هڅي د ګرمو شیدو ډک ګیلاس ته په احتیاط ګلابي رنګه شونډي نږدې کړې، له شیدو ئې کوچنی غړوپ وکړ. شیدې ګرمي وې ګیلاس ئې بیرته کښېښود. پر مېز پراته کارتن ته ځير سوه، پرون همدا وخت به و، چې مور یې زنګ ورته وکړ او ویې ويل چي کارتن ئې په تلخونه کي موندلی دئ، که یو ځل ئې وګوري کیدای سي د کار شیان وي، او دا د خپل ژوند د ملګري مبارز سره ورغلې وه او کارتن ئې راوړی وو. هڅه د کارتن له پرانیزولو بېریږي چي یو ځل بیا د خپلي میني ساحل او پخواني ژوند سره مخ نسي او په هغه پوري تړلي یادونه یو ځل بیا را ونه سپړل سي. هغې کوچني تړل سوي کارتن ته په ځېر ځېر کتل. زړه نا زړه وه. له ځان سره ئې غلي وویل:
- دې کي کیدای سي زما د کوچنیوالي سامان وي، زه باید ونه بېریږم.
هغې د کوچني تړل سوي کارتن سر خلا ص کړ، په کارتن کي د هڅي د ښوونځي د وختو کتابونه، کتابچې او څه نور سامان پروت و. د هغې زړه ډاډه سو، ساه ئې واخیستل او له ځان سره ئې وویل:
- شکر دا خو د ښوونځي یادونه دي.
د هڅي غټي سترګي په کارتن کي پر کوچنۍ سرې کڅوړني ولګیدې. کڅوړنه ئې را واخیستل، خلاصه ئې کړل. په کڅوړنه کي د پرتې عطرو ښېښې په لیدود هڅي رنګ والوت او د زړه په کومه پټه زاویه کي چي ئې د کلنو درد پټ کړئ و، یو ځل بیا را تازه سو. هڅي د عطرو د ښېښې سر خلاص کړ، جګه نرۍ پزه ئې د عطرو آبي ښېښې ته نږدې کړل. عطر ئې بوی کړل هغسي خوشبویي ئې وه. له عطرو سره تړلې ټول یادونه ور په زړه سول، چي دا عطر له ساحل څخه غوښتي وو. هغه شېبه یې داسې په ياد وه لکه دا ساعت، هر کاته، هره خبره، هره کيسه، دې ساحل ته ويلي وو:
- زه ستا دا عطر غواړم.
د هڅې هغه شېبه ښه په ياد وه، چې ساحل د هڅي د لاسو په ګوتو لوبي کولې د دې سترګو ته ئې وکتل او وې ویل:
- ولي؟
دې په ځواب کې ورته ويلي وو:
- غواړم هره شیبه دي له ځان سره حس کړم، او ستا د عطرو نرمه خوشبوي هره شیبه ما په غېږ کي ونیسي.
ساحل تر پزي ونیول، موسک و:
- ته لیونۍ ئې.
هڅي وخندل:
- هو ستا.
د هڅي ښه په یاد وه، چي ساحل ئې ویښتان تر غوږ ور اړول د هڅي سترګو ته ئې وکتل او وې ویل:
- زه ستا قربان.
هڅي د عطرو ښېښه پر مېز کښېښودل، سوړ اسویلی ئې وکړ او سر ئې پر چوکۍ تکیه کړ. د کلونو هېر سوي درد بوج ئې بیا حس کړ. ښه شیبه وروسته ئې زړه ته ډاډ ورکړ، د سامان په کتلو سوه، د کتابچو په منځ کي ئې سترګي پر یوې زړې ژیړي کتابچې چي د لرګي څخه جوړ پوښ ئې وو ولګیدې. زړه یې ودرزیدی، سپین لاسونه ئې ولړزیدل له ځان سره ئې وویل:
- له همدې مي بیره لرل چي یوځل بیا له تاسره مخ نسم او یو ځل بیا تا ونه لولم.
