شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپه کابل ښار کې چاودنې څلور کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په کابل ښار کې چاودنې څلور کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(یکشنبه، د قوس ۲۳) د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، نن سهار د کابل ښار د ۱۵ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر يو موټر چاودنه وشوه.

د کابل امنیه قوماندانې ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته وویل، نن سهار د ۷:۴۵ بجو شاوخوا د کابل ۱۵ امنیتي حوزې خیرخانه سیمه کې پر یو موټر چاودنه وشوه چې له امله يي دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان دي.

ویل کیږی دا برید د ولسي جرګې پر یو غړي توفیق وحدت ترسره شوی.

دغه راز وحدت هم تاییده کړه چې د نوموړي د کارکوونکو پر موټر د کابل ښار ۱۵ حوزې اړوند سیمه کې دا برید ترسره شوی چې له امله يي د نوموړي یو موټر چلوونکی او یو ساتونکی يي ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په کابل ښار کې مقناطیسي بم چاودنې زیاتې شوي او د مخنیوي لپاره يي لاتر اوسه اقدام ندی شوې.

تر اوسه د پیښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب