تاند【سه شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۳مه】د پاکستان په سند ايالت کې تر زلزلې وروسته د دې ايالت له يوه زندانه له ۲۰۰ ډېر بنديان تښتېدلي دي.
پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې.
د سند ایالت د حقوقي چارو وزير دا د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو لويه تېښته بللې ده.
پاکستاني چارواکو څرګنده کړې ده، چې ياد بنديان هغه مهال په تېښته بريالي شول، چې د زلزلې له امله د لنډمهال لپاره له خپلو خونو (پنجرو) راوويستل شول.
د تېښتې پر مهال د پوليسو په ډزو کې يو زنداني وژل شوی هم دی.
د ځايي پوليسو يوه لوړپوړي چارواکي کاشف عباسي رسنيو ته ويلي، چې تر ۲۱۶ پورې زندانيان له سهار د مخه له ملېر زندانه تښتېدلي دي.
عباسي زياته کړې چې تر دې دمه له اويا ډېر دغه بنديان بېرته نيول شوي دي.
سرچینه وایي «داسې کوم بندي لا ازاد نشته چې له کومې ترورستي ډلې سره اړيکه ولري».
د عباسي په وينا وروسته د ډزو د تبادلې پر مهال يو بندي وژل شوی او درې تنه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
پولیسو وضعيت تر کنټرول لاندې راوستی او د نورو بنديانو د نیولو په لټه کې دي.