پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهمولوي ګل حسن په مسکو کې د افغانستان نوی سفیر نومول شوی

مولوي ګل حسن په مسکو کې د افغانستان نوی سفیر نومول شوی

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۴ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو مولوي په مسشکو کې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي کړی دی. د طالبانو په مسکو کې سفارت تاس خبري آژانس ته ویلي چې مولوي ګل حسن به وروسته له دې چې د روسیې ویزه ترلاسه کړي، دې هېواد ته سفر وکړي او د سفارت مسوولیت به په غاړه واخلي.

مولوي ګل حسن له دې مخکې د طالبانو د کویټې شورا غړی و.

په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف، تیره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د نوي سفیر د منلو رسمي موافقه‌لیک وسپاره.

روسیې وروسته له هغې چې د طالبانو نوم یې د ناقانونه ډلو له لیست څخه لرې کړ، اعلان وکړ چې په مسکو کې د طالبانو سفیر مني او له طالبانو سره به خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې لوړې کچې ته ورسوي. له دې مخکې، په مسکو کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل شوی و.

د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې په داسې حال کې په زیاتېدو دي چې مسکو څو ځله د ناټو او امریکا د بېرته راتګ په اړه افغانستان ته خبرداری ورکړی دی. په دې وروستیو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې ناټو افغانستان ته د بېرته راتګ لپاره لارې چارې لټوي.

روسي چارواکو تر دې وړاندې هم عجیب و غریبې څرګندونې کړي دي. خو په دې کې هم شک نه شته چې روسیه د امریکا او طالبانو پر اړیکو مشکوکه ده. روسیې تته ډېر شک له دې کبله پیدا شوی چې امریکا لا هم د افغانستان تر ټولو ستره مرستندوی هیواد دی.

روسیه همدارنګه تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې ډول د داعش خراسان څانګې، د شتون په اړه اندېښنه ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...