړې مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، پرون شنبه د افغان کډوالو مرسته کوونکې خیریه اداره (AfghanEvac) وايي، د امریکا په متحدو ایالتونو کې ډېرو هغو افغان کډوالو ته چې د استوګنې (لنډمهاله) پروګرامونو پر اساس امریکا ته داخل شوي وو، د امریکا د کډوالو چارو ادارې ویلي چې ژر تر ژره له دې هیواده ووځي.

د دې ادارې په وینا، ګڼو افغان کډوالو ته خبرتیاوې لېږل شوئ،چې پکې ویل شوي: د دوی پارول ختم شوی او باید د اوو ورځو په موده کې له متحدو ایالتونو ووځي.

د AfghanEvac مشر، شان وېن ډایور ویلي، افغان اتباعو ته ــ په ځانګړې ډول هغو کسانو ته، چې د CBP One ګرځنده اپلېکېشن له لارې امریکا ته داخل شوي، په دې وروستیو کې په زیاتېدونکي ډول داسي خبرداري ورکول کېږي.

سرچینې له اغېزمنو افغانانو غوښتي چې له هېواده تر وتلو مخکې خامخا له قانوني مشاور سره مشوره وکړي.

د ټرمپ ادارې د شاوخوا ۱۴,۶۰۰ افغانانو او ۷,۹۰۰ کامرونیانو لپاره د موقتي خونديتوب وضعیت (TPS) د ختمېدو اعلان وکړ.
https://taand.net/?p=253363

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...