جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد تل له پاره، تل، ترتله او تل ترتله

د تل له پاره، تل، ترتله او تل ترتله

 ډاکتر ماخان میږی شینواری  

ما څوکاله د مخه د تاند درنې خپرونې کې د یوه ډېردرانه او راته ګران استاد یوه لیکنه ولوستله، چې له تاسو سره یې د شریکولو له پاره له هغې دا لاندې را اخلم او  په دوه برخو یې وېشم:

یادونه: پخوا مې په دې یوه اوږده لیکنه کړې وه،خواوس مې دا نوې ولیکله، چې د لیکنې ډول یې هم بدل غوندې دۍ.

لومړی: د تل له پاره:

 ،، ( د تل لپاره) په ګرامري لحاظ قیدي عبارت دی. دغه قید د پښتو په پخوانو کتابونو کې نه مومو، په غالب ګومان په شلمه پیړۍ کې پښتو ته راغلی دی او  د انګلیسي ژبې د FOR EVER ترجمه ښکاري.،،

—- ،،که څوک د متوفي په اړه  ولیکي چې : هغه له موږ د تل لپاره لاړ ؛ دلته یې نه ( تل ) او نه هغه د کلاسیکو اثارو عبارتونه معادل دي. ځينې خلک ( د تل په مخه ) عبارت استعمالوي چې شاید ( د تل لپاره) تر ګردو نږدې معادل وي. موږ ویلای شو چې : هغه له موږ د تل په مخه لاړ.،، 

دویم: تل، ترتله اوتل ترتله:

 ،،( تل) ډېره لنډه، یوه سیلابي کلمه ده خو د ابدیت لویه معنا پکې نغښتې ده. په همدې وجه ډېر ځله لیکونکي د هغې ترمعنوي اثر لاندې راشي او یو څه نور توري ورسره زیات کړي چې په صورت کې یې هم د محتوا قوت پیدا شي. پخوانو چې ( تر تله ) جمع کړی او ( تر تلو) یې بللی دی، یا ېې د (تر تله) په ځای ( تل تر تله ) راوړی دی، وجه یې همدا د ټینګار غوښتنه ده.،، 

ګرانو لوستونکو!

زه په دې لیکنې نور څه نه لیکم، خو دې د ،، تل له پاره، تر، ترتله ،، له پاره غواړم یواځې یوڅو غونډالې له تاسوسره شریکې کړم او په تل ترتله لږ تم شم :

له دې د مخه، چې په دې موخه  څه لیکو اړیین بولم، چې د سم اند(منطق) څخه روښانه ونه وکړم.

یو:  منطق

راځۍ، چې له هرڅه د مخه لومړی د سم اند یا منطق په بنسټ ،،وینا،، تعریف کړو:

پیژند ( دا پیژند د شمیر پوهنې سم اند څخه دی): وینا د ویونو یا کلمو موخه وره څنګ په څنګ  ايښوونه ده، چې یو ،،ريښتیا ارزښت،، رښتیا یا نا رښتیا ولري.

که ووایو، چې: 

نن د کابل دښار د هوا حالات. 

دا وینا نه ده، ځکه موخه وره نه ده، ځکه چې ،،رښتیا ارزښت،، رښتیا یا نارښتیا نه لري.

که ووایو، چې: 

نن کابل کې ورینګي (ورښت.) وریږي. 

دا وینا ده، ځکه موخه وره ده او یو رښتیا ارزښت لري، یعنې یا به ورینګي  وریږي( باران نه وریږي، باران میبارد)، چې رښتیا ارزښت یې رښتیا دی او یا به ورینګي نه وریږي، چې رښتیا ارزښت یې نارښتیا دی.

پورته جمله ویلای شو:  

نن په کابل کې ورینګي ريږي. 

په کابل کې نن ورینګي وريږي. 

ورینګي وريږي نن په کابل کې.

د سم اند له مخې دا ویناوې دي . ویونه موخه ور سره ځاي په ځای شوي، خو دا چې ژبه یې څه ډول لیکنه غواړي، دا بیا بله خبره ده.

جمله یا بهتره وینا  لرو: ،، استبدادي نظام د تل لپاره نسکور شو،،. دا ویناده، ځکه چې ،،رښتیا ارزښت،، رښتیا یا نا رښتیا لري.

دا چې دا ،، استبدادي حکومت،، به بیا راځي او که نه ، د دې سره یې موږ سر او کار نه لرو. دا د یوه کس اند دی او څرګند یې کړ.

دوه:  له پخوانیو کتابونو څخه  ګټه اخستنه اړیینه ده، خو دې ته باید ګوته ونیسو، چې موږ له پخوا څخه ډېر څه نه لرو، موږ همدا اوس خپلې ژبې ته وده ورکوو او دا – د لوي څښتن په برکت- په وده کې پوره چټکه ده. زموږ هر شاعر او هر ادیب د هغه وخت له اد یبه او شاعره ښه پوهیږي او دا باید همداسې وي، ځکه چې دا یوه طبیعي پروسه ده.

اوس راځوخپلې اري لیکنې ته:

لومړي ته:

دوه برخې دي.

۱ – د دباندنۍ ژبې اغیز: 

دا سمه خبره ده، کیدی شي دا وي، ځکه موږاړیوچې هر څه یا ټولې پوهنې – ژبه هم – د د باندنیو ژبو په مرسته مخ ته بوځو، نو اغیزبه یې هرومرو وي، خو ایا دا اغیزیې د ژبلارو او د موخه ورتیا سره سم دۍ؟  

دې ته باید تل پوره پام وي.

اوس راځو د ،، تل له پاره،، ته

دې ته باید پام وکړو، چې دا د  FOR EVER انډول دۍ اوکه نه؟ یعنې موخه وردۍ، که نه؟

یا زموږژبلار به دا وي، که نه؟

پوښتنه: ټکسي دې (د) څه وخت ( له پاره) راغوښتی؟

له هرڅه دمخه باید دې پوښتنې ته پام وکړو یا پام راوګرځوو، چې زموږپښتوهمداسې ده او که نه؟

که پوښتنه سمه وي، نولاندې ځوابونه یې هم هرومروسم دي.

— د سبا له پاره مې په یوولسوبجو تکسي راغوښتی دۍ.

— د … له پاره مې په یوولسو بجو تکسي راغوښتی دۍ.

—  … ته مې….

—   … په یوولسو بجو مې تاکسي راغوښتی دۍ.

د سبا په ځای چې درې ټکي ځای په ځای شوې، هر مهال (د ژبدود اوسم اند سره سم) لیکل کیدی شي.

داسې هم ویلی شي، چې:

— د تل (د درې ورځو، د یوې اونۍ، د راتلونکوڅوورځو، د هرې ورځې) له پاره مې په یوولسو بجو تاکسي راغوښتی دۍ.

دا غونډالې ،،رښتیا ارزښت،، رښتیا یا نارښتیا لرودی شي، خو موږ یې دلته د رښتیا ارزښت سره  سر اوکار نه لرو

دویم ته: ، تل، ترتله، تل تر تله

پوښتنه ۱: ته څومره (وخت) دلته پاتیږي؟

زه څلور ورځې(یو کال، تل)دلته پاتی کیږم.

پوښتنه ۲: ته د څه وخته پورې دلته یې؟

زه دلته د څلور ورځو( یوکال، تل) پورې دلته یم.

دلته هم ګوره همغه د ،،تل له پاره،، په څیر څه شته، چې رښتیا ارزښت لري. دا به یا رښتیا وي یا نارښتیا  

پوښتنه۳ : ته له څه وخت تر څه وخت دلته یې؟

زه د ۵- م تر ۱۰ – م د حمل دلته یم.

بنسټیزه پوښتنه ۴ : 

ایا تل ترتله د ترتله لپاره ټینګار دی؟

بیا  لنډ:

څومره وخت ؟ تل. 

د څه وخت له پاره؟ د تل له پاره. 

تر څه وخته؟ تر تله.

موږ به دې تل تر تله ته لږ تم شو.

ایا هر څه چې شته وي، هغه پیل اوپای لري؟

و به وایو،چې هو.

هر څه چې پیدا کیږي،هغه پیل اوپای لري.

یو څو بیلګې:

په مړستون کې د مړي په خښځای داسې لیکي: ۶. ۵ .۱۹۷۸ – ۳ . ۸ .  ۲۰۱۸ 

په تورویې لیکو: شپږم د پنځې ۱۹۷۸ تر ۳ د اتمې  ۲۰۱۸

دا په دې مانا چې:  له …. تر ….

اوس نوپوښتنه دا ده، چې شته وي، خوپیدا نه وي؟

ایا داسې څه شته؟ هو اوهغه زموږ رب دۍ.

رب تر تله برقرار دۍ اوپیل یې هم  له تله برقرار دۍ، نو

دلته به هغه د رحمان بابا د شعر د یوه نیمبیتي راوړو،چې  دا درانه استاد هم په خپله لیکنه کې راوړې:

،،تل تر تله برقواردۍ رب زما،، 

دا د رب له پاره داسې لیکو: تل تر تله

دا په دې مانا چې له تل څخه تر تله پورې. یعنې دا لومړی ،، تل،، د ،، ترتله،، له پاره ټینګار نه دۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب