تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲۴ مه) د متحدو ایالتونو د ملي اتومي امنیت چارواکي وايي، هغه پروسه چې د یوه نوي اتومي بم د جوړولو لپاره روانه ده ــ داسې بم چې ځواک یې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د هیروشیما پر ښار تر غورځول شوي بم ۲۴ چنده زیات دی ــ «له ټاکل شوې مهالوېش څخه چټکه په مخ روانه ده.»
د امریکا د ملي اتومي امنیت ادارې ویاند فاکس نیوز ته ویلي: «د اتومي امنیت اداره به د B61-13 بم د تولید لومړۍ واحد تر روان مالي کال پورې بشپړ کړي، او دا به تر پلان شوې مودې ډېر مخکې بشپړ شي.»
د چارواکي په وینا، دا نوی بم، چې د B61 بم عصري شوې کاپي ده، د امریکا له اوو مهمو پروګرامونو څخه دی چې د دغه هېواد د اتومي وسلو د عصري کولو لپاره روان دي، څو د دې وسلو کارېدنه او اعتبار یقیني شي.
دا بم له سړې جګړې وروسته، د امریکا تر ټولو مهمه اتومي وسله ګڼل کېږي، چې د لوړ سرعت لرونکو الوتکو له لارې د هدف ځای ته رسول کېږي.
د ملي اتومي امنیت ادارې ویاند د دې بم په اړه وویل: «B61-13 به د پوځي مرکزونو او پراخو اهدافو لپاره نور انتخابونه برابر کړي. دا بم د B61-12 پروګرام د پرمختللو صنعتي بهیرونو او تخنیکي نوښتونو پر بنسټ، په چټکه توګه تولیدېږي،.»
د دې بم د جوړولو چارې د بایډن د ادارې پر مهال، په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوې وې، خو د پنټاګون د معلوماتو له مخې، اوس دا پروژه له مهالوېش څخه اووه میاشتې مخکې روانه ده.
د امریکا دفاع وزارت استخباراتي اداره وايي، دا نوی بم به د امریکا د دښمنانو پر وړاندې د مخنیوي یا دفاع په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.
په یوه راپور کې راغلي: چین او روسیه لا هم خپل اتومي ظرفیتونه پراخوي او په زیاتېدونکي ډول پر اتومي وسلو تکیه کوي. هغه بم چې په ۱۹۴۵ کال کې پر هیروشیما غورځول شوی و، شاوخوا ۱۵ کیلو ټنه ځواک درلود. خو د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د نوي بم ځواک تر پخواني ماډل لوړ دی او تر ټولو زیات یې ۳۶۰ کیلو ټنه ته رسېږي، یعنې د هیروشیما د بم پرتله ۲۴ چنده او د ناکازاکي د بم پرتله ۱۴ چنده پیاوړی دی.
د سندیا ملي لابراتوارونو، چې دا بم پکې جوړېږي، په خپل بیان کې ویلي چې دا پروژه له نوښتګري پلان څخه ګټه اخلي، چې د دې لامل شوی چې د دې بم د تولید لومړۍ واحد تر ټاکل شوې مودې ۷ میاشتې مخکې او د وخت په ۲۵ سلنه سپما سره بشپړ شي.
دا خبر یوازې یوه ورځ وروسته له هغه خپور شو چې براندون ویلیامز، چې د ټرمپ له خوا د ملي اتومي امنیت ادارې د مشرۍ لپاره نوماند شوی، د سنا جرګې استماعیه غونډې ته حاضر شو.
ویلیامز په دغه غونډه کې په څرګنده وویل چې د اتومي چاودنې ازموینو د بیا پیل لپاره به کوم وړاندیز ونه کړي. (وروستۍ داسې ازموینه په امریکا کې په ۱۹۹۲ کال کې شوې وه.)
هغه زیاته کړه چې دا پرېکړه د ده له صلاحیته لوړه ده، خو پر ځای یې غوره ګڼي چې د ملي اتومي امنیت د لابراتوارونو پر علمي معلوماتو او کمپيوتري ماډلونو باور وکړي، چې له ازمېښتي چاودني پرته پر معلوماتو ولاړ دي.
په همدې غونډه کې د نیوادا ایالت دیموکرات سناتور، جکي روزن، دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې د سړې جګړې پر مهال میلیونونه کسان او زرګونه جریبه ځمکه د اتومي ازموینو له امله ککړه شوې، او د دغو ازموینو د احتمالي بیا پیل په اړه یې خپلې اندېښنې څرګندې کړې.