شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهکابل کې یو څارنوال وژل شوی؛ حکومت د څارنوالانو د خوندیتوب لپاره...

کابل کې یو څارنوال وژل شوی؛ حکومت د څارنوالانو د خوندیتوب لپاره طرحه جوړوي

تاند (یکشنبه د قوس ۲۳) نن سهار د کابل ښار په اتمه ناحیه کې یو څارنوال د وسله والو په برید کې وژل شوی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د حبیب الله په نوم یو څارنوال، چې دندې ته روان و د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

د ښاغلي فرامرز په خبره دغه پېښه ۰۸:۲۰ بجې د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند، کارته نو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا د دې پېښې په تړاو څیړنې پیل شوې دي، خو مسؤلیت یې چا نه دی منلی.

تر دې وړاندې د قوس میاشتې په ۱۶ د یکشنبې په سهار هم د کابل په پینځمه حوزه کې د پامیر په نوم یو څارنوال وژل شوی و.

د ولسمشر لومړي امرالله صالح بیا د څارنوال پامیر د قاتلانو د نیول کېدو خبر ورکړی او ویلي یې چې د څارانوالانو د خوندیتوب لپاره به حکومت یوه طرحه جوړه کړي څو د دوی ژوند خوندي وي.

https://taand.net/%d8%af-%da%85%d8%a7%d8%b1%d9%86%d9%88%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%a7%d9%88-%d9%82%d8%a7%d8%b6%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ae%d9%88%d9%86%d8%af%db%8c%d8%aa%d9%88%d8%a8-%d9%84%d9%be%d8%a7/

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا هدفي وژنو او مقناطیسي ماین چاودنې زیاتې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

تازه نن سهار د کابل په ۱۵مه حوزه کې د ولسي جرګې د غړي توفیق وحدت په موټر مقناطیسي ماین چاودنه کړې چې نوموړی ترې روغ وتلی خو ۴ نورو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند فردوس فرامرز په خبره، دا پېښه د خیرخانې مېنې پروان هوټل ته نږدې د یوه مقناطیسي بم د چاودنې له امله شوې چې دوه تنه پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب