Homeخبرونهکرنې وزارت: تخار کې ۸۰ ټنه شات تولید شوي دي

کرنې وزارت: تخار کې ۸۰ ټنه شات تولید شوي دي

تاند(یکشنبه، د قوس ۲۳) د تخار ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، ددې ولایت د شاتو فارم لرونکي سږکال ۸۰ ټنه شات تولید کړي دي.

د کرنۍ او مالدارۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د تخار ولایت د شاتو فارم لرونکي سږکال ۸۰ ټنه شات تولید کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې ده، د شاتو مچیو روزونکو د اتو ټولنو په اډانه کې د شاتو مچیو ۴۰۰ فارمونه چې د شاتو نه زره صندوقونه په کې دي فعالیت کوي.

د صندوقونو په ډله کې دوه زره نوي صندوقونه هم زیات شوي دي.

د کرنۍ وزارت د خپره شوې خبرپاڼې پر بنسټ، په دې ولایت کې د شاتو د پروسس یوه فابریکه هم فعالیت لري چې د ورځې د ۵۰۰ ټنه شاتو د پروسس وړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...