تر څه ځنډ او چوپتیا وروسته هڅي پاشلي حواس سره را ټول کړل. د کتابچو له منځه ئې کتابچه را واخیستل، پاڼي ئې سره واړولې هرې پاڼي یو درد او یاد ور تاز کړ. د کتابچې په یوې اوښتي پاڼي کي ئې سترګي پاته سوې. لکه د کلنو هېر سوي درد سره چي بیا مخ سوې ئي. هڅي په لړزیدلو لاسو پاڼه خلاصه کړل څو تاره اوږده تور وریښتان چي پر مخ ئې د سترګي سره را ایله وه د غوږ تر شاه واړول او لیک ئې یو ځل بیا تر سترګو تېر کړ. د ليک عنوان یې ولوست: زما هیلي او که مینه؟
زه غواړم ډېرې زده کړې وکړم. له ښوونځي وروسته پوهنتون تر پوهنتون وروسته ماسټري او دوکتورا وکړم. له ځانه مي د دې ټولني لپاره یو بهترین شخصیت جوړ کړم، خو میین مي ساحل وایې ته به نور کورس او زده کړو ته نه ځې. زه پر تا بخیل یم نه غواړم تا بل څوک را څخه وویني زه نه پوهېږم د هغه خبره ومنم که نه؟ زړه مي وایي هو ته مینه ورسره لرې خو دماغ وایي نه هیله دي پوره کړه زما زړه یو څه دماغ بل څه وایي. زه د زړه او دماغ په منځ کي پاته یم ما ځان ورک کړی دئ. په تورو شپو او لار کي ورکه یم نه څراغ او نه د سپوږمۍ څرک وینم. لکه لالهانده ورک سوی مسافر چي د کلي لار ئې ورکه کړې وي. زما دماغ له ما پوښتي ریښتنې مینه دا ده چي زما هیله ووژل سي؟ که ریښتنې مینه دا ده چي زما آزادي واخیستل سي؟ زما مینه زما هیله ده او که زما هیلي زما مینه ده؟ نه پوهېږم ولي خو تر نن وروسته زه احساس کوم د کوم نارینه هیله چي زه لرم هغه زما میین نه دئ. ایا ما غلطي کړې؟ ایا زما ټاکنه غلطه ده؟ الله دي زما مرسته وکړي. هغه غواړي زه په درس لوستلو او مینه کي یوه ټاکنه وکړم. زه به څه وټاکم مینه که هیله؟ زه باید نن ټاکنه وکړم او زما ټاکنه به زما هیلي او مینه دواړي وي. ما د داسي مینې خوب هیڅکله نه وو لیدلی چي زما هیلي به وژني. زما مینه زما ځواک دئ، هغه ځواک چي ما به خپلو هیلو ته رسوي زه به مي ځان ومومم؟
د لیک په لوستلو سره د هڅي د کلنو زخمونه چي تر ننه ئې پټ ساتلي وه یو ځل بیا تازه سول. په ټول بدن کي ئې د درد څړیکه محسوس کړل. په غټو سترګو کي ئې اوښکي ډنډ سوې، کتابچه ئې کښېښودل. د کړکۍ خوا ته ولاړه سپیني پردې باد وهلې له دې کړکۍ د کابل ښار د دارلمان ماڼۍ ښکلې ښکاریده، سترګي ئې پټي کړې. اوښکه ئې پر سپین باړخو وبهیدل. د شونډو تر څنګ ئې تېره سول او پر مځکه ولویدل. څو شیبې ئې تازه هوا واخیستل او له ځان سره په جنګ وه هغه زما مینه وه؟ د هغې په پریښودولو خو به ما بد نه وي کړي؟ ولي ساحل ته زه او زما هیلي ارزښتمند نه وو؟ زه د هغه مینه نه وم؟ که زه د هغه مینه وم ولي یې زما احترام نه درلود؟ هڅه له ځان سره په جنګ وه. مخامخ دیوال ته یې وکتل، پر ديوال باندي د هڅي او مبارز د واده انځور ځوړند و. دا انځور ته نږدې سول په انځور کي مبارز په توره دریشي کي د هڅي تر څنګ ولاړ وو هڅه د واده په سپین کمیس کي ښکلې معلومیده. هغې پر انځور لاس را تېر کړ.
د درده ډکو سترګو ئې د مبارز څېرې ته کتل. د مبارز خبره ور یاد سول چي د واده په لومړیو ورځو کي ئې هڅي ته کړې وه، ويلي یې وو:
«ځان د حالاتو ملامت مه بوله، د تېر درد احساس کول کمزوري نه ده بلکي انساني فطرت دئ. ټول احساسات دي ومنه او درک ئې کړه چي ته غلطه نه ئې.»
د هڅې خپګان په ډاډ کي ورک سو، د مبارزې انځور ته یې وکتل او وې ویل:
- ته زما تر ټولو ښکلې پریکړه ئې چي ژوند ته مي داخل کړې. په ورکو لارو کي زما د رڼا څرک سوې. ته زما د هیلو او خوبو وزر سوې، نه پوهیدم چي ته به د نارینتوب مثال جوړیږې او زه به دومره دروند غم هېروم. زما ښه په یاد دي چي د ساحل د پریښودلو شیبه زما لپاره څومره سخته وه. هغه ورځ مي د میني او احترام تر منځ احترام وټاکئ او تا یو مات وجود او مړه زړه ته پناه ورکړه.
هڅه لا د انځور سره ولاړه وه چي د مبارز د موټر هارنګ سو، دې له کړکۍ وروکتل. د مبارز په يوه لاس کې سودا وه او په بل لاس یې د وړکۍ حماسې لاس نيولی و. حماسې د کړکۍ خواته راوکتل چيغه یې کړه:
- مورې! موږ راغلو.
دهلیز ته را ننوتی، مبارز هم هڅي ته ږغ کړل:
- هڅي چیري ئې یو ځل خو راسه موټر کي یوه کڅوړنه پاته سوې ده هغه را واخله.
هڅه له کوټې څخه دباندي را ووتل موټر ته ورغله.
د موټر دروازه ئې خلاصه کړل، د مخ په سیټ کي د الوتکي ټکټ او ورسره کارټ یې ولیدی چي پکښي لیکل سوي وه: «ماسټري دي مبارک سه.» د هڅي سترګي له خوشالۍ څخه د اوښکو ډکي سوې په لړزیدلو لاسو یې ټکټ او کارټ را واخیست. د مبارز پر طرف را روانه سول. مبارز د دهلیز په دروازه کي ورته کتل. پر شونډو یې مسکا خپره وه. کله چي هڅه ور نږدې سوه مبارز ئې لړزیدلي لاسونه ټینګ وینول، وې ویل:
- زما ملکې هیله مي پوره کوې؟
هڅي په ژړغوني ږغ وویل:
- هو خو دا یوازي زما ټکټ دئ ؟
مبارز هڅه پر تندي ښکل کړه، مخ ئې په دواړو لاسو کي ونیوئ. اوښکي ئې ور پاکولې وې، ویې ويل:
- ځکه چي ته یوه خپلواکه او ځواکمنه مېرمن ئې، اړتیا نه لرې چي ته دي د بل چا د ملتیا محتاجه اوسې زه ستا تر څنګ مخ او شا ته ولاړ یم، خو زه غواړم ته یوه زړوره او خپلواکه مېرمن و اوسې. اوس ځې؟
هڅي چي اوس یې هم له سترګو مړې مړې اوښکي تویدلې :
- هو ځم. ماسټري خو زما هیله ده.
مبارز ورته وخندل وې ویل ستا هیله زما هیله ده. وځلیږې ته زما غرور ئې.
هڅي چي د مبارز په راتګ سره د کارتن سامان پټ کړئ وو. یو ځل بیا یې را واخیستی او خپله پخوانۍ د لیکونو کتابچه ئې را واخیستل او په وروستۍ پاڼه کي ئې ولیکل:
«په ژوند کي د ځینو انسانانو تګ نېکمرغه وي. زما هیلي زما مینه وموندل. ما د درو کلنو مخکي پوښتني ځواب وموندئ. مینه هیلي نه وژني، مینه هیلي بشپړوي. مینه آزادي نه اخلي، مینه وزري درکوي، الوتل در زده کوي، خپلواکي در په برخه کوي. هره نجلۍ د احترام او میني تر منځ باید احترام وټاکي. احترام مینه درکولای سي. چیري چي مینه وي هلته احترام هم وي زما روح خپله پاته برخه موندلې ده. رښتینی نارینه د ښځي وزري نه پرې کوي هغې ته الوتل ور زده کوي.»
د دې جملو په لیکلو سره ئې د کتابچې څخه د ساحل په نوم لیکونه ټول څېري کړل، پاڼو ته ئې په پخلنځي کي اور ورته کړ او د عطرو ښیښه ئې د کور کاریګري عایشې ته ورکړل. هڅي چي کوم یادونه په زړه کي دفن کړي وه د تل لپاره ئې له منځه یوړل.
هڅي کتابچه د کتابو په المارۍ کي ایښودل چي حماسه او مبارز کوټې ته راغله مبارز وویل راځه چي د سبا د سفر چمتوالی ونیسو.
هڅي د کتابو د المارۍ دروازه وتړل، په ډاډمنو سترګو ئې مبارز ته ور وکتل، د مبارز لاس ئې ونیوی. مبارز د هڅي په ګوتو کي ګوټي وګنډلې، د هڅي لاس ته ئې فشار ورکړ. هڅي ور وکتل وې ویل:
- ستا د لاسونو نارینه فشار زما خوښیږي.
دواړو وخندل او په خندا د دهلیز چپه طرف ته د خوب کوټې ته ولاړل.
پای،