یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د بېګ باش پنځمه لوبه؛ د راشد اړوند لوبډلې لومړۍ ماتې وخوره

د بېګ باش پنځمه لوبه؛ د راشد اړوند لوبډلې لومړۍ ماتې وخوره

تاند ( یک شنبه، د قوس ۲۳) د آسټراليا په بېګ باش کورنیو سیالیو پنځمه لوبه کې هوبارټ هريکنز له اډلايډ سټرایکرز سره لوبه ترسره کړه.

د دې لوبې پجه اډلایډ وګټله او هريکنز لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

هريکنز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ١٧۴ منډې وکړې او اډلایډ ته یې د  ۱۴۷ منډ هدف ورکړ.

په دې پاڼۍ کې ډارسي شارټ په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې  د ۴ شپږيزو او ۶ څلوريزو په مټ  يې په ۴٨ توپونو ٧٢ منډې وکړې.

په دوهمه پاڼۍ کې د راشدخان اړوند اډلایډ لوبډله ونه توانېده چې هدف پوره کړي او ټوله لوبډله یې په شلو اورونو کې یواځې د ۱۶۳ منډو په جوړولو بریالۍ شوه.

اډلایډا دا لوبه د ۱۱ منډو په ټوپير وبایلله.

په دې لوبه کې افغان  لوبغاړي راشد خان یواځې یو لوبغاړی وسوځوه.

د دې لوبو په نننۍ ۶ مه لوبه کې نن د سډني سيکسرز او ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب