یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+پاکستانی لوبډلمشر بابراعظم د ټپ له امله د نیوزلینډ له لوبو بهر...

پاکستانی لوبډلمشر بابراعظم د ټپ له امله د نیوزلینډ له لوبو بهر شو

تاند ( یک شنبه، د قوس ۲۳) د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم د ټپي کېدو له امله د نيوزلينډ پر وړاندې له لوبو وويستل شو.

بابر اعظم تېره ورځ په تمريناتو کې ټپي شوی وو ځکه بهر شو.

د پاکستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې « بابر اعظم د يک شنبې په د تمريناتو پرمهال سخت ژوبل شوی او غټه ګوته یې زخمي شوې، نو له همدې امله به نوموړى د نيوزلینډ پر وړاندې په نړيوالو ۲۰ اوره لوبو کې ونه لوبېږي.

سرچینه وایي چې نوموړي ته روغتياپالانو د ۱۲ ورځو لپاره کرکټ لوبو کې د نه لوبېدو سپارښتنه کړې ده.

روغتياپالانو د هغه د روغتيا په اړه څه نه دي ویلي چې کله به روغېږي خو دومره ویل کېږي چې ښايي بابر اعظم له لومړۍ ټېسټ لوبې وړاندې جوړ او له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.

د پاکستان د کرکټ روزونکي وايي په تمريناتو کې د لوبغاړو ژوبلېدل عادي خبرې دي.

مصباح الحق وایي د بابر په نشتون کې ځوانو لوبغاړو ته ښه چانس دی چې خپله وړتيا وښيي.

پر بابر اعظم په پاکستان کې یوې ښځې هم د بد فعلۍ تورونه لګولي خو بابر اعظم تراوسه د هغه په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب