Home+په اوسنۍ شاعرۍ کې د ازاد شعر د تعریفنامې کره کتنیز ماډل 

په اوسنۍ شاعرۍ کې د ازاد شعر د تعریفنامې کره کتنیز ماډل 

لیکنه: طالب منګل
له یو څه مودې راهیسې د ازادو شعرونو د لوستلو او د هغوی د جوړښتي کارتونو په برابرولو کار کوم. د هر شعر له لوستلو وروسته له یوې پوښتنې سره مخامخ کیږم: ولې یو شمېر شاعران ازاد شعرونه د موسیقیت پر بنسټ نه رغوي او د تال د دوام پر ځای یوازې د وزن د رامنځته کولو لپاره متحرکې څپې کاروي؟
زما موخه له متحرکو څپو څخه هغه غږیز او وزني حرکتونه دي چې د شعر په یوه برخه کې راڅرګند شي، خو تر پایه خپل تسلسل او هنري دوام ونه ساتي. په داسې حالت کې شعر لنډمهالی تال پیدا کوي، خو منظم او ټولپوښی موسیقیت نه لري.
زما د متحرکو څپو اصطلاح د عروضو له متحرک حرف سره توپیر لري. په عروضو کې متحرک د حرف غږیز حالت ته ویل کېږي، خو دلته متحرکې څپې د شعر د غږیز، تصویري او حرکتي جریان لپاره کاروم.
نو دا دوه بېلابېل مفاهیم دي عروضي متحرک د حرف د غږیز حالت اصطلاح ده، خو متحرکې څپې د شعر د غږیز، تصویري او حرکتي جریان لپاره کارول شوې کره کتنیزه اصطلاح ده.
متحرکې څپې هغه تکراري غږیز، تصویري او حرکتي عناصر دي چې د شعر بېلابېلې انځوریزې برخې سره تړي او د تال د دوام سبب ګرځي.
په هر صورت د ازادو شعرونو د مطالعې پر مهال مې ولیدل چې د لاهو صیب، لیوال صیب٬ سحر صیب٬ او کاروان صیب په ازادو شعرونو کې د تال او موسیقیت د دوام بېلګې په نسبي ډول ډېرې لیدل کېږي. په دغو شاعرانو شعرونو کې غږیز جریان یوازې د شعر په پیل یا یوه محدوده برخه کې نه راڅرګندېږي، دا جریان د شعر له عمومي جوړښت سره یوځای مخ پر وړاندې ځي.
همدارنګه د اغلې بلېنډې بدرۍ په ازادو شعرونو کې هم د تال ښکاره موجودیت شته، خو هغې دا موسیقایي ځانګړنه د شعر په بېلابېلو ټوټو او مقطعو کې ویشلې ده. یعنې تال د شعر په یوه واحده کرښه کې نه دی ځای په ځای شوی٬ ځکه د شعر د بېلابېلو برخو ترمنځ د غږیزو اړیکو له لارې راڅرګندېږي.
د همدې مشاهداتو پر بنسټ مې د یادو شاعرانو د شعرونو لپاره جوړښتي کارتونه برابر کړل او په څو بېلابېلو لیکنو کې مې د هغوی د موسیقیت، تال او غږیز جوړښت د څرنګوالي تشریح او ارزونه وکړه.
نن زه په دې لیکنه کې د پورته موضوع تر څنګ د ومان نیازي په یو ازاد شعر خبرې کوم چې د اوسنۍ ازادې شاعرۍ یو مثالي شعر یې بللی شو٬ شعر داسې دی:
( پاڼې)
زما هغه شعرخوښېږي
چې لمن یې د رباب غوندې شرنګېږي
او بنګړي یې وي راځوړند
د مسرو په نیمایي کې
زما هغه شعر خوښېږي
چې بې رنګه نقاشي یې د اوبو غوندې پسته وي
او له غږ سره یې نبض وزر اخلي
لکه شرنګ چې جلا کېږي له هډونو د سندرې
زما هغه شعر خوښېږي
چې کبان پکې ښکارېږي
چې څپه یې ذوق کې اوړي
لکه ریتم د رنګونو
نیستان د ماښامونو
زما هغه شعر خوښېږي
چې خوبونه پکې ښکاري
او ګودر پکې لمبېږي
لکه سره خامچکه زاڼه
د شنو پاڼو سترګکونه
پکې ویښ وي لکه څاڅکي
زما هغه شعر خوښېږي
چې د غره د سپنې پوڅې
ذائقې ته یې وي ورته
د مضمون ټول تصویرونه
زما هغه شعر خوښېږي
چې رګونه پکې ښکاري
د مړوند د شنو خالونو
د نکریزو د عطرونو
زما هغه شعر خوښېږي
چې بې پاڼو کتابچه کې
چا وي څو ځله لیکلی
چې بې لوښو حافظه کې
چا وي څو ځله لیکلی
ددې شعر په عنوان دېرې خبرې، کیدلی شي خو د ازاد شعر لپاره د عنوان په ټاکلو به بیا وغږیږو.
 خو په دې شعر کې موسیقیت، تصویر، تخیل، سمبول، حسي امتزاج او ژبني نوښت له ورایه ښکاري چې په دې کې مهم اړخ یې د شعر خوږه ژبه ده:
زما هغه شعر خوښیږي
چې لمن یې د رباب غوندې شرنګېږي
او بنګړي یې وي راځوړند
د دې شعر بله ښکلا د تصویر جوړونه ده لکه:
کبان پکې ښکارېږي
ګودر پکې لمبېږي
د شنو پاڼو سترګکونه
د مړوند د شنو خالونو
په دې ازاد شعر کې فکري استدلال محوري نه دی، ځکه چې انځوریز او حسي جوړښت پکې غالب دی. لکه ریتم د رنګونو ترکیب کاروي خو ریتم اوریدل کیږي او رنګ لیدل کېږي، خو شاعر دواړه سره یوځای کړي دي.
یا:
د غره د سپنې پوڅې
ذائقې ته یې وي ورته
دلته لیدل کېدونکی شی (سپینه پوڅه) د ذائقې له حس سره تړل شوی دی او همداشان شاعر غیر ژوندي شیان ژوندي کړي دي:
نبض وزر اخلي
د شنو پاڼو سترګکونه
ګودر پکې لمبېږي
څپه یې ذوق کې اوړي
دا مفاهیم د انسانانو په څېر حرکت او احساس لري خو شعر ته د ژورتیا لپاره یې داسې هنري ترکیبونه هم کارولی دي لکه:
بې رنګه نقاشي
بې پاڼو کتابچه
بې لوښو حافظه
دا چې شعر له پیله تر پایه خوږ لګیږي یو علت یې دا دی چې د شعر ډېری انځورونه له طبیعت څخه اخیستل شوي لکه اوبه٬ کبان٬ څپه٬ ماښام٬ زاڼه٬ پاڼې٬ غر٬ پوڅه او نور.
د شعر وروستیو څلورو کرښو کې شاعر د فزیکي لیکنې او ذهني لیکنې ترمنځ توپیر څرګندوي او هغه شعر ستایي چې یوازې پر کاغذ نه وي لیکل شوی او د انسان په حافظه او شعور کې هم ژوندی وي.
اوس راځو د تال او متحرکو څپو بحث ته چې زما د ازاد شعر د تعریفنامې په ماډل کې تر ټولو مهمه خبره همدا ده.
په دې لیکنه کې تعریفنامه هغه شعر ته وایم چې شاعر پکې د خپلې خوښې شعر ځانګړنې بیانوي او هماغه ځانګړنې په خپله د شعر په جوړښت کې عملي کوي.
دا اصطلاح زه دلته د یوه کره کتنیز ماډل په توګه کاروم، نه د یوه تثبیت شوي ادبي ژانر په توګه.
لکه د لیکنې په پیل کې مې چې وویل ما د ازادو شعرونو د لوستلو پر مهال دا مشاهده کړې وه چې ځینې شاعران د شعر په پیل کې یو غږیز حرکت رامنځته کوي، خو دا حرکت د شعر په منځ یا پای کې مري. یعنې متحرکې څپې د شعر په یوه محدوده برخه کې راڅرګندې شي، خو تر پایه خپل تسلسل له لاسه ورګوي او له همدې امله شعر لنډمهالی تال پیدا کوي، خو بشپړ موسیقیت نه شي ترلاسه کولی.
د ومان نیازي په دې شعر کې وضعیت بل ډول دی. دلته تال یوازې د کلمو د غږونو محصول نه ښودل شوی او تال د ټول جوړښت برخه ګرځېدلی دی. د شعر له پیله تر پایه دا تکراري جمله:
زما هغه شعر خوښېږي
دا د  شعر د اصلي تال د ستنې حیثیت لري٬ هر ځل چې لوستونکی له نوو تصویرونو، نوو استعارو او نوو حسي اړیکو سره مخ کېږي، همدا جمله هغه بېرته د شعر مرکزي اهنګ ته راګرځوي. په همدې دلیل د شعر تال نه پرې کېږي او نه هم د تصویرونو په ډېروالي کې ورک کېږي٬ بل دا تال هغه وخت نور هم غالب شي چې په دویمه کرښه کې وزن په شرنګیږي لفظ پرې شي لکه:
زما هغه شعرخوښېږي
چې لمن یې د رباب غوندې شرنګېږي
له دې کرښې وروسته په دویمه کرښه کې او لفظ راځي چې هم وزن پرې کوي او هم تصویر خو متحرکې څپې دوام لري٬ د شعر هره ټوټه له بلې ټوټې سره د متحرکو څپو په وسیله تړل شوې ده.
 لومړی د رباب شرنګ دی، بیا د بنګړیو اواز، وروسته د سندرې شرنګ، بیا د څپې حرکت، وروسته د ریتم یادونه، بیا د زاڼې الوت، د پاڼو ویښې سترګې، د رګونو ښکاره کېدل او په پای کې د حافظې ژور جریان. دا ټول تصویرونه که څه هم جلا جلا ښکاري، خو د حرکت پر یوه واحد اصل ولاړ دي.
دا شعر یو مسلسل احساس لري، خو انځورونه یې له یوې ټوټې څخه بلې ته بدلېږي٬ دا ځکه چې  په شعر کې هېڅ تصویر جامد نه دی٬ هر څه روان دي، شرنګېږي، اوړي، وزر اخلي، لمبېږي، ویښېږي او ښکاره کېږي.
همدا پرله‌ پسې حرکت هغه متحرکې څپې دي چې د شعر له لومړۍ کرښې څخه تر وروستۍ کرښې پورې دوام مومي خو د متحرکو څپو کارول د هغو شاعرانو یو کمال دی چې د شعر اوج ګج کوي٬ که دا څپې مسلسلې نه وي د شعر د موسیقایي اغېز یوه مهمه برخه کمزورې کېږي.
زما په اند د اوسنۍ شاعرۍ ازاد شعر له مهمو ځانګړنو څخه همدا ده چې تال باید د شعر د جوړښت کې برخه واخلي نه دا چې یوازې په څو کرښو کې راڅرګند شي او بیا ورک شي٬ که تال کټ مټ نه وي هغې ته ورته جوړښت تکرار هم ښکلا وربښي.
که دا ټول په نظر کې ونیسو نو ومان نیازی د هغو شاعرانو له ډلې څخه دی چې متحرکې څپې یې د شعر تر پایه رسوي او د ازاد شعر تال یې په عضوي ډول د شعر له تصویرونو، ژبې او احساس سره یوځای ساتلی دی.
په اوسنۍ شاعرۍ کې د  ازاد شعر بحث ورځ په ورځ پراخیږي او که په منظمه توګه ونه څیړل شي د ازاد شاعرۍ پټې خوا به پاتې او د نویو نوښتونو مخه به ډب کړي.
د دې لیکنې له بحثونو څخه دا څرګندېږي چې د ازاد شعر د ارزونې لپاره یوازې د تصویر، تخیل او ژبني نوښت کتل بسنه نه کوي، د تال، موسیقیت او متحرکو څپو دوام هم باید د کره کتنې یوه اساسي برخه وګرځي. زما د مشاهدې له مخې په اوسنۍ ازاده شاعرۍ کې ډېر شعرونه د غږیز حرکت په رامنځته کولو بریالي وي، خو دا حرکت د شعر تر پایه نه شي رسولی٬ له همدې امله شعر لنډمهالی تال پیدا کوي، خو بشپړ موسیقیت نه ترلاسه کوي.
د ومان نیازي د( پاڼې) شعر له همدې زاویې د اوسنۍ ازادې شاعرۍ یوه بریالۍ بېلګه ده. د شعر په متن کې د موسیقیت، تصویر جوړونې، حسي امتزاج، ژبني نوښت او متحرکو څپو داسې همغږي لیدل کېږي چې شعر یې له پیله تر پایه په یوه واحد احساس او غږیز جریان کې ساتلی دی.
همدارنګه دا شعر دې پایلې ته لار هواروي چې د ازاد شعر تعریفنامه باید د شاعر د خوښې یا شخصي تجربې تر بیان ورهاخوا، د شعر د جوړښتي ځانګړنو یوه نمونه هم وي. ومان نیازی هغه ځانګړنې چې د ښه شعر لپاره یې یادوي، په خپله د شعر په جوړښت کې عملي کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...