شنبه, مې 4, 2024
Home+ژبه او د ټولنې ځينې مسايل | اجمل ښکلى

ژبه او د ټولنې ځينې مسايل | اجمل ښکلى

ژبه او ټولنه پر يو بل اغېز لري. که ته غواړې، د يوې ټولنې مطالعه د هغه ولس پر ژبه له پوهېدو پرته نيمګړې وي. همداسې د ژبې زده کړه له ټولنې پرته نيمګړې وي، ځکه چې د يوې ټولنې فرهنګي ځانګړنې په ژبه کې رابرسېره کېږي او برعکس پر ټولنه ژبه اغېز کوي. 

جنسيت، سن، پوړ، سواد او داسې نور ګڼ ټولنيز مسايل په ژبه کې په وييزه پانګه يا ګرامري رغښتونو کې راښکاره کېږي؛ خو ټولنيز مسايل ګڼ دي، چې ټول د ژبې په وړه کوزه کې نه ځايېږي. مثلا په “هغه راپاڅېد” جمله کې يوازې يو کس وينو، چې راپاڅېدلى او يوازې د هغه نرينه جنسيت په فعلي خاتمه کې راڅرګند شوى، د سړي سن، پوړ، سواد او نورې ځانګړنې پکې نه دي راښکاره شوې، همداسې د عمل ډول هم آن له موقعيتي قرينې پرته مبهم دى، دا نه ده څرګنده چې سړى له خوبه راپاڅېدلى، که راولاړ شوى. داسې نور ګڼ موارد شته، چې په دې جمله کې يې نه وينو. 

د ځينو کلمو په ورزياتولو په جمله کې د سن، پوړ او داسې يو نيم مورد په اړه معلومات څه نا څه پيدا کولاىشو، مثلا: هغه بېوزلى ځوان راپاڅېد؛ خو دا وييزه زياتونه ده، د پښتو په ګرامر کې بيا د دې مواردو ځاى نشته. دا ښيي، چې ژبه د هر ډول ټولنيزو مواردو د څرګندولو وسايل نه لري. 

کومې کلمې يوځاى او کومې بېلې وليکو؟/ اجمل ښکلی

ژبې او ټولنې په يوه حال نه پاتېږي، بدلېږي رابدلېږي. په ټولنه کې چې بدلونونه راځي، په ژبه کې راښکاره کېږي او په دې ډول په ژبه کې هم بدلون راځي. مثلا د ښاري کلچر له عاموالي سره په ژبه کې د تلفظ، د کلمو د انتخاب، اصطلاحاتو او رغښتونو توپير پيدا کېږي او چې هره خوا زوروره شي، ژبه هغې خوا ته ورکږه شي. که ښار بريمن شي، پر کلي نوي مدني غوښتنې ومني او په دې ډول د ښار تلفظ او لهجه معيار وګرځي. 

که د تاريخ په اوږدو کې وګورو، په ژبو کې مهمه موضوع د جنسيت پاتې شوې.  جنس يوه بيالوژيکي مساله ده، چې د نر و ښځې په جسمي توپير پورې تړاو لري، خو د تاريخ په اوږدو کې دا د جنسيت په يوه ټولنيزه موضوع اوښتې، چې د يحيى مدرسي(۱۳۹۶:۲۰۰)  په اند د جنسي غړيو د توپير پر ځاى يې د نر و ښځې په ټولنيزو نقشونو کې پلټل پکار دي. که څه هم په اوسنيو زياترو ټولنو کې ښځه او سړى ګډې دندې لري، خو بيا هم په ځينو برخو کې د سړيو او په ځينو کې د ښځو نقشونه فعال دي، چې له دې امله په ژبه کې د دې دوو ډلو ترمنځ توپير پيدا کېږي. مثلا ښځې په خياطۍ او سينګار کې فعالي دي. همدا لامل دى، چې د دې برخې زياتره اصطلاحات ښځينه ښکاري؛ خو په نظامي برخه کې، په ټټارۍ کې، بلکې په ټولو درنو کارونو کې سړي فعال دي، چې دا ټولنيزه چاره په ژبه کې راښکاره کېږي او د دې برخې زياتره نومونې نرينه دي. 

د هندو اروپايي ژبو په لويه ونه کې زياتره ژبې د جنسيت له پړاوه يا تېرې شوې يا لا پکې پاتې دي، ځکه چې جنسيت د تاريخ په اوږدو کې د بشر لپاره يوه مهمه ټولنيزه مساله راغلې، چې د ځينو پوهانو په اند په ټولنه کې د دوو جنسونو له بېلو دندوه راپيدا شوې، خو يسپرسن(۱۹۶۴: ۲۵۴- ۲۳۷) په ژبه کې د جنسيت تفکيک د تابو زېږنده بولي، چې له مخې يې هغه مهال هر جنس د مخالف جنس د اصطلاحاتو او ځانګړنو له کارولو ډډه کوله. 

 په هغو ژبو کې چې د جنسيت توپير شوى، که ورته ځير شو، دا مازې توپير نه دى، بلکې ډېر کله د تاريخ په بهير کې د نرواکۍ تبعيض ښيي. رابين ليکاف(۱۹۷۵: ۵۱- ۵۶۹) يې له ټولنيزې نابرابرۍ  انګېري. په دا ډول ژبو کې د ګرامر له پلوه معيار او سرچينه نرينه جنس وي، چې ښځينه جنس يې په لږ بدلون يا د يوه نيم ژبني ټوک په ورزياتولو جوړېږي. يوه وړه بېلګه يې په پښتو کې په تېر مهال کې د درېېمګړي ښځينه توپير دى، چې بالعموم د “له” په ورزياتولو جوړېږي: “احمد پاڅېد/ پلوشه پاڅېدله”.  

په دې ډول ژبو کې د ګډو مواردو لپاره نرينه جنس د معيار په توګه کارېږي، مثلا غونډو ته په ورتګ به مو (… ته ښه راغلاست) جمله ليدلې وي. که د پښتو ګرامر له زاويې ورته وګورو، دا جمله د سړو لپاره ده، خو ښځې يې د ځان لپاره هم ګڼي. همداسې د کره کتونکي، ليکوال، شاعر، استاد، ډاکټر او داسې نور ګډ القاب او صفتونه هم په اصل کې د نارينه وو لپاره دي، ځکه چې زموږ په ټولنه کې د تاريخ په اوږدو کې سواد زياتره تر سړو محدود پاتې شوى، خو اوس چې څه نا څه ليکوالې، کره کتونکې، شاعرانې او ډاکټرانې لرو، خلک د انګليسي د Chairman پر خلاف نيوکه نه کوي، چې په دې ټولو مسلکونو کې د ښځو يادونه ولې نه کېږي، چې ښه شاعره هغه ده، استاده بايد خواري وکړي او….؟

د مطلقو فعلونو املا/ اجمل ښکلی

کله چې يوه ټولنه کې د ګډ کار، ګډو زده کړو او داسي نورو اقتصادي او مدني لاملونو له مخې د جنسيت مساله تتېږي او کم اهميته کېږي يا په ژبه کې د نورو ژبنيو يا ناژبنيو لاملونو پر بنسټ اسانتيا راځي، نو په ژبه کې هم جنسيت کمېږي؛ خو دا بدلونونه ډېر کله ناشعوري وي. څرنګه چې ژبه هم پر ټولنه اغېز کوي، نو دا ممکنه ده، چې په ژبه کې د جنسيت په کمېدو په ټولنه کې هم جنسيتي توپير راکم شي.

ټولنه او ژبه دوه بېل نظامونه دي، چې د اغېز تر څنګ کله نا کله د يو بل پر وړاندې مقاومت هم کوي، نو دا امکان پيدا کېږي، چې دا دواړه د خپلو داخلي بدلونونو له مخې خپلواک بدلون وکړي. داسې چې په ژبه کې د جنسيت توپير د خپل داخلي بدلون پر بنسټ له ګرامره ولوېږي يا په ټولنه کې جنسيتي نرمښت راشي، خو په ژبه کې لا واکمن وي. پر دې بنسټ ويلاى شو، چې په ځينو ژبو مثلا فارسي کې چې د ګرامر له پلوه د جنيست تفکيک ختم شوى، په ټولنه کې لا جنسيتي توپير نه دى ختم؛ نو ويلاى شو، چې د ژبې او ټولنې وبله اغېز په ټولو ټولنو کې يو ډول نه وي؛ خو ژبه او ټولنه څو پوړيز او پېچلي نظامونه دي. که په ټولنه کې د سړي او ښځې د کار حوزې او نقشونه بيا هم څه نا څه بېل وي، نو که د ګرامر له پلوه پکې د جنسيت توپير ختم هم شي، د تلفظ او د کلمو د انتخاب په بڼه لا پاتې وي، يو ځل به بيا د فارسي بېلګه راوړو، چې په آهنګ، تلفظ، په لغوي او اصطلاحي پانګه کې يې توپير لا شته، مثلا فارسي ژبي “خدا مرګم بده” زنانه يي او “چاکرم” نارينه ګڼي. سړى له هغې ښېرې نه استفاده د ځان لپاره عيب بولي او ښځې له دې کلمې نه(مدرسي، ۱۳۹۶: ۲۰۳).  

له بله پلوه د خپل ټولنيز نقش او محدود چاپېريال له امله ښځې تر نارينه وو محتاطې او د نويو بدلونونو پر وړاندې حساسې وي. ښځه د کلمو په غوراوي او په ټوله کې په خبرو کې له سړي سره توپير ته تمايل لري. ښځه د بدلون پر وړانده هم حساسه وي، ځکه نو د ښځو په ژبه کې کلمې ژر نه مري. سړي په زغرده پردۍ کلمې کاروي، خو ښځه يې پر وړاندې حساسيت ښيي. همدا علت دى، چې د فوکلور، فوکلوري ادب او ژبې په ساتلو کې ښځې مخکښې دي، چې دا هم په ژبه کې د جنسيت د توپير يو لامل کېداى شي. 

په ژبه کې د جنسيت او نور توپيرونه ګڼ لاملونه لري، ممکن په يوه ژبه کې د بدلون لاملونه د يوه بل قوم يا توکم يرغل وي؛ خو په ټوله کې ژبه هم د ټولنې يو ډول چلن دى. ټولنه او ژبه وبله اغېز لري. ژبه چې څه راښکاره کوي يا پټوي، د هغې اهميت په ټولنه کې کمېږي. په ټولنه کې چې هم بدلونونه راځې، د يوې ټولنيزې ښکارندې په توګه د ژبې په بېلابېلو پوړونو کې راښکاره کېږي او د ژبې په نظام کې هم بدلون پېښېږي، چې دا بدلون کلي، په ټولو پوړونو کې هممهاله او يو ډول نه وي. 

دا ډول ټولنيز مسايل د ژبپوهنې او ټولنپوهنې په ګډ څانګيزه مطالعه کې څېړل کېږي او د ژبې ټولنپوهنه يا ټولنيزه ژبپوهنه پرې رڼا اچوي. 

ماخذونه: 

۱- مدرسي، يحيى. ۱۳۹۶. درآمدى بر جامعه شناسى زبان. تهران: پژوهشګاه علوم انسانى و مطالعات فرهنګى

2- Jespersen, O. 1964. Language, its Nature, Development and Origin. New York: Norton 

3- Lakoff, R. 1975. Language and Women’s Place. New York: Harper. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب