Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان او افغانستان د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړي

پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړي

تاند【یکشنبه د حمل ـ وري ۲۴مه】د طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل کې د پاکستان له سفیر عبدالرحمن نظاماني سره پر سوداګرۍ خبرې کړې دي.

یاد وزارت خبر ورکړی، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ برخه کې د همغږۍ زیاتېدو او د ټرانزیټ پر وړاندې د ستونزو پر حل خبرې کړي.

سرچینې زیاته کړې چې، دواړه لورو په دې لیدنه کې د همکارۍ پر اړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پروسه کې د اسانتیاوو په موخه په ګډو پرېکړو ټینګار کړی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه داسې مهال دا ناسته کېږي، چې تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په اندازه کې ۶۶ سلنه کموالی راغلی دی.

د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري وخت ناوخته د سیاسي اړیکو قرباني وي.

اقتصاد پوهان ټینګار کوي، چې دواړه لوري دې د همغږۍ په ناستو کې په دې هڅه وکړي څو له سیاسي څپې سوداګري جلا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...