Homeخبرونهتاجيکستان: افغانستان ته به ژر بشري مرستې واستوو

تاجيکستان: افغانستان ته به ژر بشري مرستې واستوو

تاند: تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې څوارلسمه)‏  د تاجيکستان د بهرنيو چارو وزير سراج الدين مهرالدین وايي، چې هېواد به یې ژر افغانستان ته د نړیوالو بنسټونو په لاس خپلې بشري مرستې واستوي.

نوموړي په يوه خبري ناسته کې د دغو مرستو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا لومړی ځل دی، چې تاجيکستان د طالبانو له بيا واکمنیدو وروسته له افغانستان سره د بشري مرستو د ترسره کيدو خبر ورکوي.

ياد شوي هېواد له طالبانو سره له پیله ترينګلې اړيکې لرلې او د دواړو لوريو ترمنځ د نظامي تقابل تر کچې د ناندريو اټکل کیده.

ګومان کېږي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې به د روسیې په منځګړيتوب بیرته رغیدلې وي.

تاجيکستان د طالبانو پر ضد د پنجشېر مقاومت ډلې له ملاتړ کوونکو څخه دی.

2 COMMENTS

  1. دا کار خو دافغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه ده چې له پنجشیریانو سره مرسته کوي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...