جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

د طوفان تموونکي

 (سپېڅلي پرښتې)

خوازک د وردګو وو. راسخ به په ټوکو ورته وويل، چي ټول وردګ طالبان او حزبيان دي. دا تا څنګه لاره غلطه کړې ده. دی به احساساتي سو، ول: ملي اردو زموږ وردګ وزير جوړ کړی. د امنيت رئيس زموږ وردګ دئ. وزارتونه ټول له موږه ډک دي. خوشي لګيا يې.

نصرت د کنړ د کوټکې وو، هغه به راسخ ته ويل، چي مېلې خو تاسي وکړې. جنرالۍ او ډګروالۍ ټولي ستاسي دي او قرباني ټول کنړ ورکوي. پرون مي د خپل کلي د کور د څنګ هديره کتل، اووه ويشت قبره د اردو د سرتېرو وه او يو هم تر اووه ويشت کلنۍ لوړ نه وو.

سهراب وويل، چي زموږ بدخشان مه هېروه. موږ هم له تاسي کم نه يو په قرباني.

علي رضا وويل: نو هزاره‌ګان بيا کله لږ قرباني سول؟

په دې وخت کي قاري بشير، چي د دوی د ټيم ډاکټر وو او لمونځ ئې هم ورکوی؛ په ږيره کي ئې لاس تېروی، ول: علي رضا بچيم، درواغ به نه وايې. تاسي ټول په پوهنتونو، مکتبونو او دفترونو کي ياست. په فوج کي لږ ياست.

په دې وخت کي د دوی قومندان، چي دوی ټولو ته ئې د اولادو په سترګه کتل؛ ځان راښکاره کړی. دوی ټولو سلامي ووهل. هغه يو بغل ته کښېنستی. دوی ټول ئې مخاطب کړل، ول: چا ته مو سلامي ووهل؟ يوه ويل: خپل مشر ته. بل وويل: خپل جنرال ته. بل وويل: خپل قومندان ته. يوه په لوړ اواز وويل: د افغانستان د مسلحو قواوو د ملي اردو جنرال ته.

جنرال وويل: افرين، زموږ اصلي اصالت د افغانستان ملي اسلامي اردو دئ. تر دې هاخوا بل هيڅ شی نه سته. پر موږ د قوم، سيمي او نژاد فرق حرام او کفر دئ. موږ سرتېري يو، له دې ور هاخوا نور هيڅوک نه يو. راسخ جانه، ستا ياد دي، چي د نورولي او حضرت مير وينه څنګه يوځای توی سوه، يو رنګ ئې وو. يو د اروزګان وو، بل د بدخشان. ولي الله د کنړ دي ياد دئ، چي د سمنګان د ابوذر مرمۍ ئې پر سينه واخيسته؛ شهيد سو.

زما نږدې څلوېښت کاله د خدمت کېږي، په دې څلوېښت کاله کي ما همېشه ليدلي، چي اردو د دې ملت له پاره تر ټولو لويي قربانۍ ورکړې. که څه هم نا اهلو رهبرانو مارشالياني او رتبې معامله کړي او رهبري هر څه سودا کړي، مګر زه په نړۍ کي تر خپلي اردو سپېڅلې اردو او مقدسه اردو نه پېژنم. ته پوهېږې، زموږ ټولو پر اوږو الله اکبر ولي ليکلي؟ ځکه چي هغه مو هر ځای حاضر او ناظر بللی. پوهېږې، زموږ پر تندي له کلمې سره وږی د هيواد سمبول، منبر او محراب د اسلام سمبول او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي ناموس په توګه کيندل سوی. موږ د وطن په لار کي د خدای(ج) په توفيق، د مبين اسلام او جمهوري اسلامي د برقراره ساتلو سرتېري يو. تور، سور او زرغون بيرغ به هر چا ته هره معنا لري، خو ما ته له توري تيارې د سرو وينو په بدل د خپل ملت و زرغون سباوون ته د ايستلو معنا لري او زما نسل به دې هدف ته قرباني وي. خو بدبختانه بچيانو، زه چي د دې اردو قربانيو ته ګورم او د سياسيونو ناځوانۍ ته؛ هيڅ مي ئې وجدان نه مني. تاسي د مزار د قول اردو کيسه خپله وليدل، چي څه رقم سودا سو او څه شاه ځلمي دښمن ته لاس تړلي په لاس ورکول سول. تاسي ما ته په دې روان ناورين کي د ملي اردو د ځواکونو يوه اشتباه څوک نه سی راښوولای. البته د ځواکونو، نه د رهبرۍ. رهبري ټول وخت د معاملو برخه وه.

