تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۴ مه) د مصنوعي ځیرکتیا شرکت انټروپیک او د طبي معلوماتو پلاتفورم اوپناویدنس یوه نوې همکاري پیل کړی چې پر اساس یې د مصنوعي ځیرکتیا هغه وسایل چې د ناروغانو د درملنې په اړه د ډاکټرانو د پرېکړو ملاتړ کوي، د کم او منځني عاید لرونکو هېوادونو ډاکټرانو ته وړیا وړاندې کړي.
ټاکل شوې دا طرحه په شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو کې پلې شي چې یوګانډا، انګولا، سوډان، هایټي او منګولیا هم پکې شامل دي.
اوپناویدنس هغه پلاتفورم دی چې د طبي څېړنو او د درملنې د لارښوونو پر بنسټ د ډاکټرانو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي. د دې پلاتفورم نوې نسخه د هغو سیمو لپاره جوړه شوې چې طبي څېړنو، متخصصانو او مسلکي روزنې ته محدود لاسرسی لري.
انټروپیک به د دې سیسټم لپاره د مصنوعي ځیرکتیا بنسټیزه ټکنالوژي برابره کړي، او اوپناویدنس به یې د هرې سیمې له روغتیايي شرایطو سره سم عیاروي.
د اوپناویدنس بنسټګر ډانیل نادلر وايي، په بېلابېلو هېوادونو کې به د ناروغیو د خپرېدو کچه، د تشخیص امکانات، روغتیايي زیربناوې، درمل او د درملنې موجودې لارې په پام کې ونیول شي.
د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو په برخه کې یوه مهمه اندېښنه دا ده چې هغه سیسټمونه چې تر ډېره د شتمنو هېوادونو د معلوماتو پر بنسټ جوړ شوي، ښايي د کمعاید لرونکو هېوادونو روغتیايي شرایط په سمه توګه منعکس نه کړي.
اوپناویدنس تر دې مخکې په روانډا او بوتسوانا کې له روغتیايي ادارو سره همکاري کړې وه چې خپله ټکنالوژي له سیمهییزو شرایطو سره برابره کړي.
د نادلر په وینا، ان له هغو سیمو سره چې روغتیايي مرکزونه یې شپه او ورځ برېښنا نه لري، دا ټکنالوژي مرسته کولی شي، ځکه ډېری ډاکټران ځیرک ټېلفونونه (سمارټفونونه) لري او له لارې یې طبي معلوماتو ته لاسرسی موندلی شي.
د اوپناویدنس د معلوماتو له مخې، یوازې د اګست په میاشت کې امریکايي ډاکټرانو ۴۲ میلیون ځله له دې پلاتفورم څخه کار اخیستی او په ۲۰۲۶ کال کې سلګونه میلیونه امریکایان د هغو ډاکټرانو له خوا درمل شوي چې د کلینیکي پرېکړو لپاره یې له دې سیسټم څخه مرسته اخیستې ده.
د انټروپیک او اوپناویدنس ترمنځ د دې همکارۍ مالي جزییات نه دي خپاره شوي.
د انټروپیک مشره ډانیلا امودي وايي، مصنوعي ځیرکتیا اوس هغې مرحلې ته رسېدلې چې په کمو برخمنو سیمو کې د ورته روغتیايي خدمتونو پراخول ممکن شوي، خو یوازې سوداګریزې موخې د دې ډول طرحو د عملي کولو لپاره بسنه نه کوي او بشري او عامالمنفعه چلند ته هم اړتیا ده.