Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: د کونړمناګي برېښنا بند چارې به ژر پای ته ورسېږي

مسوولان: د کونړمناګي برېښنا بند چارې به ژر پای ته ورسېږي

تاند ( یک شنبه، د قوس ۲۳) د کونر ولایت چارواکي وایي چې د مناګي برېښنا بند د بشپړولو چارې په چټکۍ روانې دي.

د یاد ولایت والي محمد اقبال سعيد زیاتوي تازه وسره د افغانستان د برېښنا شرکت هم ژمنه کړې چې په دې برخه کې به اړينې مرستې ورسره ترسره کړي.

د مناګي برېښنابند د عملي تولید پیل، وارداتي برېښنا د لین غځولو چارو چټکتیا، اسعد اباد برېښنا کوټ د ظرفیت لوړونې او د ښار پاتې سیمو ته د شبکې غځول هغه کارونه دي چې نیمګړي دي او خلک یې د بشپړېدوغوښتنه کوي.

د کونړ والي هم يادې پروژې د ولس سترې هيلې بولي خو وایي ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هغه وویل د مناګي برېښنا بند په برخه کې د خلکو زغم پای ته رسېدلی او ژر تر ژره باید ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو او هغو سوداګرو چې قراردادي شرکت سره یې اجوره پاتې له مسوولینو غواړي چې د دوی حق ور وسپارل شي.

بل لورته د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس احمداوود نورزی هم مني چې د مناګي برېښنا بند حیاتي پروژه ده خو ټینګار کوي چې ژر او له قرار داد سره سم به د یادې پروژې په بشپړولو کې مرسته وکړي.

نورزي وویل، د مناګي برېښنابند ټولې چارې بشپړې شوي او ډیر ژر به د کونړ ولسونه یې له برېښنا ګټه واخلي.

د یادونې ده چې د کونړ ولایت د مناګي برېښنا بند د جوړولو پر چارو ۷ کاله تېريږي خو لاهم دا بند نه دی بشپړ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...