شنبه, جولای 12, 2025
Home+که استاد غضنفر ولولو...! | همت عمرزوی

که استاد غضنفر ولولو…! | همت عمرزوی

د ١٣٩٢ه.ش کال د مني د فصل لومړی شپې او ورځي وې، زه د لومړي ځل لپاره د لوړو زده کړو په نیت کابل ته راغلی وم، خو کابل مي هم وروستی تم ځای نه و. لاهم تر ننګرهار ددې لارې لالهاند لاروی وم، دلته مي د کوم بل ملګري سره یو څو شپې وشوې، جمعه وه، مسافري او دیغیت. ملګري ته مي وویل: عجیب ښه فرصت دی، د پښتو ادب د لویو شاعرانو او لیکوالانو، نومونه، انځورونه اوغږونه مو، یا له رسنیو، یا فیسبوک او یا کتابونونه نه ليدلي او اورېدلي دي، راځه چې نن يي په نېغه توګه له نیږدې ووینو! نن به د جمعې تر لمانځه وروسته (افغان ادبي بهیر) ته ورسو! ملګری دي خیر یوسي راسره خوښه يې سوه! ماسپښين تر لمانځه وروسته د (بهیر) په لور ور وخوځېدو، ادرس مو په پوښتنه پیدا کړ، ورغلو او هلته مو د مېلمنو په توګه ګډون وکړ، د (بهیر) کوربنو ملګرو د پښتونوالي په لوړه روحیه زمونږ ډېره ښه مېلمه پالنه وکړه؛ د سټېج مخي ته يې چوکی راته ځانګړي کړې او ما ته يي د شعر ویلو نوبت هم راکړ، ډېر د ویاړ ولولانده خوږ احساس مي کاوه، دا خوږ احساس خو لا هلته نور هم پسې خوږ شو چې غونډي ته استاد اسدالله غضنفر هم حضور ورساوه؛ لومړی وار و، چې د پښتو ادب، ژورنالیزم او نقد دا لویه هستي مي له نیږدې لیده! استاد، په خپله چوکۍ کې خاموش او آرام ناست و، د غونډي روان بهیر يي اورېدی، ما؛ بیا په دې ترڅ کې د استاد د ملنګانه وجود د مانا ننداره کوله، د غونډي په وروستیو شېبو کې بهیروالو خپلو کې سره ګڼول چې (استاد شپون) کابل ته راغلی دیدن ته به يي ورځو؛ آن استاد غضنفر او څو نور استادان اوګډونوال د غونډي تر رسمي پای ته رسېدو مخکې رخصت شوه، کله چې غونډه پای ته ورسېده تر خصوصي پاملرنو، روغبړونو او خبرو وروسته؛ زه اوملګری هم د شهرنو په لور خپلې کوټې ته وخوځېدو!
له کوره جدایۍ او مسافرۍ داسې غلبه راباندي کړې وه چې ټول عاطفه، عاطفه او احساسات، احساسات وم، نه یم پوه شوی چې په مشاعرې کې به مي شعر څه ډول دکلمه کړی وي او د غونډي بهیر به څرنګه راباندي تیرشوی وي! خو په کوټې کې مي د پښتو ادب د لویو هستیو د لېدو د آرمان پر ختو؛ فکرونه اوسوچونه، خواږه، خواږه وه.
زه غواړم ددې خاطرې په یادولو سره د استاد د تخلیق د لوستلو پرګټو او اغېزو لږ تم شم:
د استاد غضنفر د ښکلي او ماناداره غږ مترنمي انګازې مي آن د ماشومتوب له وخته د (تهران) د راډیو له څپو نه په ذهن کې لاهم غزوني کوي، بیا چې د (آزادي) راډیو ادبي مجله را پيل شوه دلته نو؛ هره جمعه غرمه مهال دوولس بجې د دې ادبي ټولګي یو پایبنده منظم شاګرد وم.
د یادي خپروني د وروستۍ برخي (ادبي قاموس)، (د فکر او فرهنګ سرلاري) په بحثونو کې مي د ادب اصیله روح حِس کړه، د ګټور او بې غرضه نقد په لارو او رموزو پوه سوم، د ادب په دنیا کې د نوښت مسله راته روښانه سوه، د تاریخي پېښو د رښتیني شنني او سپړني په کار وپوهېدم، د ژبي د مهم نقش، ګرامر او اصولو په باریکیو خبر سوم، د شخصیتونو د ادبي او تاریخي پایښت راز ته متوجه سوم، د داستاني ادبیاتو خوږلت، لارو او ګودرو ورجذب کړم… او په ټوله کې د یو په تول پوره او زغم لرونکي علمي او ادبي مناقشي او مباحثې د لازم کیفیت او اصلي ماهیت ژورو ته ورملتفت سوم.
اوس راځم دې مسلې ته؛ که مونږ ځوان کهول؛ استاد غضنفر د یو لوی ملي لیکوال په توګه ولولو څه ترې زده کولای او اخیستلای شو؟
ځواب: لومړی؛ مونږ د استاد د غوره اوبې ریا کرکتر له ښو مزیتونو دا انتباه کولای سو چې لویوالی په ریا نه بلکې په رښتیني عاجزی او بې آلایشه شخصیتي استغناکې دی، دا لوی درس دی چې مونږ د اوسنیو ډول ډول مزمنو ساري او مهلکو شخصیتي ناروغیو څخه ژغورلای شي، څومره بې منفي غروره؛ لوینه، خاکساري، د شهرت څخه پرهیز، د صادقانه کار او له پېرزوینو ډک نیت چې ما! د استاد غضنفر په وجود کې حِس کړی دی هغه به د دغي لاري په ډېرو کمو خلکو کې په دغه کچ شتون ولري.
څومره چې په ژوندکې زه د(انسان) بې مورده فضل فروشی، تکبر اومنفي غرور ځورولی یم او لا مي هم ځوروي بل هيڅ څه دومره زجر نه دی راکړﺉ! ولي له نېکه مرغه د استاد غضنفر سره په هر؛ لیکني، مکالمه ای، حضوري…نیږدېوالي کې زما د دغه درد د تسکین خوږه تجربه ترسره شوي ده، استاد د یو لوی لورانده او هڅانده انسان په توګه سړي ته د طبیعي لورینو اوپېرزینو الهام ورکوي.
بل غوره مزیت چې د استاد غضنفر په فکر او تخلیق کې مونږ درک کوو هغه د رښتیني کار او د ټولو لپاره د یو څه ورکولو زیار دی! د استاد د غوره فکر له لوستلونه به ته؛ حتماً یو نوی څرک او جذابه حِس اخلې! د متنوع او رنګارنګ مثالونو په راوړلو سره، د استاد غضنفر د لیکني سبک دا ځانګړنه ډېره عالي او اغیزناکه ده چې له موضوع څخه به د ابهام او تردید ګردونه څنډي، او مخاطب نیغ د مطلب موخي او پېغام ته دروي.
همداشان د استاد غضنفر د لیک د سبک او لارې څخه مونږ د بې درېغه زحمت د اېستلو او د ژوندي متن د رامنځ ته کولو لاري چاري زده کوو، استاد، د خپل بې تصنع شخصیت د خوږلنو په اساس تل هڅه کړې ده چې د ژوند ډېري وړې، ظریفي خو خوږې، له پامه لوېدلي او بې خرېداره شېبې، صحنې او تجربې په خپلو متفاوتو لیکنو او خپرونوکې را ژوندی، د پام وړ او په خبرو راولي…
پایله اولنډيز:
استاد اسدالله غضنفر هم د خپل متفاوت اومنفِرد غوره بې ریا اوبې مدعا شخصیت له وجهې او هم د خپل لوړ طبیعي غنیمت تخلیق له اړخه د بیا، بیا لوستلو، فکر کولو، څېړلو او ايډیال ټاکلو ډاډمن او د مانا په تول پوره لارښود شخصیت دی، مونږته بویه چې ددې خېل لویو خلکو په درد، درک او درون ځانونه پوه کړو، ويي لولو، د سبک اوشخصیت سپړنه يې وکړو او په طرحه کړي لاري يې د یون او خوځون مثمِره تابیه اوتجربه پخه کړو…
استاد دي تل همداسي زموږ د موخیزو او په زغم سمبالو ادبي تخلیقاتو د الهام او مقام غوره مرجع وي…!
په پېرزوینه اودرناوي.
هرات، افغانستان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...