پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهافغانستان د ۳۰۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري

افغانستان د ۳۰۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري

تاند (یکشنبه د قوس ۲۳) ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان د  ۳۰۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې د لمر، اوبو او باد د سالم مدیریت په نتیجه کې تر لاسه کېدلی شي.

ښاغلي غني نن یکشنبه د اقلیم د بدلون په هکله جوړې شوې نړیوالې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، افغانستان د اقلیمي بدلون یو له اغېزمنو هېوادونو څخه دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي، چې په افغانستان کې په هرو پینځو کلونو کې وچکالي راځي او موسمي بارانونه، د ژمي پر ځای په پسرلي کې کېږي چې د خونړیو سېلابونو او ځمکو وړلو لامل کېږي.

نوموړي ددغې غونډې ګډونوالو ته په افغانستان کې روانو جګړو ته په اشارې وویل چې د جګړو له امله د ځنګلونو پرې کول یوه بله ستونزه ده چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او ناورین سبب ګرځېدلی شي.

په بیان کې وړاندې راغلي ددې سره سره افغانستان د شنه کېدو، د عظیمې پاکې انرژۍ د تولید او شنه صنعت د رامنځ ته کېدو لوی فرصتونه هم لري.

سرچینه زیاتوي چې ولسمسشر غني یادې غونډې ته په خبرو کې وویل، افغانستان د درې سوه زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او نړیواله ټولنه دې په دې برخه کې مرسته وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې مهال په افغانستان کې د برېښنا او انرژۍ د ظرفیت خبره کوي چې همدا اوس د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان د یو شمېر لویو ښارونو اوسېدونکي د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب