شنبه, اپریل 20, 2024
Home+کارغه/اجمل پسرلی

کارغه/اجمل پسرلی

د پتلانه پایڅې یې  وڅنډلې. تیره شپه تر پله لاندې له باد سره د دې د خوب ځای ته د واورې بڅرکي وربادیدل. لاس یې له واورې پر ډکه کټاره تکیه کړ، د میدان لور ته یې پښه واړوله.

 د موټر د پارکینګ وړې غرفې ته یې شنې ګردې ګردې سترګې ونیولې، د غرفې په کړکۍ کې داسې رڼا ځلیده لکه د دې د یخ وهلو بارخوګانو د رنګ. د غرفي منځ دې ته نه ښکاریده.

 د غرفي دننه چوکیدار لکه موسیچه غونج منج ناست و. لکه وزر چې وهي لاسونه یې پرانیستل، د یوه راډ برقي بخارۍ ته یې ونیول بیرته یې ځان سره ټول کړ، بیا یې سر ټیټ کړ، له کړکۍ دې ښځې ته ځير شو:

« چې ګرځې تودیږې چې ناست یې دا یې بخارۍ»

سړي پښې ودربولې، د بوټونو پر تلي او اړخونو یې نښتې واوره ودوړیده. بهررهي بیکوره ښځې لاسونو ته ورپو کړل. په خیال کې یې د غرفې له دننه سره بخونه رڼا ورکش کړه، تر ستوني یې تیره کړه، چې سترګې یې پرانیستې ژامې یې له یخه وریږدیدې. د بیک په یوه تسمه کې یې لاس ننویستی و، تر بلې تسمې یې هم لاس تیر کړ. د غرفې مربع ایینه شاوخوا واورو نیولې وه. ایینه بیضوي ښکاریده.

چوکیدار د غرفې ور پرانیست، راووت. ښځې د شاوخوا یو متر سورورې او یو نیم متر اوږدې چوبي غرفي لانده غولي ته شونډې بوڅې کړې. تر پله لاندې یې خپل وچ ځای سترګو ته ودرید، له غرفې یې مخ واړاوه. چوکیدار تر غرفي راوګرځید، د دې ښځې په لور یې وکتل. ښځې واوره په لته ووهله، د پارکینګ کوز لور ته تیزه شوه، د پښو خاپونه یې په واوره کې کاږه واږه تر یو ځای  سهي کیدل، خو په سپینه واوره او په تورو جامو کې چوکیدار ته چې تر غرفې راتاویده، د کارغه غوندې ښکاریده.

پراګ

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب