یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهصالح: خراسان داعش پاکستاني پروژه ده، افغانستان کې امریکايي بمبار ته موقع...

صالح: خراسان داعش پاکستاني پروژه ده، افغانستان کې امریکايي بمبار ته موقع برابروي

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې څوارلسمه)‏ د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح په تازه څرګندونو کې پاکستان د داعش ډلې د خراسان څانګې په طرحه کولو تورن کړی دی.

نوموړي په يوه ټویټ کې لیکلي، چې پاکستان اوس د يادې څانګې له فعالولو سره افغانستان کې بیا د امریکا هوايي عملياتو ته زمينه برابروي.

د صالح په خبره، پاکستان په دې ډول غواړي چې د لویدیز متحد او ستراتیژیک شریک پاتې شي.

امرالله صالح زیاتوي، چې پاکستان د دې پروژې له عملي کولو سره په افغانستان کې د طالبانو د پوځي حکومت دوام ته هم لابي کوي.

د هغه په ادعا، د شپږ سوو هغو داعشیانو په ګډون، چې طالبانو د افغانستان له یرغمل کیدو سره له زندانونو خوشې کړل، د یادې ډلې ډېر مشران په پاکستان کې له خپلو کورنيو سره ژوند کوي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

3 COMMENTS

  1. تاسو اوس دې شوده ته وګورئ!

    پوره شل کاله یې په امریکايي بمونو ګرد افغانستان غلبېل غلبېل کړ، د افغانستان پر جغرافیه کې د پشاتانه پر کور و کلي درې لکه او اووه دېرش زره بمونه و خورځیدل….(د پنټاګن رسمي احصایه ده).

    دا احمق اوس راته وايي چې پاکستان پلان لري چې دا وکړي هغه و کړي …..

  2. د ستمیانو له باره ښه پښتون مړ پښتون دی ! پښتانه خو دوی دې لېونویو سپویو امریکایانو ته په لاس ورکول چې دا او هغه طالب دی ! طالبوالي کوم جنایت دی چې دوی به په نا حقه امریکایانو ته د القاعدي د ملګريو په دود ور پيژندل !! یو ستمی د طالبانو په اوس وخت کې چې د پوهنتون استاد دی او محسني نومیږي داسې وایې : طالبان به یک لسان سخن میزند که ۸۰ فیصد مردم افغانستان این لسان را نمیفهمند !!
    اوس یې نو ګزه وه چې دا رزیلان څه وایې او دپښتنو مسئولیت څه شی دی !!

  3. وایی مه کوه په ما چې وبه شی په تا!دغه کلینر دکرزی کاسه لیس جهنم ته بی ګناه کسا ن لیږل اوس لاهم شرم ا حیا نه لری تکنالوژی که کار اسانه کړی خو سړیتوب خو بل جوهر دی.دغه شخصیت بیا دهرنداف او تلخان کار نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب