Homeخبرونهد سپین بولدک دروازه به د را روان اختر څلور ورځې تړلې...

د سپین بولدک دروازه به د را روان اختر څلور ورځې تړلې وي

تاند【سه شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۳مه】‏د طالبانو د حکومت د سرحدي پولیسو ریاست وايي، د را روان لوی اختر لومړۍ دوه ورځې به د سپین بولدک دروازه به د مسافرو پر مخ تړلی وي.

یاد ریاست زیاته کړې، چې دا دروازه به له دویمې ورځې وروسته د ورځې له ۱۲ بجو تر ۳ بجو مسافرو ته پرانېستل شي.

چارواکو زیاته کړې چې د سپین بولدک دروازه به د اختر له لومړۍ تر څلورمې ورځې پورې د بار وړنکو، خالي او ټرانزیټ موټرو پر مخ تړلې وي.

چارواکو نه دي ویلي، چې د کومو دلایلو له امله سپین بولدک دروازه د اختر تر څلورمې تړلې ساتي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې، د طالبانو د سرحدي پولیسو ریاست وايي، چې په هلمند کې پاکستان سره د بهرامچې دروازه د دواړو لوریو له نښتې وروسته پرانېستل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...