دا دئ، پوره اووه مياشتي وسوې، چي موږ دلته محاصره يو. تاسي څه فکر کوی، چي په دې حکومت کي دا ظرفيت نه وو، چي موږ وباسي، يا سيمه پاکه کړي. نه اصلاً خبره د معاملو ده. دا دئ څو ملګرو مو همدلته قران شريفونه حفظ کړه، تر سل زيات ملګري مو په هغه مخامخ هديره کي؛ بې له دې چي معلوم سي څوک دي، د کومي سيمي دي؛ څنګ پر څنګ په شهادت پراته دي.

موږ ته داسي معلومات رسېدلي، چي هر څه پر ځای پرېږدو، د مرکز او يا هم د خپل کور په لور ولاړ سو. نن شايد شپې ته دلته خاص قوتونه را ورسېږي، محاصره ماته کړي، بيا بايد موږ هر څه پرېږدو او و وځو. ما ته داسي ښکاري، چي موږ يو ځل بيا معامله سوي يو. شايد اردو تر امر ثاني وځنډول سي.

سترګي ئې له اوښکو ډکي سوې. راسخ چي د پنجشېر وو، پاڅېد؛ پښه ئې ووهل او له سلامۍ سره ئې وويل: صاحبه، تا را زده کړي، چي وسله د سرتېري ناموس ده او وروستۍ مرمۍ د ځان له پاره ده. له ما دا تسليم نه سي، په زور دي ئې راڅخه واخلي. زه مي وسله نه تسليموم.

خوازک بې له تشريفاتو چغه کړه، ول: جنرال صاحب قسم په خدای که تسليم سم، چي تيکه تيکه کېږم.

ننګيالي وويل: دې بې ناموسۍ ته موږ څنګه غاړه کښېږدو.

بحثونو او احساساتو کش واخيستی. ټولو په غريو خبري کولې. جنرال اوښکي پاکي کړې، ول: زه سرتېری يم، بايد وجنګېږم، لوبه وګټم، يا وبايلم. ژړا زما له پاره بې غيرتي ده، خو دا اوښکي د خپلو بچو له پاره د يوه بې وسه پلار وروستی زور وبولئ. زما د فوج او اردو نيوي زره سرتېري يواځي په تېرو څلورو کالو کي شهيدان دي. زما وجدان هم نور دا نه مني. هغه نړۍ چي پرون زموږ سره وه، نور زموږ پر خلاف ده. دوی ته همېشه خپلي ګټي مهمي وې او موږ همېشه د دوی د ګټو قرباني وو. مګر بچو زما په سينه کي له زړښته او له پرله پسې ناځوانيو نور د سرتېري نه بلکه د يوه پلار زړه دئ. زه تاسي ته لمن غوړوم، چي ما ته مي بچي په خپله لمن کي را وبخښئ. نه غواړم د بيده او مړه ملت بې وجدانه رهبرانو او خپل‌چاروکي ظالمي نړۍ له پاره خپلي ځوانۍ نذرانه کړی.

همداسي په سلګو خپل اطاق ته روان سو.

د شپې عمليات شروع سول او صفري قطعاتو محاصره ماته کړه او د اردو سرتېرو ته ئې د وتلو وويل. جنرال خپل تسليم کړل سوي باغروره زغروال فوج ته کتل، چي په لکونه شهيدان سول، مګر تسليم نه سول؛ مګر رهبرانو په يوه ورځ سودا کړل.

ټول سرتېري وتلو ته ولاړ ول، خو راسخ، خوازک، ننګيالي او علي رضا توپکونه کلک نيولي وه، چي موږ وولئ، بيا مو ناموس راڅخه واخلئ. زاريو نتيجه ور نه کړه. جنرال خپله راغلی، په ژړا، زاريو او د بيرته راپورته کېدو په وعده او ګيلو ئې په ډېر زحمت توپکونه ځني واخيستل.

د ملت محسنان ځوړند سر له شل کلني مبارزې، اتلوليو، جګړو، قربانيو او هر څه سره په تياره کي پر نامعلومو لورو سودا سول. په لکونه شهيدان، يتيمان، زخميان او اخير يوه سپېڅلې اردو د طوفان په وړاندي يو مقدس دېوال کرار-کرار و شوړول سو او هيڅوک پوه نه سو، چي دا څوک وه، چي دا مقدس بند ئې ونړاوه او هيواد ئې يو ځل بيا له خپلو محسنانو خلاص کړ.

د طوفان په وړاندي بندونه يو په بل پسي نړېدل او طوفان لا خونړی کېدئ، خو د مسلحو قواوو سرعلی قومندان لا د طرحو په لوستلو او اماده کولو بوخت وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب