پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+دا پریشاني به اوس په چا وپلورم

دا پریشاني به اوس په چا وپلورم

مسلم داوودزی

سکوت سندرې وایي شعري ټولګه ټوله له یوه خوندور غم نه ډکه ده، باراني په خپلو شعرونو کې ښکاره د غم خبره نه کوي، خو ټول آهونه دي، داسې آهونه چې خوندونه دي، په لوستو مې یې په زړه کې نرۍ_ نرۍ څړیکې کېدې.
زه ډېری وخت هڅه کوم، چې له هنر نه هم یو څه زده کړم. خو د باراني شعرونو دومره له ځان سره بوتلم او خوند یې راکړ چې پرې فکر کولو ته مې وخت پیدا نه کړ.
ما خو ویل،
زما په درد کې لیونتوب جاري دی
زما په وینه کې د هیلو تیارو لاره کړې
باراني داسې خوندور تصویر وړاندې کوي، چې کیف یې بلامثل دی، کټ، مټ داسې حس کوې، چې د زړه خبره یې را ته کړې ده، لکه د ډېرو کرښو په لوستو مې یې فکر کاوه چې زما خاطرې دي. تنهایي او وصل په یوه بند کې وړاندې کوي:
رنګین کمان ته ګورم
داسې ګومان کومه
ګوندې زما نه خفه شوی جانان بیا راغلی
اخوا یو دوست مې
په باران کې ولاړ د ټلیفون په کرښه
د خپلې مینې سره
د بارانه د اورېدو ډکې شیبې نمانځي
هغه وېره چې څوک درته ګران وي، د مسیج په ځوابولو کې ده او هغه انتظار، چې د مسیج ځواب ته یې لرې څومره ښکلي وړاندې کوي او هغه حالت، چې د مسیج له استولو وروسته ورسره مخ کېږو:
دومره سکوت اخېر د چا لپاره؟
زما په مسیج کې څه وو
چې تا سلګونه منه
وېره، تشویش او خاموشي
په خپل سپیڅلي تصور چپه کړې
او لا تر اوسه ترې راوتې نه یې
نادرې خبرې خو یې د شعر ځانګړنه ده، کېدای شي، همدا وجه به وه، چې ما یې له هرې کرښې یوازې خوند اخیسته:
یاره کیلي رانه د کولپ دننه ماته شوله
دا پریشاني به اوس په چا وپلورم
موږ چې ډېره هڅه وکړو، نو پریشاني به وویشو خو باراني یې د پلورلو په هڅه کې دی. همدا یې هم یوه ځانګړنه ده، چې بې ارزښته شیان چې د ساتلو نه وي، باراني ورته په خپل شعر کې لوړه بیه پیدا کوي. باراني که خوښۍ هم تصویروي نو درد ورسره مل وي:
او ارامښت
لکه د ژوند هغه صحنه چې
شعر به دې ولوستلو
ما به تشویق کړې
تا به له نازه خپلې تورې سترګې مړې واچولې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب